د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

له کابله ستون شوی د برېتانيا د اپوزېسيون مرستيال: د افغانستان وضعيت لا پسې خراب شوی


د انګلستان د اوسني حکومت د اپوزېسیون کارګر ګوند مرستیال ډېوېډ لامي ويلي اوس مهال افغانستان کې اتيا سلنه خلک له لوږې سره مخ دي
د انګلستان د اوسني حکومت د اپوزېسیون کارګر ګوند مرستیال ډېوېډ لامي ويلي اوس مهال افغانستان کې اتيا سلنه خلک له لوږې سره مخ دي

د انګلستان د اوسني حکومت د اپوزېسیون کارګر ګوند مرستیال ډېوېډ لامي چې تازه له افغانستانه ستون شوی وايي، هغه څه چې یې په افغانستان کې لیدلي، د ډېر بد وضعیت ښکارندوی دی.

ښاغلی لامی په افغانستان کې د بشري بحران د پراخوالي وضعیت د څارنې لپاره افغانستان ته راغلی و.

يوه مېرمن چې نه غواړي نوم یې د ټولنیزو حساسیتونو له امله په راپور کې خپور شي، خو په کابل کې له خپل کوچني زوی سره د خلکو بوټونه رنګوي.

نوموړې په ژړا او سلګیو د خپل ستړي ژوند، بې‌وزلۍ او لوږي کیسه کوي او وايي: "دوه زره کرایه ورکوم. د څو میاشتو د کور کرایه مې هم پاتې ده. همدا ژوند دی، ستونزې مې ډېري دي. خاوند مې پوډر څکوي. کور نور داسې څوک نه‌شته چې ډوډۍ پیدا کړي. دا کوچنی مې زوی دی."

بېکاري ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده، چې د ماشومان ژوند يې هم اغېزمن کړی
بېکاري ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده، چې د ماشومان ژوند يې هم اغېزمن کړی

دا کیسه نن سبا د افغانستان د ډېرو خلکو ده، هغه چې په نړیواله کچه یې هم اندېښنې را پورته کړي دي.

تازه د انګلستان د اوسني حکومت د اپوزېسیون کارګر ګوند مرستیال ډېوېډ لامي ویلي، هغه څه چې یې افغانستان لیدلي، د ژورې اندېښنې وړ دي.

ويل شوي دي چې د افغانستان تر نيمايي ډېر خلک مرستو ته اړتيا لري
ويل شوي دي چې د افغانستان تر نيمايي ډېر خلک مرستو ته اړتيا لري

لامي چې د افغانستان په روغتونو او نورو ځایونو ګرځېدلی او پرون بېرته خپل وطن ته ستون شوی دی، خپله مرکه کې ویلي، په افغانستان کې ماشومان د لوږې له امله مرګ ته نږدې دي.

نوموړي ويلي: "زه نن د افغانستان یو روغتون ته تللی وم، هلته مې له نویو زېږېدليو ماشومانو، کوچنیانو او د دوی له میندو لیدنه وکړه. دوی د خوارځواکۍ د ډېر بد حالت او د مرګ له ګواښ سره مخ و. هغه کسان چې له خوارځواکۍ وژغورل هم شي، په راتلونکې ژوند کې به یې په ذهني روغتیا اغېز وکړي."

ډېوېډ لامي وايي، په افغانستان کې نږدې اتیا سلنه خلک بې‌وزلۍ او لوږي سره مخ دي او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه یې لاس‌نیوی وکړي.

د بریتانیا د اپوزیسیون کارګر ګوند دا لوړ پوړی غړی روانه اوونۍ کابل ته راغلی و، څو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخوالي وضعیت له نږدې وویني.

هغه داسې مهال په افغانستان د بشري ناورین په اړه اندېښنه ښيي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونو هم خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې له نیمايي زیات خلک خوړو ته لاس‌رسی نه‌لري.

دې سازمان په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې فقر او غربت زیات شوی دی او د یاد هېواد وګړي له بد اقتصادي حالت سره مخ دي.

طالبانو که څه هم د ښاغلي ډېوېډ د خبرو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د غبرګولي په ۱۷مه یې د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر ویلي و، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د میندو او ماشومانو د اخته کېدلو لامل د خوړو د امنیت نه‌شتون دی.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې د یادې ستونزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG