د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

يو شمېر متقاعدين: د طالبانو له بيا ځلې واکمنۍ وروسته مو د تقاعد پيسې نه‌دي اخيستي


د متقاعدينو د اعتراض يو پخوانی انځور
د متقاعدينو د اعتراض يو پخوانی انځور

یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته یې خپلې د تقاعد پیسې نه‌دي اخیستي، دوی وایي دم ګړۍ په بد اقتصادي وضعیت کې شپې ورځې تېروي، ځکه پرته له تقاعدۍ بل کوم عاید نه‌لري.

یو تن له نظامي متقاعدینو څخه دی، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم خپور شي، خو وایي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه یې وروسته خپل تقاعد نه‌دی اخیستی، ۶۵ کاله عمر لري، د شپږو اولادونو لګښت په داسې حال کې وترغاړې دی، چې کار یا هم کوم بل عاید نه لري.

دی وایي اوس دې ته حیران دی، چې په دې وضعیت کورنۍ ته ډوډۍ څنګه وګټم؟

نوموړی وايي: "د جمهوریت په وخت کې یو څه ستونزې وې، خو بیا هم زموږ د تقاعد پیسې راکول کېدلې، له هغه وخت څخه چې اسلامي امارت په کار پیل کړی دی، زموږ د تقاعد هیڅ درک نه لګي، له همدې وجې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یو."

۷۰ کلن حاجي محمد یوسف یو بل متقاعد دی، چې په کنړ ولایت کې ژوند کوي، نوموړی مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې اداري مدیر و، خو درې کاله کېږي، چې تقاعد شوی دی، دی هم ورته شکایت لري.

نوموړی وايي: "درې کاله کېږي چې تقاعد مې کړی دی،

د طالبانو له راتګ سره هر څه ختم شول

، سپین ‌ږیری یم، اوس د دې توان نه لرم، چې کار وکړم او کورنۍ ته پیسې وګټم."

خو دا یوازې د دې دوو متقاعدینو کیسه نه ده، په زرګونه نور هم له ورته ستونزې سره مخ دي، دوی د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې ستونزې یې حل او تقاعد یې په خپل وخت سره ورکړي.

ومو وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د مالیې له وزارت سره هم خبرې وکړو، خو د یاد وزارت مطبوعاتي مسولینو معلومات رانه کړل او ويې ویل چې په دې موضوع خبرې کول وخت ته ضرورت لري.

د تېر جمهوري نظام د وخت نظامي او غیرې نظامي متقاعدینو هم په وار وار له ازادي راډیو سره اړیکې نیولي او د دوی د حقوقو د نه ورکړې په تړاو یې شکایت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو بنسټونو د راپور له مخې په افغانستان کې بېوزلي او بېکاري مخ پر زیاتېدلو ده، او د خوراکي توکو نرخونه د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو را په دېخوا دوه برابره لوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG