د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

جنرال میلي: امریکا باید افغانستان کې څو زره پوځيان ساتلي وای


یو شمېر امریکايي سرتیري
یو شمېر امریکايي سرتیري

له افغانستانه د امریکایانو تر وتلو وروسته د پوځي چارواکو لومړۍ استماعیه غونډې ته د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر وویل چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه یوه ستراتیژیکه ناکامي وه او متحد ایالاتونو باید څو زره پوځيان په دغه هېواد کې ساتلي وای چې د طالبانو مخه یې نیولې وای.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر زیاتوي چې طالبان لا هم له القاعده سره اړیکې لري.

جنرال مارک میلي دا خبره پرون په واشنګټن کې د امریکا د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته وکړه: "موږ باید دا په یاد ولرو چې طالبان یوه ترهګره ډله وه او پاتې شوې ده دوی لاهم له القاعده سره روابط نه دي قطع کړي. زه په ناسمو نظریاتو پسې نه ګرځم چې موږ له چا سره معامله کوو. وبه کتل شي چې طالبان واک ټینګولی شي یا په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پیلېږي. خو موږ باید د امریکا متحدایالاتونه او امریکایان له هغو ترورستي بریدنو خوندي کړو چې له افغانستان راځي."

جنرال میلي زیاته کړه چې دا یو حقیقت دی چې القاعده او داعش دا غواړي چې پر متحد ایالاتونو برید وکړي که څه هم اوس دا ورته اسانه نه ده خو ناممکنه نه ده.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي

جنرال میلي بیا وویل، دا ډلې له دولسو تر ۳۶ میاشتو پورې په داسې سیمو کې چې قانون حاکم نه وي ځانونه بریدونو ته چمتو کولی شي.

طالبانو له امریکایانو سره د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې ده چې د القاعده په ګډون به له ترهګرو ډلو سره خپل اړیکي پرې کوي.

طالبان وایي چې دوی له القاعده سره رابطه نه لري. دې ډلې چې د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو دا خبره یې تکرار کړه چې له القاعده سره نه پالي.

جنرال میلي د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په اړه وویل چې دښمن په کابل کې قدرت لري: "دا ښکاره ده، یو مخ واضح ده چې په افغانستان کې جګړه هغسې ختمه نه شوه چې موږ غوښته او طالبان اوس په کابل کې واکمنان دي."

جنرال میلي دا هم وویل چې په کابل کې د حکومت د ماتېدو د مخنیوي لپاره لږ تر لږه دوه نیم زره امریکایي سرتیرو ته اړتیا وه چې په افغانستان کې پاتې شي د ده په باور لویه تېروتنه دا وه چې افغان پوځ داسې چمتو شوی و چې تر حد زیات یې پر امریکایي پوځيانو او ټکنالوژي اتکا کوله.

طالبان وایي چې دوی له القاعده سره رابطه نه لري
طالبان وایي چې دوی له القاعده سره رابطه نه لري

سربیره پر دې چې د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال فرانک مککېنزي د سنا په دې غونډه کې د جنرال میلي دا خبره تایید کړه چې یو شمېر پوځیان باید په افغانستان کې وای.

سناتور ټام کاټن جنرال میلي ته وویل چې کله ستا خبره ولسمشر بایدن رد کړه او ستا دا وړاندیز یې ونه مانه ولې دې استعفی نه کوله؛ جنرال میلي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت هم لوی درستیز و په ځواب کې وویل چې دا د ده مسوولیت دی چې ولسمشر ته هغه خبره وکړي چې ده ته تر ټولو ښه ښکاري، خو دا ضروري نه ده چې ولسمشر به دده له خبرو سره هوکړه کوي.

XS
SM
MD
LG