د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

وارسا کې له اوکراین سره د نږدې ۱۰ میلیارده ډالره مرستې ژمنه وشوه


وارسا کې د یو شمېر هېوادونو بیرغونه
وارسا کې د یو شمېر هېوادونو بیرغونه

په وارسا کې د بسپنې ټولولو په غونډه کې مرستندیو هېوادونو او سازمانونو له اوکراین سره د نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي مرستې او پور ورکولو ژمنه وکړه.

د دغو مالي مرستو هدف پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته، نورو هېوادونو ته د اوکراین د کډوالو شویو او داخلي بې‌ځایه شویو لاسنیوی ګڼل شوی دی.

د نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي مرستې او پورونو دغه ژمنه پرون په هغه غونډه کې وشوه چې د بېلابېلو حکومتونو، کمپنیو استازو او نورو اشخاصو په‌کې برخه اخیستې وه.

د دې غونډې کوربه پولنډ و چې تر اوسه‌یې د اوکراین څه باندې ۲ نیم ملیونه کډوالو ته پناه ورکړې ده.

د غونډې یوه مشره د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین وه چې د جمعې په ورځ کیف ته په سفر تللې وه او په غونډه کې په حضوري ډول حاضره وه.

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو
د کاناډا صدراعظم جستن ترودو

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو چې په انلاین بڼه له دې غونډې سره وصل و، وویل: "دا چې بشري بحران ژور او اړتیا زیاتېږي، په‌کار ده زموږ ګډ ځوابي اقدام هم چټک شي. په همدې هدف نن دلته راغونډ شوي یو. راځئ په ګډه د نړۍ په هره برخه کې د اوکرایني کډوالو د ملاتړ لپاره حکومتونه، خصوصي کمپنۍ او خلک سره منسجم کړو، په واقعیت کې د ټولو اوکراینیانو ملاتړ وکړو."

په دې غونډه کې د اوکراین د داخلي بې‌ځایه شویو د ملاتړ لپاره د ۲ میلیارده دالرو او له اوکراین څخه ګاونډیو هېوادونو ته د کډه شویو وګړو د ملاتړ لپاره د ۷ نیم میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وشوه.

پرون شنبه تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ وویل د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته څه باندې ۴ ملیونه ۴۴۱ زره ۶۶۳ کسان له خپل هېواد څخه کډه شوي دي.

دا تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د کډوالو تر ټولو لویه جوپه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG