د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د افغانستان پر حالاتو له طالب مشرانو سره د یوناما د سرپرست خبرې


د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی مارکوس پوتزل
د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی مارکوس پوتزل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت (یوناما) مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل پرون له طالب مشرانو سره د افغانستان پر حالاتو او له نړۍ سره د افغانستان پر تعامل خبرې وکړې.

له مارکوس پوتزل څخه طالب مشرانو وغوښتل چې له نړۍ سره د دوی د حکومت د اړیکو او تعامل په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

طالبانو ویلي چې پوتزل د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د مأموریت په پیلولو خوښ دی او ملګري ملتونه د افغانستان کلک ملاتړ کوي.

ښاغلي پوتزل د طالبانو د حکومت له بهرینو چارو وزیر امیر خان متقي سره هم وکتل.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ازادي رادیو ته وویل چې ښاغلي پوتزل په دې کتنه کې د خپل ماموریت په اړه معلومات ورکړل او د طالبانو له حکومته څخه یې د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل
د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل

نوموړي وويل: "د یوناما سرپرست وویل، ملګري ملتونه په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د دیپلوماتیک ماموریت هرکلی کوي او غواړي چې د شته سفارتونو ترڅنګ نور سفارتونه هم پرانیستل شي."

احمد ضیا احمد تکل دا هم وویل چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له سرپرست څخه هیله وکړه چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړیکو او مثمر تعامل رول ادا کړي.

یوناما تر اوسه پورې له طالب چارواکو سره د ښاغلي پوتزل د خبرو په اړه څه نه‌دي ویلي خو تر دغو کتنو مخکې پوتزل په یوه ټویټ کې چې د یوناما په ویبپاڼه کې هم خپور شوی، لیکلي: "افغانستان ته دا ځل د یوناما د مرستیال په توګه د ویاړ او درناوي له یو حس سره را وګرځېدم. زه ژمن یم چې د افغانستان خلکو ته کار وکړم، ځکه چې د دوی هېواد دا مهال له یوه حساس پړاو څخه تېریږي."

له طالب مشرانو سره د ملګرو ملتونو د مرستيال مارکوس پوتزل ليدنه
له طالب مشرانو سره د ملګرو ملتونو د مرستيال مارکوس پوتزل ليدنه

راتلونکې میاشت د طالبانو د واک ته رسېدو کال پوره کېږي خو تر دې دمه هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د طالبانو له لوري د ښځو د کار او تعلیم مخالفت سبب شوی چې د طالبانو رژیم په تدریج لا منزوي شي.

وړمه ورځ د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو حکومت د نړۍ تر ټولو ځپونکی رژیم وباله او ویې ویل چې له خپلو خلکو سره د طالبانو چلند سبب شوی چې د نړیوالو له لوري پر دوی بندیزونه دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG