د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

د اوکراین ولسمشر: نړۍ به بوچا ښار د روسیې د نسل‌وژنې د ځای په توګه وپېژني


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له بوچا ښار د لیدنې پر مهال
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له بوچا ښار د لیدنې پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وروسته له هغه په بوچا کې روسیه په جنګي جرمونو تورنه کړه چې د روسي پوځیانو له وتلو وروسته د ښار په کوڅو کې په لسګونو جسدونه وموندل شول.

بوچا چې تازه د روسي پوځیانو له ولکې ازاده شوې، د راپورونو په اساس په لارو او کوڅو کې یې لسګونه مړي پراته دي.

زلنسکي پرون د بوچا ښار په یوه څنډه کې خبریالانو ته غږېده.

ده وویل: "دا جنګي جنایتونه دي او نړۍ به‌یې د نسل‌وژنې په توګه وپېژني. تاسو نن دلته یاست او ګورئ چې څه پېښ شوي. موږ پوهېږو چې په زرګونو خلک وژل شوي او شکنجه شوي، پښې یې پرې شوي، په ښځو جنسي تېری شوی، ماشومان وژل شوي. زما په اند دا له دې څخه ډېر دی ... دا نسل‌وژنه ده."

د پنځو کسانو مړي
د پنځو کسانو مړي

وروسته له هغه چې زلنسکي خبرې وکړې، اوکرایني چارواکو ژورنالېستان هغه ځای ته بوتلل چې د دوی په وینا د ماشومانو لپاره د اوړي استوګنځای و او دوی ته‌یې د پنځو کسانو جسدونه وښودل چې لاسونه‌یې شاته تړل شوي وو.

چارواکو ویلي، دغه پنځه کسان چې ټولو یې ملکي کالي اغوستي وو، مخکې له دې چې اوکرایني ځواکونه دغه ښار بېرته ونیسي، د اشغالګرو روسي پوځیانو له‌خوا وژل شوي وو.

خپلواکو سرچینو د اوکرایني چارواکو دا ادعاوې لا نه‌دي تأیید کړي.

د بوچا مرستیال ښاروال د یکشنبې په ورځ (اپرېل ۳مه) وویل چې د ښار ۵۰ اوسېدونکي د روسیې د سرتېرو له‌خوا په خپل‌سره توګه وژل شوي دي.

روسیې له کله چې د فبروري په ۲۴مه په اوکراین یرغل وروړی د ملکیانو هدف ګرځول‌یې رد کړي.

XS
SM
MD
LG