د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

افغانستان کې زياتېدونکې لوږه؛ د کابو کولو لپاره يې له نړيوالو د مرستې غوښتنه وشوه


يو شمېر افغان مېرمنې
يو شمېر افغان مېرمنې

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د لوږې د مخنوي لپاره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه کړې.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی، چې میلیونونه وګړي ګواښي.

۲۶ کلنه مېرمن چې د تېر حکومت له پوځیانو څخه ده او اوس بېکاره شوې له خپلې بېکارۍ کړېږي.

نوموړې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي، خو ازادي راډیو ته یې وویل، چې له دې مخکې یې په میاشت کې شل زره افغانۍ تنخوا درلوده.

دا وایي دې اندازې تنخوا یې د درې کسیزې کورنۍ لپاره بسنه کوله خو اوس دا او مېړه یې بې کاره دي او ان د خپل یوازني ماشوم د وچو شېدو پیسې هم نه‌لري.

نوموړې وويل: "له بده مرغه د دولت له سقوط وروسته تر اوسه بې کاره یم، مېړه مې هم بې کاره دی، تنخوا نه لرو، زموږ اقتصادي وضعیت کمزوزی دی، یو ماشوم لرو، اسهال دی په سمه توګه خواړه نه خوري، د یو دوو کلونو او درې میاشتو دی، په سمه توګه په لاره هم نه شي تللی، سمه انرژي نه لري، په کرایي کور کې اوسېږو، نه شو کولای ماشوم ته سم خواړه ورکړو، ماشوم مې په وچو شېدو عادت شوی وه، اوس ورته وچې شېدې هم نه شو اخیستلی."

افغانستان کې د فقر او لوږې کچه ورځ تر بلې ډېرېږي
افغانستان کې د فقر او لوږې کچه ورځ تر بلې ډېرېږي

د دې پخوانۍ پوځي مېرمنې په خبره، امنیتي او اقتصادي ستونزو له روحي پلوه له تر ټولو سخت حالت سره مخ کړې ده.

تازه د سره صلیب نړیوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه ګډه خبرپاڼه کې راغلي، چې د زیاتېدونکې بې وزلۍ په ترڅ کې ۷۰ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو خواړو او نورو توکو د اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌لري.

په دې خبرپاڼه چې د جمعې په ورځ خپره شوې په کې ویل شوي چې بې‌وزلۍ په ځانګړي ډول پر هغو کورنیو چې سرپرستان یې کونډې ښځې، زیات عمر لرونکي کسان، معلولین او ماشومان دي، زیان رسوونکی اغېز کړی دی.

د سره صليب نړيوال فدراسيون نښان
د سره صليب نړيوال فدراسيون نښان

په دې خبرپاڼه کې د ماشومانو د خوراکي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې ۳ میلیونه ماشومان د خوار ځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

په دې خبرپاڼه کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون د مشر نسیفر مغندي له قوله لیکل شوي چې: "زیاتېدونکې اقتصادي ستونزې د هغو کورنیو لپاره درنه ضربه ده چې هڅه کوي له یوې ډېرې بدې وچکالۍ او خوراکي ناورین سره چې تر اوسه ورسره نه دي مخ شوي مقاله وکړي – هغه وچکالي چې ماشومان يې په خوار ځواکۍ اخته کړي او د نه وړاندوېنې وړ ناروغیو په وړاندې يې اغیزمن کړي دي."

۲۵ کلنه خاطره هغه مور ده چې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د ماشوم ناروغۍ یې هم اندېښنې زیاتې کړي دي.

خاطره د جمهوري نظام له سقوط مخکې د مالیې وزارت کارکوونکې وه.

دې هغه تنخوا چې تر لاسه کوله د خپل خاوند لپاره یې پرې هم یو ازاد کارو بار برابر کړی و، خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته بې دندې شوه او مالي ستونزې یې د دې لامل شوې، چې خاوند یې هم نور کار ونه شي کړای.

ملګرو ملتونو څو څو ځل وويل، چې د افغانستان نيمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي.
ملګرو ملتونو څو څو ځل وويل، چې د افغانستان نيمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي.

خاطرې ازادي رادیو ته وویل: "څلور ماشومان لرم، یو ماشوم مې ناروغ دی خوارځواکه شوی دی او په سر کې یې هم ستونزه ده، نه کوم عاید لرو او نه کوم بل څه چې ماشومانو ته پرې رسېدنه وکړو، ورځ په ورځ بدتره کېږي، مخکې مې خاوند چې په وس به وشول یو کار به یې کاوه، اوس پنځه زره افغانۍ نه‌لري چې ترکاري پرې وپلوري."

له دې سره، د سره صلیب نړیوال فدراسیون، افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د بېړنیو مرستو وړاندې کړلو، روغتیایي خدماتو رسولو او په ولایتونو کې د یو میلیون زیانمنو کسانو لپاره د مرستو رسولو په هدف د ۸۰ میلیونه سویسي فرانکو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG