د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

انالينا بربوک: د نړيوالو متحدانو ناسمه پرېکړه افغانستان کې د کړکېچ د رامنځته کېدو لامل شوه


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي د نړیوالو متحدانو ناسمه پرېکړه د دې سبب شوه، چې په افغانستان کې وضعیت کړکېچن شي.

انالینا بربوک (Annalena Baerbock) له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په افغانستان کې د نړۍ په سطحه د نجونو او ښځو سختې سرغړونې کېږي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو یو کال په پوره کېدو دی، دا لومړی وار دی، چې د یوه هېواد یوه چارواکې د نړیوالو متحدانو ناسمه پرېکړه په افغانستان کې د روان وضعیت یو عامل بولي.

انالینا بربوک له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، جرمني په افغانستان کې د وضعیت تر ترینګلتیا وروسته د افغانانو په لاسنیوي کې مهم نقش لوبولی دی.

نوموړې وويل: "زموږ ملاتړو ناسمه پرېکړه وکړه چې دغه هېواد یې په یوه شېبه کې له بحران سره مخامخ کړ او په ملیونونو افغانان یې یوازې پرېښودل. اوس هلته بشري بحران روان دی، ځکه موږ خپلې بشري مرستې کوو. جرمني د افغانستانو د خلکو له تر ټولو لویو تمویلوونکو هېوادونو دی. موږ [د طالبانو] له رژیم سره اړیکې نه لرو، خو باید د افغانانو ملاتړ وکړو."

افغانستان کې اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی دی.
افغانستان کې اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو کال په پوره کېدو دی، خو په دې موده کې په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې اندازه زیاته شوې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې نیمايي وګړي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او دا بحران د وخت په تېرېدو سره پراخېږي.

بله مسئله د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو له حقونو د دوی دوامداره سرغړونه بلل شوې، چې د نړیوالو عکس العملونه یې پارولي دي.

پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه د رابلل شوي کنفرانس په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغان ښځو حقونو ته دې پام وشي او ټولو نجونو ته د زده کړو حق ورکړل شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک وايي، دوی هم دغه وضعیت ته اندېښنه لري: "دا مهال په افغانستان کې د ځمکې پر مخ د ښځو له حقونو تر ټولو لویه سرغړونه روانه ده. موږ پر افغان ښځو او نجونو ځانګړی تمرکز لرو، ځکه، له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې د دغو ښځو او نجونو ژوند په ټپه ولاړ دی. کله چې کار نه شئ کولئ او د کار اجازه نه لرئ، کله چې ازادانه ډول تګ راتګ نه شئ کولئ او باید د خپل بدن ټولې برخې په حجاب وپوښئ، په افغانستان کې له ښځو او نجونو هر ډول بشري حقونه اخیستل شوي دي."

ښځو د کار او زده کړو د حق غوښتنې لپاره څو ځل اعتراضونه هم وکړل.
ښځو د کار او زده کړو د حق غوښتنې لپاره څو ځل اعتراضونه هم وکړل.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې، چې نجونو ته به ډېر ژر تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه ورکړل شي، خو لا هم نجونې له شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولی.

په ګڼو ادارو کې ښځې هم له کاره منع شوي او ورته ویل شوي چې پر کور دې کښېني.

طالبانو ویلي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي او د شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG