د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د تېر حکومت په دولتي ادارو کې کارکوونکې مېرمنې له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کړېږي


ارشيف، په دولتي ادارو کې افغان کارکوونکې مېرمنې
ارشيف، په دولتي ادارو کې افغان کارکوونکې مېرمنې

يو شمېر مېرمنې چې د تېر حکومت پر مهال په دولتي ادارو کې کارکوونکې وې وايي، چې طالبانو له دندو لرې کړې دي، یا یې هم هغه ادارې لغوه اعلان کړي دي په کومو کې چې دوی مخکې کار کاوه.

دا میرمنې له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته غواړي چې یو ځل دې بیا ورته د کار زمینه برابره کړي.

صدف هغه مېرمن ده چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو څخه مخکې یې، په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه.

نوموړې وایي، په همغه کم معاش یې هم د کورنۍ ډېرې اقتصادي ستونزې حلولې.

صدف زیاتوي، طالبانو له دې او نورو ډېرو مېرمنو څخه د کار حق اخیستی، که څه هم نوموړې نه‌غواړي چې د خپلې ادارې نوم واخلي، خو دومره وایي چې طالبانو د دوی د ټولې ادارې فعالیت په ټپه درولی دی.

د صدف په باور په افغانستان کې د بېکارۍ اواقتصادي ستونزو لوی لامل په خپله طالبان دي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت په راتګ سره زموږ د کار بنسټ له منځه لاړ، دا یوازې زه نه یم چې له دندې څخه لرې شوې یم، زما په څېر نورې ډېرې ښځې هم بېکاره شوې، موږ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یو."

صدف چې له میاشتو را په دې خوا له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده، له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې افغان ښځو ته په دولتي اداروکې د کار په برخه کې هڅې چټکې کړي.

خو دا یوازې د صدف ستونزه نه ده،، شیما هم چې د څو لوڼو مور ده وایي، په تېرو شلو کلونو کې په یوې دولتي اداره کې ماموره وه.

ډېری مېرمنې چې د پخواني حکومت پر مهال يې دولتي ادارو کې کار کاوه، پر کور ناستې دي.
ډېری مېرمنې چې د پخواني حکومت پر مهال يې دولتي ادارو کې کار کاوه، پر کور ناستې دي.

شیما وایي، په دا دومره وخت کې یې چې کار کاوه د خپلو اولادونو لګښتونه یې برابرول، خو اوس د ډوډۍ پیدا کولو اجازه هم نه‌لري.

شیما هم د خپلې نیستۍ او بې وزلۍ لامل د طالبانو حکومت ګڼي، ځکه له دې څخه یې دنده اخیستې ده.

دا چې د امنیتي ستونزو له وجې د خپلې ادارې نوم نه اخلي، ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ څه وکړو؟ بې سرپرسته یو، بې سرپناه یو، ژوند مو ښه نه دی، په کور کې نارینه نه‌لرو، موږ څه وکړو؟ څه وخورو؟ څه چاره لرو؟ په تېر نظام کې ښځو په دولتي ادارو او خصوصي سکتورونوکې کار کاوه، له مېرمنو څخه نورې ملاتړې ادارې هم وې، د کار زمینه یې برابروله، د موږ غږ یې تر یوه ځایه رساوه، خو اوس هیڅ نه‌شته."

د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدلو څخه وروسته یو شمېر هغه ادارې وتړلې چې مېرمنو به پکې کار کاوه، د ښځو وزارت او د بشري حقونو کمېسيون هغه ځایونه و چې د مېرمنو له حقونو څخه به یې دفاع کوله.

د دوو ادارو کارکونکې اوس په کور ناستې دي، یوې مېرمنې چې د ښځو چارو په وزارت کې دنده درلودله او اوس بېکاره شوې، د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم او غږ يې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل، د ښځینه مامورینو معاش کم شوی دی، فعالیت یې یوازې د حاضرۍ په امضا کولوپورې محدود دی او هغه کسان چې د کورنۍ ټول لګښتونه ور ترغاړې دي اوس هغه کم معاش هم نه‌لري.

دغه مېرمن وايي، چې له دندو لرې شویو مېرمنو د خپلې کورنۍ د هوساینې له‌پاره بېلابېلې لارې کارولي، یو شمېر ښځې مجبوره شوې چې هېواد پرېږدې او ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې شي، خو په خبره یې، هلته هم اقتصادي ستونزو اړ ایستې، چې بېرته افغانستان ته راشي.

طالبانو پر ښځو د کار ترڅنګ يو شمېر نور محدوديتونه هم لګولي دي
طالبانو پر ښځو د کار ترڅنګ يو شمېر نور محدوديتونه هم لګولي دي

د دې مېرمنې په وینا یو شمېر ښځو خپلې ټولې ستونزې په یوه لیک کې یونما ته ولیکلې، خو هیڅ ډول ځواب یې هم تر لاسه نه‌کړ.

له دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دولتي ادارو څخه د لرې شویو ښځو شمېر کم ګڼي، د نوموړي په وینا اوس هم د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخه کې مېرمنې کار کوي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د هغو مېرمنو شمېر چې بې دندې شوي، ډېر کم دی ، دوه یا درې فیصده به وي، هغه هم په هغو ادارو کې چې لغوه شوې دي، په کومو اداروکې چې مخکې ښځو کار کاوه، اوس یې هم کوي او خپل معاش اخلي، خو په ځینو اداروکې چې لا کاري چاپېریال برابر نه‌دی، دندې ته نه راځي خو معاش اخلي."

طالبانو له بیا ځلې واکنمېدلو څخه وروسته په ډېری برخو کې پر ښځو محدویت ولګو، دوی یې له زده کړې او کار څخه منع کړې، مېرمنې له محرم د لرې واټن سفر نه‌شي کولی او د جبري حجاب خبره یې هم وکړه؛ چې د طالبانو دې کړنو په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول، خو بیا هم د دوی په پرېکړو کې بدلون رانغی.

XS
SM
MD
LG