د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

سیګار: له افغانستان سره د امریکا مرستې به تر نږدې راتلونکې دوام وکړي


ارشیف، جنوا کې د افغانستان په اړه یوې غونډه کې د افغانستان د استازي لپاره ټاکل شوی ځای
ارشیف، جنوا کې د افغانستان په اړه یوې غونډه کې د افغانستان د استازي لپاره ټاکل شوی ځای

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سرمفتش اداره (سیګار) وایي چې له افغانستان سره د امریکا پر مرستو باید سمه څارنه وشي ترڅو د بشري بحران په کمولو کې یې اغېز زیات شي.

سیګار وايي، د افغانستان سختو حالاتو ته په کتو، د امریکا مرستې به تر نږدې راتلونکې پورې له دې هېواد سره دوام وکړي ترڅو د بشري بحران اغېز کم شي یا هم د دغه بهیر مخه وګرځول شي.

که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبانو کابل ونیو له افغانستان سره مرستې ودرولې او د دې هېواد څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمني یې کنګل کړه، خو د ملګرو ملتونو د مرستندویو ادارو او غیر دولتي مؤسسو له لارې یې له اړو کسانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.

امریکا د مارچ په ۳۱مه په جنوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو په نړیوال انلاین کنفرانس کې چې ملګرو ملتونو د ۴ میلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو غوښتنه کړې وه، د څه باندې ۲۰۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

په دې کنفرانس کې مرستندویانو د څه باندې دوه میلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو مرستو ژمنې وکړې.

ارشیف، جنوا کې د افغانستان په اړه یوه غونډه
ارشیف، جنوا کې د افغانستان په اړه یوه غونډه

سیګار په خپله ټویټرپاڼه کې دغه‌راز ویلي چې د امریکا پر مرستو یوې اغېزمنې څارنې ته اړتیا ده ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې دغه مرستې ضایع نه‌شي او ورسره تړلي فعالیتونه مثبت او رښتینی اغېز ولري.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو سر پلټونکې ادارې چې د امریکا له ملاتړه برخه‌من له تېر جمهوري نظام سره‌یې د امریکا د میلیاردونو ډالرو د لګولو پر بهیر په ځلونو انتقاد کړی او ویلي چې د دغو پیسو ډېره برخه ضایع شوې، په خپله ټویټرپاڼه کې دغه‌راز د مرستو د اغېزمنتیا لپاره سپارښتنه کړې او وایي د افغانستان د ملاتړ اغېزمنه لار دا ده چې په لنډ مهال کې متحده ایالات باید د هغو مرستو لپاره چې د نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي مؤسسو له لارې یې کوي، له ستراتېژیک پلوه او په دقت شرطونه کېږدي او له هغو کار واخلي.

امریکایي چارواکو ویلي چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو حکومت ته نه‌ورکول کېږي، بلکې د مرستندویه ادارو له لارې مستقیماً هغو کسانو ته ورکول کېږي چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ویلي چې د افغانستان نږدې ټول وګړي کافي خواړه نه‌لري او شااوخوا ۲۳ ملیونه‌یې هم هغه ښودل شوي چې د خوړو خوندیتوب نه‌لري.

XS
SM
MD
LG