د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

پر طالبانو د یوه ټرافیک د غوږ پرې کولو ادعا وشوه


ارشیف
ارشیف

پر ټولنیز رسنیو دوو بېلابېلو خپرو شویو ویډیوګانو کې ادعاګانې کېږي د طالبانو د ځینو سیمه ییزو کسانو د یو ټرافیک غوږ پرې کړی دی، او درې هزاره هلکانو او یوې نجلۍ ته سپکاوی کېږي.

پر خواله رسنیو دې خپرې شوې ۴۱ ثانیه یي ویډیو، چې په کې لیدل کېږي، چې له یو ځوان چې د ټرافیکو یونیفورم لري یو غوږ پرې شوی، ادعا شوې، چې څلور طالب جنګالیو ځکه په عام محضر کې ورنه غوږ پرې کړی چې د دوی موټر یې درولی و.

په ویډیو کې د خلکو ګڼه ګونه، څو طالب جنګالي او د دې ټرافیک ځوان د سپین یخن قاق پر ټټر روانې سرې وینې له ورایه ښکاري، ان دا چې په ویډیو کې یو کس وایي چې “له مجاهدینو سره یې ځان واهه!”

د خواله رسنیو دې ویډیو خپروونکو لیکلي، چې دا پېښه د سنبلې په ۱۸ نېټه د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د ایبک ښار له ځینو اوسېدونکو د دې پېښې په اړه کره معلومات واخلي، خو ونه توانېد.

همدارنګه پر خواله رسنیو یوه بله ۳۰ ثانیه خپره شوې ویډیو هم ډېره لاس په لاس کېږي چې دې ویډیو هم د خواله رسنیو کاروونکو نیوکې راپارولې او تبصرې یې پرې کړي دي.

که څه هم د دې ویډیو ځای او وخت مشخص نه دی خو ظاهراً یو دښته او د طالبانو د جنګیالیو رنجر موټر کې څلور هزاره ځوانان چې درې یې هلکان او یو نجلۍ ده ناست دي، ویډیو اخیستونکی کس ادعا کوي، چې دا ځوانان یې ځکه نیولې چې «مېلې» یې کړي، خو د دې ځوانانو تور مشخص نه دی چې په کوم جرم یې نیولي دی.

د خواله رسنیو کاروونکو چې دا ویډیو یې کتلي، د طالبانو دا چلند صحرایي محکمې ګڼلې او لیکلي یې دي، چې د طالبانو له لوري ورته ځکه بې احترامي او سپکاوی شوی یو ځای سره ناست وو.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د دغو خپرو شویو ویډیو ګانو او ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وپوښتي، خو ویاند یې عبدالنافع ټکور له ساعتونو انتظار وروسته هم پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د بشري حقونو ځینې مدافعین بیا وایي، د دې ویډوګانو خپرېدل په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ښیي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ بورد غړي ماهر مومند ازادي راډیو ته وویل د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د پنځمې او درېیمې مادې له مخې ټول انسانان د فردي خودیتوب حق لري او هېڅ څوک حق نه لري د بل انسان عزت ته سپکاوی وکړي.

مومند وویل: "دا اعمال ظالمانه او د انسانیت خلاف ګڼل کېږي، ځکه دا ناسم عمل د دې لپاره په دې کې د بشر حقونه نقض شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر په ۸ نېټه په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په خپل یو تازه بشپړ خپور کړي راپور کې اندېښنه ښودلې.

راپور کې ویل شوي و چې “بې عدالتي، وژنې، خپلسري توقیفونه، شکنجې او ناوړه چلند، د مناسبې پروسې او د عادلانه محاکمې له حقونو څخه انکار، جبري بې ځایه کېدل او ډله ییزو سزاګانو له خلکو نه ازادي اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG