د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د لوېدیځ له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره طالبان باید څه وکړي؟


د طالبان بیرغ
د طالبان بیرغ

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي د طالبانو رژیم نه یواځې افغانان بلکې نړیوال ناهیلي کړي.

مېرمن امیري له بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو حکومت د نړۍ په کچه ځپوونکی یاد کړی دی او ویلي يې دي چې ښځې او نجونې یې له پامه غورځولي.

طالبانو د اغلې امیري د تازه څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې په چا زیاتی نه کوي او د ټولو حقونه تامینوي.

د رینا امیري دا څرګندونې په څه معنا او طالبانو ته څه کول په کار دي چې لوېدیځ هېوادونه یې حکومت په رسمیت وپیژني.

اسدالله لودین همدا پوښتنه د یوې مرکې په پیل کې له ژورنالیست او د چارو له کتوونکي شفیق همدرد نه کړې، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
XS
SM
MD
LG