د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

په اعتراض راوتلي ښوونکي: تنخواووې مو کمې دي، مساعدتي پېسې راکول کېږي


د ښوونکو د حقوقو لپاره د عدالت غوښتنې کمپاین
د ښوونکو د حقوقو لپاره د عدالت غوښتنې کمپاین

د افغانستان د ښوونکو شورا په کابل کې "د ښوونکو د حقوقو لپاره د عدالت غوښتنې کمپاین" په نوم د خپلو امتیازاتو د کمي له کبله غږ پورته کړ.

دغه ښوونکي چې د هېواد د ۷ زونونو په استازولۍ یې په کابل کې دې اعتراضیه غونډه کې ګډون کړی وايي، سره له ډېرو زیاتو مرستو بیا هم د ښوونکو تنخوا کمه ده او تېرو ۱۹ کلونو کې د ژوند د ښه والي لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده شوې.

دغه ښوونکي وايي، تېرو ۱۹ کلونو یې حقونو ته هيڅ پام و نه شو
دغه ښوونکي وايي، تېرو ۱۹ کلونو یې حقونو ته هيڅ پام و نه شو

د پکتیا ولایت د ښوونکو شورا مرستیال اسدالله سعید وايي، ښوونکو ته تنخوا نه‌‌، بلکې د مساعدت په ډول پیسې ورکول کېږي: "په کوم هېواد کې چې د ښوونکي عزت وي، احترام یې وي او په ځان بسیا وي، بې له شکه چې هغه هېواد په ښه ډول پرمختګ کوي."

هغه مرستې چې د پوهنې د کیفیت او کمیت لپاره شوي دي، په سم ډول نه دي مصرف شوي

د ښاغلي سعید په خبره، دوی د یوه داسې تنخوا غوښتونکي دي چې د نورو هېوادونو په قوانینو کې یاد شوي او ښوونکو ته ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د کابل د ښوونکو شورا منشي عبدالواسع فایض وايي، هغه مرستې چې د پوهنې د کیفیت او کمیت لپاره شوي دي، په سم ډول نه دي مصرف شوي.

فایض زیاته کړه: "هرکال یې د کمو امتیازاتو څخه هم کمېږي او بر عکس پر اوږو یې د مسوولیت پېټی درنېږي. دا وضعیت د دې سبب شوی چې د ښوونکو د صبر کاسه ډکه شي. "

اعتراض کوونکو ښوونکو په خپل پرېکړه‌لیک کې هم د خپلو امتیازاتو په برخه کې د عدالت عملي کېدو غوښتنه کړې.

دوی په خپله پرېکړه‌لیک کې همدا ډول د ولسمشرۍ ماڼۍ د هغې طرحې د عملي کېدو غوښتنه وکړه چې په کې د ښوونکو د تنخواوو د زیاتېدو، د موټر کرایه او د زده‌کړو پر بنسټ، د سیمې د هېوادونو په څېر د ښوونکو د تنخواوو د زیاتېدو یادونه شوې.

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت وايي، د نورو ملکي کار کوونکو د تنخواوو د زیاتېدو سره سم به، د ښوونکو تنخواوې هم لوړې شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، دوی د ښوونکو د تنخواوو زیاتېدو ته پام کړی .
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، دوی د ښوونکو د تنخواوو زیاتېدو ته پام کړی .

د دې وزارت ویاندې نجیبه ارین ازادي راډیو ته وویل:"د ښوونکو د معاشاتو د لواړوي لپاره موږ خپل وړاندیزونو له اړونده ادارو سره، لکه د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون، مالیې وزارت او نورو سره شریک کړي دي. که د نورو ملکي کارکوونکو تنخواې زیاتېږي، د ښوونکو معاشات به هم لوړ شي. "

د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په ټول هېواد کې له ۲۰۰ زرو زیات ښوونکي په تدریس بوخت دي چې په میاشتني ډول له ۶ زره او ۴۰۰ تر ۲۷ زره او ۴۰۰ افغانیو تنخوا ورل کېږي.

هغه امتیاز چې ښوونکي وايي، د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره یې بسنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG