د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

افغانستان کې پر دیني عالمانو د بریدونو دوام؛ طالبان: د پېښو عاملان نیسو


ارشیف، عکس پخوانی دی
ارشیف، عکس پخوانی دی

په افغانستان کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر دیني عالمانو بریدونه زیات شوي دي.

نن شنبه سهار (د لېندۍ ۲۷مه) د کابل د ۱۷مې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو د مولوي بسم‌الله شاکر په نوم دیني عالم او استاد په نښه کړی.

ښاغلی شاکر د کابل په دارالعلوم کې د عربي ډپارټمنټ امر هم و.

سیمه کې سرچینې وايي، هغه نن سهار هغه مهال چې سهار لمانځه ته پر لار و، په ډزو ویشتل شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پېښه تاییدوي او وايي، امنیتي ځواکونه یې قضیه پلټي او هڅه کوي چې د پېښې عاملان ونیسي.

د جمعې په سهار هم په کابل کې کې دیني عالم او د عبدالرحمان جومات خطیب عبدالسلام عابد په موټر چاودنه وشوه چې په کې هغه او څلور ملګري یې ټپیان شول.

دې بریدونو دیني عالمان او خلک اندېښمن کړي، خو طالب چارواکي ډاډ ورکوي چې مخه یې نیسي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عاقل جان عزام ازادي راډیو ته وویل، دې ډول بریدونو خواشیني کړي او ژر به یې عاملان ونیول شي: "د هېواد د سوکالۍ او دښمنانو له لوري په دیني عالمانو او پوهانو بریدونو اسلامي امارت خواشینی کړی. یاد بریدونه په کلکو ټکو غندوو. د علماوو د خوندیتوب لپاره اسلامي امارت کوټلي ګامونه پورته کړي. پوره هڅه به وکړو چې د دې ډول پېښو د بیا پېښېدو مخنیوی وکړو او هم د دې دواړو پېښو عاملان د قانون منګلو ته وسپارو."

د امنیتي چارو کارپوهان وايي، هیله دا وه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته به، هدفي وژنې او جنايي جرمونه پای ته ورسېږي، خو لا هم دا پېښې دوام لري.

دوی وايي، د ناپېژانده وسله‌والو دا ډول بریدونه او هدفي وژنې به د طالبانو د ټولیز امنیت دعوه تر پوښتنې لاندې راولي.

شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل، د خلکو هیله دا ده چې طالبان یې هر اړخیز امنیت وساتي: "په اصل کې خو افغانستان دا شل کاله د ترهګریزو حملو قربانی دی، مګر د طالبانو له راتګ وروسته، د خلکو هیله دا وه چې جګړه باید صفر ته ورسېږي او دا ترهګریزې پېښې پای ته ورسېږي، خو له بده مرغه دا ډول پېښې کېږي چې ترهګریزو ډلو ته منسوبېږي."

شنونکي عبدالباري عارض وویل، د خلکو هیله دا ده چې طالبان یې هر اړخیز امنیت وساتي.
شنونکي عبدالباري عارض وویل، د خلکو هیله دا ده چې طالبان یې هر اړخیز امنیت وساتي.

د دیني عالمانو په ګډون، د پخوانیو نظامي افسرانو، سرتېرو او ترخوا یې د قومي مخورو ترور، هغه څه دي چې د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو اندېښنه یې هم را پورته کړې ده.

دا پېښې ورځ تر بله مخ په ډېرېدو دي، تېره پنجشنبه د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د یوه دیني عالم په کور برید وشو چې په کې درې تنه ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

له دې وړاندې د تېرې شنبې په شپه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم درې قومي مخور په ډزو ویشتل شوي وو او بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي وو.

د مخکني جمهوري نظام پرمهال د دا ډول پېښو مسوول طالبان بلل کېدل، خو اوس چې طالبان واکمن دي، د هدفي وژنو لړۍ که څه هم د تل په څېر روانه ده، خو مسوولیت یې څوک نه مني او طالبان یې بیا د خپل‌منځي شخړو پایله بولي.

XS
SM
MD
LG