د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

کابل کې یوه پخواني ښوونکي خپل شخصي کتابتون د خلکو په واک کې ورکړ


په کابل کې د پخواني ښوونکي کتابخانه
په کابل کې د پخواني ښوونکي کتابخانه

په کابل کې یو پخواني ښوونکي په یوه بې ساري اقدام سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مدیریت خپل شخصي کتابتون د خلکو په واک کې ورکړ.

دغه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزیر سید مخدوم رهین او د شپږمې ناحیې د عامه کتابتون د مسوولینو له لوري پرانېستل شو.

د دغه کتابتون مالک امیر حمزه وايي چې په دغه کتابتون کې له دوه زره جلده زیات کتابونه شته چې د مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په هدف یې په شپږمه ناحیه کې د خلکو په واک کې ورکړ.

په دې وروستیو کې کتابتون ته د مراجعینو شمېر تر سلو تنو راټیټ شوی.

دی وايي: "د کتابتون له رامنځته کېدو زما یوازنی هدف د ځوانانو مطالعه ده چې دوی د کتاب لوستلو فرهنګ هېر کړی، نو په همدې اساس مې کتابتون رامنځته کړ چې ځوانانو له کتاب لوستولو سره علاقه پیدا کړي. "

دا په داسې حال کې ده چې فرهنګپالان د ښاریانو په ځانګړي توګه د ځوانانو په کمه مطالعه انتقاد کوي.

دا کتابخانه د افغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني وزیر سید مخدوم رهین پرانیسته
دا کتابخانه د افغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني وزیر سید مخدوم رهین پرانیسته

په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر سید مخدوم رهین په افغانستان کې په کمې مطالعې د انتقاد ترڅنګ وویل، دا چاره د دې لامل شوې چې جګړه او تعصب په ټولنه کې رشد وکړي.

دی وايي: " د وروسته پاتې والي، بې فرهنګي، جهالت او ان د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتېدو رمز یو هم همدا کتاب نه لوستل دي، کتابتونو سره مو علاقه او مینه ورکه شوې ده. "

په افغانستان کې کتاب او کتابتون ته د خلکو لاس رسی محدود دی، د مسوولینو په وینا په ټول افغانستان کې ۹۶ کتابتونونه فعالیت لري چې د کابل پنځه میلیوني ښار یوازې ۱۲ کتابتونو نه لري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتون رئیس حمیدالله شهراني وايي چې په عامه کتابتون کې شااوخوا څلور لکه پنځوس زره کتابونه موجود دي.

دولت د دې کتابتون د پراختیا لپاره هېڅ ځانګړې بودجه په پام کې نه ده نیولې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه مسوول وايي چې له کرونا ویروس وړاندې دغه کتابتون ته په ورځ کې له درې زره زیات کسان د مطالعې لپاره راتلل، خو په دې وروستیو کې کتابتون ته د مراجعینو شمېر تر سلو تنو راټیټ شوی.

XS
SM
MD
LG