د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډه کې پر طالبانو د فشار زیاتولو غوښتنه وشوه


ارشیف: په کابل کې د ملکي خدماتو د کارکوونکو د کنفرانس انځور
ارشیف: په کابل کې د ملکي خدماتو د کارکوونکو د کنفرانس انځور

په پام کې ده چې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا راتلونکې اونۍ یوځل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر موضوع بحث وکړي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ویاند رونالډو ګومېز وايي، ټاکل شوې چې دا شورا به د جولای په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د اندېښنو په اړه بحث وکړي.

نوموړي پرون- جمعه خبریالانو ته وویل، دا غونډه د فرانسې او اروپايي ټولنې د وړاندیز په اساس جوړېږي.

د فرانسې او اروپايي ټولنې سفیرانو د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته په یوه مکتوب کې لیکلي، چې د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو د زیاتېدو له کبله اندېښنه لري.

په مکتوب کې په افغانستان کې د ښځو لپاره د کار او تګ راتګ د محدویتونو یادونه هم شوې ده.

د ښځو د حقونو یوې فعاله فرشتې یعقوبي آزادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ښځې اوس د پوهې هغې کچې ته رسېدلې دي چې خپلې مشروع غوښتنې په وضاحت سره بیان کړي.

فرشته یعقوبي
فرشته یعقوبي

هغه وايي: "د ښځو لومړنۍ غوښتنه دا ده چې په ټولنه کې د انسان په توګه وپېژندل شي او نور لومړني او اساسي حقونه یې ورکړل شي لکه د زده کړو، تحصیل، کار، او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د مشارکت حقونه چې دا د افغانانو له ټولنیزو او دیني او فرهنګي ارزښتونو سره په تضاد کې نه دي."

د فرانسې او اروپايي ټولنې سفیرانو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي دي چې په دې اړه یو بېړنی پرېکړه لیک هم خپور کړي.

مېرمن یعقوبي وايي، د ښځو د حقونو په برخه کې پر طالبانو فشار نتیجه ورکوي.

یعقوبي زیاتوي: "هغه مرسته چې نړیواله ټولنه یې کولای شي دا ده چې باید طالبان اړ کړي چې د ښځو حقونه په رسمیت وپېژني. د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې فشار ډېر اغېز لرلای شي او اسلامي امارت دې ته اړ کولای شي چې د افغان ښځو لومړني او اساسي حقوق په رسمیت وپېژني."

طالبان څه باندې لس میاشتې مخکې پر ټول افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې ښځې له کاره منع شوې او د نجونو پرمخ د منځنيو ښوونځيو او لېسو دروازې بندې شوې.

طالبانو ویلي دي، چې ښځو ته به د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکوي او د نجونو د تعلیم په برخه کې پر یوه لایحه کار روان دی.

XS
SM
MD
LG