د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې؛ امریکا د ملګرو ملتونو د اندېښنو ملاتړ کړی


په کابل کې د ښځو د لاریون یو انځور - May 26 2022
په کابل کې د ښځو د لاریون یو انځور - May 26 2022

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوې اعلامیه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د اندېښنو ملاتړ کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جولای په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو وضعیت ویجاړونکی وباله او ژر تر ژره یې په دې اړه د پرېکنده ګامونو د پورته کېدو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه، چې د افغانستان په وخت پرون ناوخته خپره شوه په کې راغلي: "موږ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه چې ډېر یې طالبانو ته منسوبېږي او د افغان نجونو او ښځو له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې پراخو لګول شویو محدودیتونو ته اندېښمن یوو."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه، چې د جولای په لومړۍ نېټه په جنیوا کې جوړه شوې وه، په کې وویل شول؛ په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له‌خوا پر لاریون کوونکو د زور زیاتیو سربېره، د دوی د کار، سفر او لباس په ګډون یو لړ محدودیتونه لګول شوي چې تېرو شلو کلونو کې د ښځو او نجونو لاس‌ته راوړنې له‌منځه وړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه د دې موضوع په اړه ازادي راډیو ته څه ونه ویل، خو مخکې تل دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي، د دوی په واکمنۍ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، خو ښکاره طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، له پوهنې او روغتیا وزارت پرته یې په ټولو ادارو کې د ښځو ونډه صفر کړې او تر خوا یې د دوی په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په بېړنۍ غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یوه اعلامیه هم خپره شوې وه، چې په کې له طالبانو غوښتل شوي و، په افغانستان کې دې د ښځو د حقونو د بهترۍ او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو پر پل، پل کېږدي.

اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړه په اړه لیکلي، دا به افغان مدني ټولنو ته دا وړتیا ورکړي چې د سپټمبر په میاشت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې په مستقیمه توګه خپل دریځ ووايي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ چې په جینوا کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د بېړنۍ غونډې ګډون‌‌واله وه، د امریکا دا دریځ ستايي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ

بارکزۍ وویل: "واضح پیغام طالبانو ته و که چېرې تاسې خپلو کړنو کې بدلون را نه ولئ، که چېرې تاسې د افغانستان د خلکو حقونو ته توجه و نه کړئ، نو تاسې به همداسې منزوي پاتې کېږئ. زه فکر کوم چې طالبان باید د دې غونډو پایلو ته جدي پام وکړي، ځکه که چېرې دوی غواړي چې له دنیا سره په تعامل کې و اوسي او غواړي مشروعیت پیدا کړي، باید د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي."

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی و، چې له مخې یې څه ډول باید د افغانانو د پرمختګ ملاتړ وشي.

د امریکا د متحده‌ایالاتو جمهور رییس جوبایډن هم تېر کال د وږي په ۳۰مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي و، له طالبانو د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې تمه نه‌شي کېدای او له همدې امله باید ټول په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړو، څو دوی له اقتصادي سیاسي او اجتماعي پلوه له خپل ټول ځواکه کار واخلي او د خپلو هیلو لار پرته له تعصب او تاوتریخوالي تعقیب کړي.

د امریکا د متحده‌ایالاتو جمهور رییس جوبایډن
د امریکا د متحده‌ایالاتو جمهور رییس جوبایډن

افغان نجونې او ښځې شکایت لري، چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته، د دوی پر کار او زده‌کړو بندیزونه لګولي او دوی یې په ټولنه کې له هر ډول پرمختګ څنډې ته کړې دي.

XS
SM
MD
LG