د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

کابل او مزار شريف کې وروستۍ چاودنې؛ په اړه يې پراخ غبرګونونه ښودل شوي


ارشيف - کابل کې د يوې چاودنې انځور
ارشيف - کابل کې د يوې چاودنې انځور

په کابل او مزار شریف کې تېره ورځ ناوخته په څلورو بېلابېلو حملو کې شپاړلس تنه وژل شوي او له دېرشو ډېر ټپیان شوي دي.

يادو چاودنو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ دا حملي غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواشیني ښکاره کړې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر دا حملې بزدلانه ګڼلي، ځکه په خبره یې د بې ګناه ولسي وګړو ژوند يې واخیست.

د افغان مېرمنو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري بیا له طالبانو غوښتي چې د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي او او د خلکو امنیت خوندي کړي.

اغلې امیري پر خپل تویټر لیکلي دي، چې په کابل او مزار شریف کې دغه خونړۍ حملې بې ګناه افغانانو ته چې په کافي اندازه ځورول شوي له ویجاړۍ پرته بل څه نه رامنځته کوي.

په کور دننه بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي دا حملې غندلي او د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي یووالي پر ټینګښت او د ملي خبرو پر پیل ټینګار کړی دی.

نوموړي په یوه اعلامیه کې دا د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار بللې ده.

د دې ترڅنګ د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مخکیني رییس عبدالله عبدالله پر خپل رسمي فېسبوک پاڼه د تېرې ورځې د چاودنو د قربانیانو د کورنیو له غړو سره د خواخوږۍ د ښودلو تر څنګ پر جوماتونو حملې کول د اسلامي اصولو او بشر ضد جرم ګڼلی دی.

تېره ورځ ناوخته په پلازمېنه کابل او مزار شریف ښار کې د څلورو بېلابېلې چاودنې وشوې چې مرګ ژوبله يې واړوله .

وروستيو چاودنو يو ځل بيا د خلکو اندېښنې راپورته کړي دي او له طالبانو د امنيت غوښتنه کوي.
وروستيو چاودنو يو ځل بيا د خلکو اندېښنې راپورته کړي دي او له طالبانو د امنيت غوښتنه کوي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د مزار ښار په بېلابېلو سیمو کې په ښاري موټرو کې درې پرلپسې بمي چاودنې وشوې چې له امله يې نهه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي، خو د مزار شریف د حوزوي روغتون یو مسول غوڅ الدین انوري بیا په دې پېښو کې د ۱۰ تنو وژل کېدل او ۱۹ نور ټپي کېدل تاييد کړي دي.

په دې پېښو کې تر ډېره شعیه افغانان وژل شوي دي.

د مزار ښار یوه اوسېدونکې چې نه غواړي په دې راپور کې يې نوم خپور شي د تېرې ورځې په پېښه کې يې د کورنۍ یو غړی سخت ټپي شوی له طالبانو غواړي چې د خلکو امنیت وساتي.

نوموړې وايي: "موږ په دې تېرو څو لسیزو کې هیڅ د امنیت احساس نه دی کړی، بالاخره څومره قرباني ورکړو؟ د تېرې ورځې په پېښه کې مې د خور یو زوی سخت ټپي شوی دی، زه همدا اوس نه‌شم کولای خبرې وکړم، له طالبانو غواړو چې د امنیت ساتل خپل مسولیت وبولي او د خلکو امنیت وساتي، خلک به تر کومه په دغه ډول یو وضعیت کې ژوند کوي."

د دې ښار یو شمېر نورو اوسېدونکو د تېرې ورځې حملې ویرونکي بللي او له طالبان يې د خلکو د امنیت په راتلو کې پاتې بللي دي.

له دې چاودونو وروسته په پلازمېنه کابل کې د ماښام پر لمونځ کوونکو چاودنه وشوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن ازادي راډیو ته وویل، چې د کابل ښار د څلورمې حوزې په زکریا جومات کې د دغه چاودنې له امله ۶ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل: "تېر ماښام د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې د زکریا په جومات د ماښام په لمونځ کوونکو چاودنه وشوه چې له امله يې زموږ شپږ بې ګناه هيوادوال شهیدان او اتلس نور ټپیان شول."

په مزار شریف کې د چاودنو مسولیت داعش خراسان څانګې منلی خو د کابل د چاودنې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

په مزار او کابل کې خونړۍ چاودنې او په کور دننه او بهر یې په اړه غبرګونونه.
په مزار او کابل کې خونړۍ چاودنې او په کور دننه او بهر یې په اړه غبرګونونه.

د داعش خراسان څانګې وسله وال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په وړاندې لوی خنډ بلل کېږي، چې په وروستیو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

د تېرې روژې په میاشت کې دغه وسله والې ډلې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې وکړې چې لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې داعش وسله واله ډله يې ځپلې خو د امریکا په ګډون ملګرو ملتونو دغه وسله واله ډله د نړۍ او امریکا لپاره ګواښ بللی او ویلي دي چې ښايي په د یو کال په موده کې دا ډله د دې جوګه شي چې په امریکايي اهدافو حملې وکړي.

په ورته وخت کې د تېر حکومت د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخیل وايي تر هغه وخته چې په افغانستان کې یو ملي مشروع نظام چې نړیوالو ته هم د منلو وړ وي رامنځته نه‌شي ښايي ورته پېښې لا پسې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG