د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

يو شمېر پخواني پوځيان: د طالبانو له ويرې په پټه ژوند کوو


پخوانی امنيتي سرتېری
پخوانی امنيتي سرتېری

یو شمېر پخواني پوځیان او کورنۍ یې ادعا کوي، چې د طالبانو له وېرې له میاشتو راهیسې په پټه ژوند کوي.

دوی وایي، له کلونو راهیسې یې د تېر جمهوري حکومت په بېلابېلو امنیتي او کشفي برخو کې کار کړی او ادعا کوي، چې د طالبانو له لوري په بېلابېلو نومونو او تورونو د ګواښلو له امله د میاشتې په سر او پای کې د استوګنې ځایونه بدلوي.

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت یو افسر چې په پوځي برخه کې یې له هېواده بهر لوړې زده کړې کړي او په خبره یې شاوخوا اتلس کاله یې په دې برخه کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ په پلازمېنه کابل کې هم دنده ترسره کړې.

دا کس چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي چې راپور کې یې نوم واخیستل شي او په جزیاتو سره یې پېژندګلوي وشي، ادعا کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له شاوخوا یوولس میاشتو راهیسې د ګواښونو له امله په پټه ژوند کوي.

پخواني پوځيان ادعا کوي چې د وزارتونو له لارې طالبانو ته د دوی په اړه ټول مالومات ور رسېدلي او حتی د دوی شخصي ټليفون شمېرو ته زنګونه ور وهي.
پخواني پوځيان ادعا کوي چې د وزارتونو له لارې طالبانو ته د دوی په اړه ټول مالومات ور رسېدلي او حتی د دوی شخصي ټليفون شمېرو ته زنګونه ور وهي.

نوموړی وايي: "فعلا له سختو امنیتي ستونزو سره مخ یم، له همدې امله مې د استوګنې ځای چا ته نه‌شم ښودلی کله یو ځای او کله بل ځای اوسېږم، کله چې مې مخکې د خوندي پاتې کېدو لپاره د دندې بېرته غوښتنه وکړو نو ما نه یې وپوښتل چې ته خو به بایومتریک شوی نه یې؟ ما ورته وویل چې زه خو د کورنیو چارو وزارت رسمي افسر وم نو ولې نه بایومتریک شوی یم، ماته یې ویل چې تا لپاره نظام کې ځای نه‌شته."

دا کس وایي، د څو کوچنیو ماشومانو پلار دی او د دې له وېرې چې ونه پېژندل شي او ونه وژل شي د استوګنې لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې، لرې پرتو ولسوالیو ته ځي.

د تېر جمهوري نظام یو بل پوځي افسر چې خپل نوم او هويت خپرول نه غواړي ازادي راډیو ته وویل، چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې د تېر نظام تر سقوط پورې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دنده ترسره کړې، خو اوس طالبانو ته د منسوبو کسانو له لوري په بېلابېلو تورونو او نومونو ځورول کېږي.

نوموړي وويل: "ما په ډېرو ولایتونو کې دندې ترسره کړي، دوی اوس زموږ «د ماشومانو» ښوونځي او زموږ شمېرې يې پیدا کړي، ځکه زموږ معلومات او ای ډي کارتونه په کورنیو چارو وزارت او بېلابېلو ریاستونو کې وه، ډېر زنګونه یې ووهل بیا مو شمېرې بدلې کړې نو موږ دغه ډول ستونزو سره مخ یو."

د پخواني نظام ډېر افسران او لوړ پوړي پوځي چارواکي له هېواده وتلي دي.
د پخواني نظام ډېر افسران او لوړ پوړي پوځي چارواکي له هېواده وتلي دي.

د طالبانو حکومت دا ادعاوي ردي او وایي دوی د خپل اعلان کړې عمومي عفوې ته ژمن دي.

په ورته وخت کې د ځینو پخوانیو وژل شویو پوځیانو کورنۍ هم وایي د کورنۍ غړي یې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې سره د غړیتوب په تور ځورول شوي او لا درکه شوي دي.

د افغانستان په ختیځ کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو ته منسوبو کسانو یې ۹ میاشتې مخکې د کورنۍ سرپرست او ځوان غړی چې د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت ریاست کارکوونکی و، وژلی دی.

د دې کورنۍ یو غړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل، چې د کورنۍ وژل شوی غړی یې د ۳۵ کلونو په عمر د اتو ماشومانو پلار او د دوی د کورنۍ سرپرست و.

دا کس وایي سره له دې چې د خپل ورور د وژنې پوښتنه یې، له طالبانو څخه وکړه خو تر اوسه ورسره د عاملینو په موندلو کې هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.

نوموړی وايي: "موږ ته د دولت له لوري وویل شول، یعنې هغوی کاملا نا خبري وښوده، ویل یې چې موږ ترې نه یو خبر، ځانونه یې غلي ونیول، ویل یې چې دا یوه تصادفي پېښه ده په دې کې موږ هېڅ هم نه شو ویلی، هر څه مو چې پلټنې وکړې خو دوی ویل چې دا د نا اشنا خلکو کار دی، اوس هم ګواښونه شته، ځکه د تېر نظام ټول کارکوونکي او پوځیان څوک یې د فاسد نظام په نوم پېژني څوک یې کافر بولي."

"د تېر نظام ټول کارکوونکي او پوځیان څوک یې د فاسد نظام په نوم پېژني څوک یې کافر بولي."

د دغو کسانو د ادعاوو په اړه مو د طالبانو د حکومت چارواکي وپوښتل، د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مچاهد ازادي راډیو ته وویل: "هېڅ نطامي افسر یا بل چا ته د موږ له لوري کوم ګواښ متوجې نه‌دی، او نه باید دوی په پټه وګرځي، دوی خپل کور او هېواد کې په ازاده توګه ژوند کولای شي، هیڅ چاته اجازه نه‌شته، چې څوک وګواښي."

ښاغلی مجاهد وایي، په کابل کې له ګواښ سره مخ کسان کولای شي له ۱۰۰ شمېرې سره اړیکه ونیسي خو په ولایتونو کې دې د دوی د شکایتو اورېدلو ادارو سره خپلې ستونزې شریکې کړي.

نوموړی وایي، دوی د خپل اعلان کړې عمومي عفوې پلي کېدو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بښنې نړیوال سازمونونو هم په خپلو بېلابېلو راپورونو کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پخواني نظام د چارواکو او پوځیانو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو د وژل کېدو او لا درکه کولو په برخه کې طالبان تورن کړي وه، خو طالبانو هغه راپورونه هم رد کړي وه.

XS
SM
MD
LG