ښځې
امریکا له افغان ښځو سره په یووالي او ملاتړ ټینګار کړی
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اختر په مناسبت پیغام کې د افغانستان له خلکو په تېره بیا نجونو او ښځو سره په یووالي او ملاتړ ټینګار کړی.
اغلې امیري په خپل ټوېټر کې لیکلي، چې افغان ښځې او نجونې په نړۍ کې له تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخامخې دي.
هغې ټینګار کړی، چې اسلامي نړۍ، مشران، فعالان او عالمان باید د افغانانو په تېره بیا نجونو او ښځو تر څنګ ودریږي.
که څه هم د جولای په شپږمه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په پیغام کې ویل شوي، چې طالبان په شرعي چوکاټ کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره کار کوي، خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي لپاره د طالبانو د ارادې کومه نښه نه شته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اسټراليا سفيرې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له استازې سره د افغان نجونو په اړه خبرې کړي
د جنسیتي برابرۍ لپاره د استرالیا سفیرې سټیفني کوپس کمپبل، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو له چارواکو سره په کتنه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو او ماشومانو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د استرالیا سفارت پرون (دوشنبې) په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د ملګروملتونو د استازو او اغلې کوپس خبرې د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو او بشري ستونزو پر حل متمرکزې و.
په یوه جلا غونډه کې چې د افغانستان لپاره د استرالیا سفارت له لوري جوړه شوې وه، کمپبل له افغان محصلانو سره د جنسیتي برابرۍ، تعلیم او د ځوانانو لپاره د فرصتونو د زیاتولو په اړه خبرې وکړې او د افغانانو د راتلونکي نسل د ځواکمنولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
تر دې مخکې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ، په طبي انستیتیتونو کې د نجونو پر زدهکړه د طالبانو د بندیز وروستۍ پرېکړه وغندله او ویې ویل چې، دا د افغان ښځو لپاره پاتې تعلیمي او کاري فرصتونه لهمنځه وړي.
ډيکر: د نجونو پر وړاندې د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه د نه منلو وړ ده
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي، د طالبانو د مشر لهخوا د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه د هرې ژبې، کلتور او مذهب د ښځو پر وړاندې د نه منلو وړ ده.
ډیکر تېره شپه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: "کندهار مخکې له ښوونکي کېدلو او انجنیر کېدلو د نجونو په منع کولو سره د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی او اوس د نجونو د ډاکټر کېدلو یا قابله کېدلو په منع کولو سره د افغانستان راتلونکی په بشپړه توګه لهمنځه وړي."
دغې امریکايۍ ډیپلوماتې زیاته کړې: "اوس به نوي ماشومان نه زېږي، میندې به مري او ټول افغانان به کړاو ګالي."
هغې زیاته کړې چې د غیرضروري کړاو د مخنیوي لپاره باید دا پرېکړه بېرته واخیستل شي.
د طالبانو د عمومي مشر د نوي فرمان لهمخې د تېرې سهشنبې له ورځې په افغانستان کې د طبي زدهکړو مؤسسې او انستیتوتونه د ښځو او نجونو پر مخ وتړل شول.
دا امر د دوشنبې په ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لهخوا په کابل کې د طبي انستیتوتونو مسوولانو ته اعلان شو.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي.
د دوحې فورم د سږکال غوره کارکوونکو جايزه افغان خبريالې صدف پوپلزۍ ته ورکړل شوه
د دوحې فورم د رسنیو د غوره کارکوونکو جایزه سږکال د ارمان او ارکوزیا راډيوګانو مسوولې صدف پوپلزۍ ته ورکړل شوه.
دا جایزه پرون شنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوحې فورم په ۲۲مه ناسته کې د موبي ګروپ په استازیتوب پوپلزۍ ترلاسه کړې ده.
اغلې پوپلزۍ دا جایزه په افغانستان کې د هغوو ښځو په نوم کړې چې، په بېلابېلو برخو کې د بندیزونو له شتون سره کارونو ته دوام ورکوي.
د دوحې فورم د غوره رسنیو کارکوونکو جایزه هر کال شپږو هغوو خبریالانونو ته ورکول کېږي، چې په سختو شرایطو کې د خبریالۍ کار ته دوام ورکوي او فعالیتونه یې د خلکو پر ژوند او د بشري حقونو د تامین په برخه کې مثبتې اغېزې ولري.
د بریتانیا حکومت د افغان نجونو د طبي زدهکړو پر بندیز ژوره اندېښنه وښوده
د بریتانیا حکومت د هغو راپورونو په اړه چې طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې له طبي زدهکړو څخه منع کړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
حکومت په یوه اعلامیه کې چې پرون جمعه ناوخته یې خپره کړې، ویلي چې د نرسنګ، قابله ګۍ او د غاښونو د درملنې کورسونه د طالبانو په ظالم رژیم کې د ښځو لپاره د زدهکړې یوازېني امکانات پاتې وو چې له منځه وړل یې له اساسي بشري حقونو څخه سخته بله سرغړونه ده.
د اعلامیې له مخې، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د نجونو د زدهکړې په برخه کې له دا ډول محدودیتونو سره مخامخ دی او د طالبانو دا وروستۍ پرېکړه یې یوه بله غمیزه ده.
د بریتانیا حکومت په سختو ټکو له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې ښځو ته اجازه ورکړي چې طبي زدهکړو ته لاسرسی ولري او زیاتوي، دا ډول سخت چلند به په مېرمنو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو برابرول سخت زیانمن کړي.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې دغه بندیز به جدي اوږدمهاله اغېزې ولري او د ډېرو افغانانو روغتیا او ژوند به په داسې یوه هېواد کې له ګواښ سره مخامخ کړي چې له مخکې پهکې د میندو او ماشومانو د مړینه کچه لوړه ده.
د اعلامیې له مخې، دغه بندیز به د راتلونکو نسلونو لپاره هم جدي پایلې ولري.
د بریتانیا د حکومت په اعلامیه کې دغه راز ټینګار شوی چې "نړیواله ټولنه باید د طالبانو د پرلهپسې بندیزونو پر وړاندې زموږ په کلک مخالفت کې متحده پاتې شي."
اعلامیه زیاتوي، بریتانیا به پر ژمنتیا د دغو بندیزونو د پای ته رسولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې دې مسئلې ته لومړیتوب ورکړي.
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي توګه نهده تایید کړې چې نجونې او ښځې یې له طبي زدهکړو څخه راګرځولي، خو د راپورونو له مخې، د عامې روغتیا وزارت یوه جګپوړي چارواکي یې د دوشنبې په ورځ په هېواد کې طبي انسټېټیوټونو ته دغه بندیز اعلان کړی دی.
د افغان نجونو د بې وخته ودونو د مخنیوي غوښتنه وشوه
د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې یا یوایساېآیډي USAID مشر په دې هېواد کې د نجونو د بې وخته ودونو د مخنیوي غوښتنه کړې.
جوئېل سنډفور په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت پر ایکس پاڼه خپور شو، ویلي چې افغان نجونو او ځوانې ښځې د داسې یوې راتلونکې مستحقې دي چې له وختي او جبري ودونو پاکه وي.
د "یوایساېآیډي" له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې په افغانستان کې د هغو نجونو چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي، په سلو کې ۲۸،۷ سلنه یې له اتلس کلونو او ۹،۶ سلنه له ۱۵ کلونو څخه په کم عمر کې واده شوي او له شپږم د لوړو ټولګیو د نجونو زده کوونکو پر تعلیم له بندیز وروسته د کم عمره نجونو په ودونو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
سنډفور دې ارقامو ته په اشارې سره وايي: "دا ارقام د اندېښنې وړ دي او د نجونو او ځوانو ښځو د حقونو د خوندیتوب اړتیا نوره هم په ډاګه کوي. موږ باید د هغو عواملو د له منځه وړلو هڅه وکړو چې د بې وخته او جبري ودونو سبب کېږي."
له ۱۸ کلونو په کم عمر او په جبري ډول د افغان نجونو ودونه په افغانستان کې یوه لویه ټولنیزه ننګونه ده، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ناوړه دود په قربانیانو کې نور زیاتوالی هم راغلی دی.
د طالبانو حکومت سره د ناروې د ډیپلوماتیکو اړیکو محدودېدل؛ طالبانو پرې خپګان ښودلی
د طالبانو حکومت د ناروې پر هغه پرېکړه خپګان ښودلی چې له افغانستان سره یې خپل ډیپلوماتیې اړیکې محدودې کړي دي.
په یوه بیان کې چې پرون ماښام د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه خپور کړ غوښتنه شوې چې ډيپلوماتیکو اړیکو ته باید د هېوادونو له کورنیو مسایلو سره ارتباط ورنه کړل شي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان د روغتیايي زده کړو په مرکزونو کې د نجونو پر تعلیم د بندیز د راپورنو له خپرېدو وروسته ناروې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه راټیټوي، په داسې حال کې چې ناروې له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه و چې اړیکې یې له طالبانو سره خورا ډېر نژدې وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د روغتیايي زده کړو په مرکزونو کې د نجونو پر تعلیم بندیز ته اشاره نه ده شوې، خو ویل شوي چې ډيپلوماتیک تماسونه هغه مهال ډېر اغېزمن وي چې د نظریاتو له اختلاف سره سره بیا هم دوه اړخیز تفاهم او درناوی پراخ کړي.
د نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز پر ناروې سربېره د ملګرو ملتونو او د یو شمېر نورو هېوادونو غبرګونونه هم پارولي دي.
نن د افغانستان د سړو سيمو ښوونځيو کې د کلنيو ازموينو وروستۍ ورځ ده
نن د افغانستان په سړو سیمو کې د څلورم نه تر دولسم ټولګیو د زدهکوونکو د کلنۍ ازموینې وروستۍ ورځ ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي چې، د ازموینو پر مهال "قوانین او مقررات" مراعات کړي.
افغانستان کې د شپږم ټولګي نجونې په مایوسۍ سره دې ازموینه کې ګډون کوي، ځکه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زدهکړو منع کړي دي.
طالبانو له تېرو درې کالونو راهیسې پهدې برخه کې د نړیوالې ټولنې او کورنیو نیوکو او فشارونو سربېره هم تر اوسه خپله پرېکړه نهده بدله کړې.
انالینا بایربوک: د طبي زدهکړو مؤسسو په بندېدو سره د افغانستان راتلونکی لهمنځه ځي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وایي، د طالبانو له لوري د طبي مؤسسو له بندېدو سره د افغانستان راتلونکې لهمنځه ځي.
انالینا بایربوک په خپله ایکسپاڼه کې پرون ولیکل چې، هسې هم په افغانستان کې د ښځو لپاره ژوند داسې و لکه په زندان کې چې شپې ورځې تېروي.
طالبانو د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبتالله اخندزاده د یوه شفاهي امر لهمخې په ټول افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پرمخ د طبي زدهکړو مؤسسې وتړلې.
د نجونو په مخه د طبي زدهکړو د مؤسسو تړل کېدو، پر کور دننه او بهر په پراخه کچه غبرګونونه وپارول، خو تر اوسه طالب چارواکو پهدې اړه په رسمي ډول څه نهدي ويلي.
يوناما: په طبي زدهکړو مؤسسو کې د نجونو پر زدهکړو بنديز به روغتيايي سيستم اغېزمن کړي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما دوه ورځې وروسته، د طالبانو هغه بندیز ته غبرګون ښيي چې په افغانستان کې يې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو دروازې تړلي دي.
یوناما پرون چهارشنبې ناوخته (د ډسمبر۴ مه) په یو بیان کې د طالبانو دې نوي بندیز ته اندېښنه ښودلې او ویلي دي، که چېرته دا بندیز په رسمي توګه تایید شي، د افغانستان پر روغتیايي سیسټم به ناوړه اغېزې وکړي.
د یوناما په خبره، د دې نوي بندیز په پلي کېدو سره به، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی لا محدود شي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې پر دغې پرېکړې له سره غور وکړي.
طالبانو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبتالله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ چې لا يې په رسمي توګه تایید کړی نهدی، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټیتوتونو دروازې وتړلې.
دا طبي انسټيټوتونه هغه وروستۍ روزنيزې ادارې وې چې، په روغتیايي برخه کې د ښځینه کارکونکو اړتیا ته په پام پهکې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیز نه وو عملي کړی.
د طالبانو دې بندیز ته د بشري حقونو د ساتنې د نړیوالو سازمانونو په ګډون د افغانستان دننه د کرکټ یوشمېر ستورو او سیاسي څېرو غبرګون ښودلی دی.
راشدخان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زدهکړو د طبي مؤسسو پر بندیز خواشیني ښودلې
د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان په خپلو ټولنیزو پاڼو یو بیان خپور کړی دی چې، پهکې یې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو پر مخ د طبي څانګو د تړل کېدو له امله خواشيني ښودلې ده.
راشدخان ویلي دي، په ټولنیزو رسنیو کې یې د ښځو او نجونو له خفګان ډک انځورونه لیدلي دي، چې دردمند کړی یې دی.
هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې ده چې، پخپلې دې پرېکړې دې بیا کتنه وکړي او د اسلامي اصولو په رڼا کې دې ښځو او نجونو ته د تعلیم کولو اجازه ورکړي.
ښاغلي خان ويلي دي: "لکه څنگه چې د یو هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کېږي، همداراز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي."
د ویلو ده چې تېره ورځ د ډسمبر په ۳مه نېټه ازادي راډیو ته ځینو سرچینو ویلي وو چې، د طالبانو د حکومت مشرتابه امر کړی دی چې په ټول افغانستان کې دې د نجونو پر مخ په طبي انستیتوتونو کې هم زدهکړه بندې شي.