د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د بخښنې نړيوال سازمان: نړيواله ټولنه دې طالبانو سره د نجونو پر زده کړو هيڅ راز معامله نه‌کوي


ارشيف
ارشيف

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انترنشنل، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره په هر راز خبرو کې د نجونو د تعلیم حق د نه معاملې وړ اعلان کړي.

دا سازمان وايي، زده کړې د بشر یو اساسي حق دی او طالبان مکلف دي چې دا حق ورکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو اوسنۍ پالیسي له تبعیضه ډکه، نامنصفانه او د نړیوالو قوانینو خلاف وبلله.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې له نړیوالې ټولنې غواړي له طالب مشرانو سره په خبرو کې د نجونو د تعلیم د حق موضوع سره کرښه وګرځوي او طالبان باید بې ځنډه ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

طالبانو د تېر کال په اګست کې د نجونو ښوونځي بند کړل خو وروسته یې ژمنه وکړه چې په نوي تعلیمي کال کې به د ټولو نجونو ښوونځي پرانېزي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا، سره له دې چې ګڼ شمېر افغانانو او همدا راز نړیوالو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو دا اساسي حق ورکړي، خو دوی نه یوازې ښځې له کار کولو منع کړي بلکې نجونې هم نه پرېږدي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.

ماریا تورپیکۍ چې د افغان ښځو د حقونو لپاره هلې ځلې کوي وايي، د نړیوالې ټولنې له لوري فشار مرسته کولی شي چې طالبان د زده کړو په شمول د ښځو حقونو ته غاړه کښېږدي.

نوموړې وايي: "پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره پکار ده چې هغوی ته وویل شي چې حکومت به یې تر هغو په رسمیت ونه پیژندل شي چې د نجونو د تعلیم او کار حق ورنه کړي."

د افغان ښځو فعاله ماريا تورپيکۍ
د افغان ښځو فعاله ماريا تورپيکۍ

د ښځو او نجونو د حقونو خلاف د طالبانو اقداماتو ته په کتو وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې د بشري حقونو شورا په پنځوسمه غونډه کې وويل، افغانستان اوس له ژور اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دی.

دې وویل چې په افغانستان کې حالات حساس دي او د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له کبله یو میلیون او یو لک نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې په جینوا کې جوړه شوې وه، د طالبانو وروستي اقدامات د ښځو سیستماتیک ځپل یاد کړل.

XS
SM
MD
LG