د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

یوناما: نړیوالې ټولنې د افغانستان د اقتصاد رغولو لپاره کافي کار نه‌دی کړی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره دیبرا لاینز وایي، نړیوالې ټولنې د افغانستان د اقتصاد د رغولو لپاره کافي کار نه دی کړی، خو د امریکا متحد ایالاتونه وایي، د طالبانو حکومت یې مسول دی چې د دې هېواد د اقتصادي ثبات لپاره شرایط برابر کړي.

دیبرا لاینز تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، افغانستان پر داسې لارې روان دی چې د سوداګرۍ چارې به لا ودریږي، نور خلک به هم وزګاره او بې وزلي شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره دیبرا لاینز

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر جېفري دیلاورینتیس وویل: "دا طالبان دي چې باید اقتصادي ثبات رامنځته کړي. متحده ایالات غواړي چې د افغانستان مرکزي بانک عادي فعالیتونه پرمخ یوسي، خو دا کار په موږ پورې اړه نه لري."

ښاغلي دیلاورینتیس دغه راز د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه اجرائیوي فرمان ته هم اشاره وکړه چې د فبرورۍ په ۱۱مه یې صادر کړی او پر اساس یې په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان د کنګل شوې شتمني ۷ میلیارډ ډالره خوشې شوي.

د دغو پیسو نیمایي یعنې درې نیم میلیارډه ډالره په افغانستان کې بشري مرستو ته ځانګړي شوي او نیمایي نور یې پر امریکا د ۲۰۰۱م زیږدیز کال د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي بریدونو قربانیانو ته بېلې شوي دي، خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر دا هم وویل، دغه پیسې به سمدستي خوشې نه شي او تر اوسه په دې اړه چې له دغو پیسو په څه ډول کار واخیستل شي، هم پرېکړه نه ده شوې او دې برخه کې نورو سلامشورو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG