د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د معاشونو د نه ورکړې ستونزې؛ کندهار کې ښوونکو کاري اعتصاب کړی


کندهار کې د ښوونکو کاري اعتصادب
کندهار کې د ښوونکو کاري اعتصادب

څلور مياشتې کېږي چې کندهار کې ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکول شوي.

دې ښوونکو پرون شنبې (د لړم ۱۵مه نېټه) ښوونځيو کې ټولګيو ته د نه ورتګ پرېکړه او کاري اعتصاب وکړ.

د سلطان محمد په نوم یوه ښوونکي ازادي راډیو ته وویل، له تېرو ۴ میاشتو راهیسې یې معاشات نه دي ترلاسه کړي چې له امله یې دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دی وايي: "زه په کور کې نه اوړه لرم، نه غوړي، څلور میاشتي کېږي چې معاش مو نه دی اخیستی، ۶۴ کاله کېږي ښوونکې یم، بل عاید نه لرم نتیجه مې دا شوه چې زه خپل حقوق په دا ډول تر لاسه کړم، زه چاته د فقر لاس وغځوم؟"

په کندهار کې د ښوونکو اتحادیې د پوهني مسؤولانو ته درې ورځې ضرب الجل ټاکلی، که د ښوونکو حقوق ورنه کړل شي د دې ولایت هېڅ ښوونکی به ښوونځیو ته ولاړ نه شي.

په عین وخت کې د ښوونځیو زده کوونکي هم د طالبانو له حکومته غواړي چې د ښوونکو د معاشاتو ستونزه دې ژر تر ژره حل کړي .

بل خوا کندهار کې د طالبانو د حکومت د پوهنې ریس مفتي قدرت الله وصال وایي، دوی د معاشاتو استقاقونه جوړ کړي، خو د ښوونکو د معاشونو د ځنډ ستونزه په بانکي سيستمونو کې د محدوديت له امله رامنځته شوې چې دوی يې د ژر هواري په لټه کې دي.

په کندهار کې د ښوونکو اتحادیې د پوهني مسؤولانو ته درې ورځې ضرب الجل ټاکلی
په کندهار کې د ښوونکو اتحادیې د پوهني مسؤولانو ته درې ورځې ضرب الجل ټاکلی

وصال زیاته کړه:"د ټولو تعلیمي مرکزونو او ښوونکو استقاقونه جوړ شوي او مستوفیت ته تللي، خو ستونزه داده چې دا پیسې باید درېیم خصوصي بانک حواله کړي، خو هغه بانک ځکه دا کار نه شي کولی چې د افغانستان بانک د مالي بحران په خاطر یو لایحه جوړه کړې وه چې خصوصي بانکونه تر شل زره ډالر اضافه نه شي ورکولی ."

د پوهنې ریاست مسؤلان زیاتوي، ښوونکو به د اوس لپاره یوازې د لړم میاشتې معاشات ورکول شي، خو ښوونکي وايي، ترڅو چې د څلورو میاشتو معاش ورنه کړل شي، ښوونځیو ته به ولاړ نه شي.

د ښوونکو ترڅنګ د زياتو نورو دولتي مامورينو معاشونه هم له تېرو څو مياشتو راهيسې نه دي ورکول شوي چې له همدې امله زياتو يې خپلې دندې پريښي دي.

XS
SM
MD
LG