د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

پرته له محرم د ښځو پر سفر بنديز؛ مېرمنې: له ګڼو ستونزو سره مخ يو


کابل کې د خلکو د لېږد رالېږد يو شمېر موټرې
کابل کې د خلکو د لېږد رالېږد يو شمېر موټرې

وروسته له هغه چې پر افغان مېرمنو د طالبانو د حکومت لخوا د سفر پر مهال د محرم درلودلو محدویت ولګېده، په پلازمېنه کابل کې ښځې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، ان تر دې چې د اړتیا پر مهال دوی نه‌شي کولای، د پخوا په څېر په ښاري موټروکې تګ راتګ وکړي.

موټرچلونکي وایي، چې د طالبانو د مکتوب له مخې دوی نه‌شي کولای چې په مخکې چوکۍ کې مېرمنې کښېنوي او یا هم د شاه په څوکۍ کې نږدي نارینه ورسره کښېنوي.

په کابل کې یو شمېر ښځې، وایي په ساعتونو ساعتونو د موټرو په تم ځای کې ولاړې وي، خو دا چې یوازې وي، د موټرچلونکي لخوا د موټر په مخکې چوکۍ کې د کښېناستلو اجازه نه ورکول کیږي او که په شاته سیټ کې کښېني او بله ښځه نه وي، نو اړې دي چې د دریوو کسانو کرایه ورکړي.

د کابل اوسېدونکې ارزو چې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده وایي، د ښوونځي تګ ورته ډېر سخت شوی دی.

د نوموړې په وېنا ټوله ورځ یې د موټړو په تم ځای کې د ښاري موټر په تمه تېره شي، موټر وي، خو دا چې له دې سره نورې ښځې نه وي، موټر چلوونکی موتر ته د پورته کېدلو اجازه نه ورکوي.

نوموړې وايي: "زه یوه ورځ د هوایی ډګر له سړک نه د سلیم کاروان خوا ته تلم ، یو موټرودرېده، په هغه کې طالب هم ناست و، طالب موټړوان ته وویل، چې ته حق نه‌لرې چې په مخکې څوکۍ کې ښځه کښېنوې، موټر روان شو، زه نوره هم په تمه شوم ، تونس موټر راغی ، هغه ته مې هم ونه‌شوی کوی چې پورته شم، خلک اقتصادي ستونزې لري، نه‌شي کوی چې په موټر کې د دوو یا درېوو کسانو کرایه ورکړي، مخکې به د لېني موټر کرایه لس افغانۍ وه ، خو اوس پېنځه لسو ته پورته شوې ده، ښځې چې شل افغانۍ ورکړي، هغه پېنځه هم بېرته نه ورکوي، له ډېرو ستونزو سره مخ یو."

کابل کې ټرانسپورټ
کابل کې ټرانسپورټ

د کابل بله اوسېدونکې صنوبر هم له ورته ستونزې شکایت کوي.

نوموړې وايي: "د طالبانو لخوا مېرمنې ډېرې ځورول کېږي، طالبان موټر دروي، هغو ښځو او نجونو چې تور حجاب او ماسک نه وي اغوستی، تند چلند ورسره کوي، په مخکې سېټ کې مو طالبان نه پرېږدي او شاته چې کښېنوو که نورې ښځې نه وي مجبوره یو، چې د ټول سېټ کرایه ورکړو، په دې بد اقتصادي حالت کې چې مېرمنې کار هم نه لري ډېره سخته ده."

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د ۲۰۲۱ میلادي کال په دسمبر میاشت کې یو مکتوب خپور کړ چې په کې له محرم پرته تر ۷۸ کیلو متره پورې د نه ګرځېدلو موضوع یاده شوې وه، له دې حکوم وروسته افغان مېرمنې د تګ راتګ پر وخت له ګڼو ستونزو سره مخ شوې.

د ښځو د حقونو فعاله نرګس احمد زی چې خپله هم له ورته ستونزې سره مخ ده، وایي چې د طالبانو حکومت دې په خپلو دې حکومونو له سر غور وکړي.

نوموړې وایي، داسې مېرمنې شته چې محرم نه‌لري او د کور ټولې چارې هم ورپه غاړه دي او دا ډول حکمونه د دوی ژوند سختوي.

آغلې نرګس وايي: "افغان مېرمنو ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړې دي، د ټکسي او رېکشا چلوونکي دې ته زړه نه ښه کوي، چې مېرمنې ولېږدوي، ځکه که ورسره نارینه نه وي له ستونزې سره مخ کېږي، هغه ښځې چې دندې لري نه‌شي کوي چې هر ورځ له ځان سره محرم ولري ، اسلامي امارت دې په خپل دې حکوم له سر نه غور وکړي."

مجید چې د کابل په ښار کې تونس موټر چلوی وایي، د طالبانو له حکم نه وروسته مېرمنې په مخکې چوکۍ کې نه کښېنوي، ځکه وېرېږي چې جنجال ورته جوړ نه‌شي، د شا په سېټ کې هم که نورې ښځې نه وي مجبوره دی چې له یوې مېرمنې څخه د دوو کسانو کرایه واخلي، ځکه تېل قېمته دي، موټر خپل مصرف نه‌شي پوره کولی.

نوموړی وايي: "

تونس موټر چلوم، تېل ګران دي، د طالبانو له حکم سره سم زه مجبوره یم چې مخکې چوکۍ کې ښځې پورته نه‌کړم

، بیا چې شا ته کښېنې که بله ښځه نه وي، چې ورسره کښېني مجبوره يم چې یا د درې کسانوکرایه واخلم یا یې بېرته ښکته کړم. موږ ته د طالبانو په دې حکم سره ډېرې ستونزې پیدا شوې دي، غوښتنه مو دا ده چې دا سیستم برابر کړي."

خو د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت وایي، د دوی په حکم کې یوازې دومره ویل شوي دي، چې ښځې دې له محرم پرته ۷۸ کیلومتر واټن کې یوازې سفر نه کوي.

محمدصادق عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د ښاري موټر په مخکې چوکۍ کې د مېرمنو له ناستي سره هېڅ ډول ستونزه نه‌لري.

نوموړي وويل: "

نه موږ دا نه‌دی ویلي چې کله مېرمنې یوازې وي نو موټر ته دې نه پورته کېږي

، که چېرې په ښارکې یوازې وي نو موټر ته پورته کېدلی شي، شریعت دا مني او موږ هم ستونزه نه‌لرو، یوازې دومره ویل شوي دي چې مېرمنې دې ۷۸ کیلو متره واټن کې یوازې سفر نه کوی، مخکې هم داسې څه نه و، اوس هم موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې د ښځو ستونزې حل کړو."

د یادونې ده، چې په افغانستان د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره تر اوسه ښځې د دوی له سخت محدویت سره مخ دي، په دې اړه نړیوالو سازمانو هم غبرګون ښودلی دی.

له شپږم ټولګي د پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيوو دروازې تړلي دي، په اکثره اداروکې مېرمنو ته د کار اجازه نه‌شته، په لرې واټن سفر کې محرم او حجاب جبري شوي دی، دا هغه څه دي چې په تېرو لسو میاشتو کې پر افغان مېرمنو باندې عملي شوي.

ان په کابل کې د علماوو په درې ورځنۍ غونډه کې چې تېره شنبه پای ته ورسېدله مېرمنو ته د ګډون حق ور نه کړل شو.

د یادونې ده چې په تېر جمهوري نظام کې به مېرمنو په خپله موټر چلوو، خو اوس د موټر زده کړې کورسونه هم د دوی پر مخ تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG