د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د طالبانو پلاوی له امريکا سره د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو خبرې کوي


د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ

په پام کې ده چې نن د قطرپه پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت او د امریکا د متحدو ایالاتو چارواکي سره وګوري او په افغانستان کې له وروستۍ مرګونې زلزلې وروسته به د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پر مسلې بحث وکړي.

واشنګټن غواړي داسې یو مېکانیزم رامنځ‌ته شي چې پر اساس یې ازادیدونکې پیسې د افغانستان له خلکو سره پر مرستو ولګیږي.

د فرانس پرس آژانس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ ویلي چې پردې مسلې ډېر ژر غورکوي خو د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یوه غړي ویلي چې نهایي موافقې ته رسېدل به یوڅه وخت ونیسي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د ماليې او د افغانستان بانک چارواکي شامل دي، له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره پرون دوحې ته ورسېد.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویست به په دغو خبرو کې برخه واخلي او د بشري حقونو او د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانستل کیدو په ګډون به پرمختلفو مسلو بحث او خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند چې نوم‌یې نه دی اخیستل شوی ویلي چې له طالبانو سره هر ډول ښکېلتیا د طالبانو یا یې حکومت ته د مشروعیت ورکولو په معنا نه‌ده بلکې د افغاستان ریښتینی وضعیت دا اړتیا رامنځ‌ته کوي چې موږ د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره له طالبانو سره دا ډول بحثونه مخ ته یوسي.

د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، حکومت یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

له هغه مهال راهیسې واشنګټن د افغانستان شاوخوا اوه ملیارډ ډالره شتمني ګرځولې او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو له حکومت سره پرمخامخ مالي مرستو لاس نیولی دی.

په دې منځ کې د افغانستان شاوخوا څلوېښت ميلیون وګړي چې د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه‌لري، له خورا زیاتو کړاوونو سره مخ دي.

د افغانستان بانک د عالي شورا یوه غړي شامحمد محرابي ویلي چې خبرې اترې روانې دي او دوی تمه کوي چې د بحثونو په نتیجه کې به یوې نهايي موافقې ته ورسېږي.

نوموړي فرانس پرس ته وویل، په دې اړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمني په څه ډول د افغانستان مرکزي بانک ته ولېږدول شي، تراوسه د پیسو د لېږد د یوه مېکانېزم جزیات نه‌دي نهایي شوي.

هغه زیاته کړه چې دا کار په یوه شپه کې ناممکن دی چې وشي بلکې یو څه وخت نیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر څو ورځې مخکې ویلي وچې هڅې تیزې شوي چې د کنګل شوې شتمنۍ پیسې ولېږدول شي.

هغې ویلي و چې دوی پر دې جدي کار کوي ترڅو یو شمېر پېچلې مسلې حل کړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې د دغو پیسو ګټه د افغانستان خلکو ته ورسېږي نه طالبانو ته.

د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پییر
د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پییر

د فرانس پرس د راپور له مخې خبره د امریکا د حکومت له خوا د کنګل شوې شتمنۍ د نیمایي برخې یعنې درې نیم ملیارډ ډالره ده.

نوره درې نیم ملیارډه ډالره شتمني د امریکا حکومت د سپټمبر د یولسمې د حملو د قربانیانو د حقوقي دعواوو لپاره ګرځولې ده چې د بشري حقونو د مدافعې ډلو په ګډون د مختلفو لورو انتقادونه یې راپارولي دي.

ښاغلي محرابي چې د امریکا د پلازمېنې واشنګټن د مونتګومیري په کالج کې د اقتصاد استاد دی، غوښتنه کړې چې امریکا دې دغې پیسې ژر تر ژره د افغانستان مرکزي بانک ته انتقال کړي.

هغه وړاندیز کړی چې امریکا دې هره میاشت څارل شوې، محدود شاوخوا یو نیم سل ميلیون ډالره ازاد کړي چې ورڅخه د وارداتو لپاره کار واخیستل شي.

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د هغه په خبره دا به د نرخونو له ثبات سره مرسته وکړي چې ورسره به د عادي افغانانو د اړتیاوو له پوره کولو سره هم مرسته وشي چې وکولای شي د ځان لپاره ډوډۍ، غوړي، بوره او د سوند مواد واخلي.

د نوموړي په خبره دا به د هغو کورنیو بدمرغي راکمه کړي چې لوړ انفلاسیون یې هم کړاوونه زیات کړي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیمايي وګړي د خوړو له خورا کمښت سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG