د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ اوکراین ته د وسلو د استولو پرېکړه کېږي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اوکراین په اړه غونډه وکړي.

د ناټو عمومي منشي پرون د دې غونډې تر پیلېدو مخکې په بروکسل کې وویل چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د دونباس پر سیمه یوه نوي برید ته چمتووالی نیسي.

د ده په وینا له کیفه بهر روسي ځواکونه تنظمېږي او هلته مهمات سره راغونډوي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې دا حمله به روسیه احتمالاً په څو اوونیو کې وکړي او تر هغه وخته ناټو وخت لري چې د اوکراین له پوځیانو سره مرسته وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي روسي پوځیان تورن کړي چې لږ تر لږه ۳۰۰ ملکیان‌یې په بوچا ښار کې وژلي دي او د ده په وینا په نورو سیمو کې به هم نور ورته جنګي جنایتونه دې سرتېرو ترسره کړي وي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

دا موضوع پرون د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یو ډول تأیید کړه او ویې‌ویل: "زه فکر کوم چې موږ هغه څه نه‌دي لیدلي چې پېښ شوي دي، ځکه چې لاهم د دې سیمو ډېره برخه د روسیې په لاس کې ده، خو که چېرته دوی خپل پوځیان وباسي او اوکرایني سرتېري دا سیمې ونیسي زه وېرېږم چې دوی به ډېر ډله‌ییز قبرونه وګوري، ډېر ظلمونه به‌یې تر سترګو شي او په دې ځایونو کې به د جنګي جرمونو ډېرې نورې بېلګې وي."

د سټولټنبرګ په وینا د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به نن او سبا پر دې خبرې وکړي چې اوکراین ته د ټانک ضد نورې وسلې واستوي، همداراز مهمات او روغتیایي وسایل ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د دې دوه ورځنۍ غونډې په یوې برخه کې به د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا هم برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG