د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو خلاف منظم ظلم پای ته ورسوي


د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې انځور
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې له طالبانو وغوښتل څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ښه والي او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو په پل پل کېږدي.

میشل باچلې پرون (جمعه) په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د وینا په ترڅ کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت نهیلوونکی وباله.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې وویل، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ښځو او نجونو د بشري حقونو په برخه کې په ډیر سرعت شاتګ کړی دی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باچلې
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باچلې

د ښځو د حقونو منلو ته د طالبانو د اړایستلو لپاره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو د هڅو د همږغۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي، چې د افغان ښځو او نجونو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ځانګړې غونډه کې ګډون کړی و، په اوسني وخت کې چې د نړیوالو لپاره نورې مسئلې لومړیتوب لري، د افغان ښځو په ملاتړ کې د نړیوالو څرګندونې مهمې وبللې. دې ازادي راډیو ته همداراز وویل: "په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او د بشري حقونو د دفاع ټولنو استازو ګډون کړی او ټولو په دې حیرانتیا ښووله چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې په کې د کار او ټولنیزو فعالیتونو حق نه لري او نجونې له زده کړو محرومې شوې دي."

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي

د اغلې کوفي په وینا د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې نهايي اعلامیه به د روانې جولای په اوومه صادره شي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنرې په مارچ میاشت کې د افغانستان له سفره وروسته وویل، چې څه باندې یو میلیون نجونې له زده کړو راګرځول شوي.

همداراز ښځې له کار او ټولنیزو فعالیتونو بې برخې کړای شوې دي.

اغلې باچلې پرون وویل، له تضمینونو سره سره په افغانستان کې د ښځو خلاف سیستماتیک ظلم دوام لري.

طالبانو تراوسه پورې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د کمېشنرې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا طالبانو ویلي چې ښځو ته یې تر بل هر هېواد ښه حقونه ورکړي دي.

فوزیه کوفي وايي، چې د ښځو په اړه د طالبانو دریځ له شل کاله پخوا څخه بدل شوی نه دی او په پرونۍ غونډه کې وړاندیز وشو چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره دې د دوی د مشرانو پر سفر بندیز ولګول شي.

XS
SM
MD
LG