د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د شکريې الکوزۍ زوی: تر اوسه مې د مور وژونکي نه دي موندل شوي


ډاکتره شکریه الکوزۍ
ډاکتره شکریه الکوزۍ

د کابل د خيرخانې مېنې د ١٠٢ بستريز روغتون د ډاکترې شکريې الکوزۍ چې شل ورځې مخکې وژل شوې، زوى یې علي اظهر وايي چې تر اوسه يې د مور د وژنې عاملين نه دي موندل شوي.

۴۰ کلنې شکريې الکوزۍ چې د کابل د خيرخانې مېنې د ١٠٢ بستريز روغتون په نسايي او ولادي څانګه کې کار کاوه، د روانې سنبلې مياشتې په دويمه نېټه له خپل کتنځای څخه تر تري تم کېدو وروسته، جسد يې د سنبلې په څلورمه عدلي طب ته ولېږدول شو.

د الکوزۍ زوی ۱۷ کلن علي اظهر د مور د ورکېدو کیسه کوي.

دی چې د ښوونځي زده کوونکى دى، ازادي راډيو ته یې وويل، چې مور يې د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په دویمه له درېیو ښځو سره چې یوې ځان ناروغ معرفي کړی و، د مرستې په هدف، دوی سره ملالۍ زېږنتون ته ولاړه.

د علي اظهر په خبره، دوی د مور له وتلو څو دقیقې وروسته ورته ټلیفون وکړ او د هماغې ورځ په سبا یې هم د مور له ټلیفون څخه اړیکه ونیول شوه او ورته وویل شول، چې د ټلیفون چارج یې کم دی، اندېښنه مه کوئ.

هغه زياته کړه، چې عدلي طب د همدې اونۍ د جمعې په ورځ د ده د مور مړى د پنجصد فامیلي سیمې څخه ترلاسه کړی و او د سې شنبې په ورځ يې دوی ته وسپاره.

علي اظهر وايي، چې تر اوسه يې د مور د وژنې عاملين نه دي پېژندل شوي او نه هم نيول شوي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ نه پوهېږو چې د دې جنایت عاملین څوک وو. زه نه پوهېږم چې دا جنایت چا کړی دی. اوسمهال په دې هېواد کې زموږ امنیت تر سرې کرښې لاندې دی."

علي اظهر وايي، چې مور يې په خپل ټیکري ځړول شوې وه خو د طالبانو امنيتي چارواکو ويلي، چې د ډاکتر شکریې جسد یې د کابل ښار په قصبه سيمه کې يې په يوه بوجۍ کې موندلې و.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، چې اغلې الکوزۍ د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې او د دې پېښې په اړه د دوی څېړنې دوام لري.

په ورته حال کې یوه فعاله مېرمن نرګس احمدزۍ وايي، د دا ډول پېښو رامنځته کېدل د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر حضور منفي اغېز کوي.

احمدزۍ زیاتوي: "دا ډول پېښې د نورو ښځو د پرمختګ مخه نيسي. هغه مېرمنې چې دلته په کار بوختې دي، دې پېښې وېرولي دي. که د دې ډول پېښو مخه ونه نيول شي، ناوړه پايلې به ولري. ښايي مېرمنې له زياتو ستونزو سره مخ کړي. ښایي د نورو نجونو کورنۍ چې په رسنیو، دفترونو او یا سیاسي برخو کې کار کوي نورې یې کار کولو ته پرېنږدي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د وژنو په ګډون د هدفي وژنو دوام د نړیوالو سازمانونو او نړیوالو ټولنو اندېښنې هم راپارولې دي.

د روان کال د سرطان میاشتې په ۲۹مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور خپور کړی و.

یوناما په دې راپور کې لیکلي وو، چې د تېر کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې د طالبانو د حکومت غړو لږترلږه ۱۶۰ پخواني حکومتي چارواکي وژلي چې په دې سره یې د دوی په خبره د خپلې اعلان کړې عمومي عفوې څخه سرغړونې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG