د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د طالبانو د حاکمیت یوه میاشت؛ د کابل ځیني اوسېدونکي: لاهم رواني امنیت نه‌لرو


کابل ښار کې د یوه وسله‌وال طالب ګرځېدل
کابل ښار کې د یوه وسله‌وال طالب ګرځېدل

د طالبانو د واکمنۍ له یوې میاشت تېرېدو وروسته د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې لا هم رواني امنیت نه‌لري.

‎د دوی په خبره، فزیکي خوندیتوب تر یو بریده لري، خو د سیاسي ناڅرګندو حالاتو، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله رواني خوندیتوب نه‌محسوسوي.

‎طالبانو یوه میاشت وړاندې کابل ته پر ننوتلو په افغانستان ټول‌واک شول.

په تېره یوه میاشت کې له پنجشېر پرته د هېواد په نورو ولایتونو کې د جګړو خبرونه نه‌و، خو کابل کې بیا دوه چاودنې وشوې او د ځینو کسانو د هدفي وژلو راپورونه هم خپاره شول، هغه هدفي وژنې چې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو یې طالبان تورن دي، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او په اړه‌یې د څېړنو ویلي دي.

‎اوس یو شمېر کابل اوسېدونکي وایي چې د ځینو خاصو مواردو پرته په تېره یوه میاشت کې له فزیکي پلوه امنیت ټینګ دی او د کومې امنیتي پېښې شاهدان هم نه‌دي، خو د دوی په خبره رواني خوندیتوب نه‌محسوسوي.

‎د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالله احمدزی ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وايي، د دې ترڅنګ چې فزیکي امنیت لري، خو خلک رواني امنیت نه‌احساسوي او بې‌سارې بې‌وزلۍ او په لوړه کچه بې‌کارۍ له خلکو رواني خوندیتوب اخیستی دی.

د کابل ښار یوه پارک کې یو شمېر طالبان
د کابل ښار یوه پارک کې یو شمېر طالبان

ښاغلی احمدزی وايي: "یوه بله موضوع چې د افغانستان خلک ورسره لاس او ګرېوان دي هغه بې‌کاري ده، د طالبانو له لوري د افغانستان په نیولو سره له بده مرغه ‌‌‌‌‌‌ډېری دولتي کارکوونکي او هغه کارګران چې ورځنۍ تنخواګانې اخلي وزګار شول، د هغو اقتصادي وضعیت ‌‌‌‌‌‌ډېر بد دی او ځینې یې چې د کور کرایې ورکوي په وس‌یې نه‌دي او ځیني نور بیا له درېیو وختونو یوازې د یو وخت ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ لري."

‎دی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان دې ګډو‌‌‌‌‌‌ډو حالاتو ته پام وکړي او له دغه هېواد سره خپلې بشري مرستې بیا پیل او پراخې کړي.

‎شبنم د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې ده. دا وایي چې په تېره یوه میاشت کې تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېر زیان ښځو ته رسېدلی دی.

‎د شبنم په خبره، ښځې رواني او فزیکي خوندیتوب نه‌لري او له ټولنیزو فعالیتونو په شا شوې دي.

شبنم زیاتوي: "واقعاً ښځې په دې وروستیو کې د اقتصادي، ټولنیز او فردي اړخه اندېښمنې دي. هغه څه چې د ښځو په اړه د طالبانو په لیدلوري کې لیدل کېږي نهیلې کوونکي دي او ښځې یې د هغوی د خوندیتوب او راتلونکي په اړه نهیلې کړې دي."

‎شبنم له طالبانو غواړي چې د ښځو فزیکي او رواني خوندیتوب ته پام وکړي او ورته د ټولنیزو فعالیتونو اجازه ورکړي.

د ټولنپوهنې چارو ځیني فعالین او پوهان د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو وایي چې رواني ناامني تر ټولو زیاته ټولنې ته زیان رسوي.

‎ټولنپوه استاد امام محمد ساعي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا مهال د ټولنې اکثره خلک په یو ‌‌‌‌‌‌ډول د ځانونو د امنیت په اړه اندېښمن دي.

‎د ښاغلي ساعي په خبره، دولتي کارکوونکي د خپلو دندو د لاسه ورکولو، سوداګر د خپلو شتمنیو د خوندیتوب، ځوانان د خپل راتلونکي او ښځې بیا د خپلو حقونو په اړه اندېښمنې دي.

دی وایي چې رواني او فزیکي امنیت له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري.

ښاغلی ساعي وايي: "هر کله چې موږ دننه نارامه او اندېښمن واوسو، نو هغه زموږ پر فزیک او ظاهري حالاتو هم اغېز کوي، په دې وروستیو کې او بیا په تېره دې یوه میاشت کې د افغانستان خلک په یو ‌‌‌‌‌‌ډول نه په یو ‌‌‌‌‌‌ډول اندېښمن دي."

کابل کې ځیني اعتراضونه
کابل کې ځیني اعتراضونه

‎‎ښاغلی ساعي وایي چې د خلکو د ځان او مال خوندیتوب د هغوی رواني امنیت سره تړلې خبره ده او باید دې مسئلې ته جدي پام وشي.

‎طالبان وایي چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او د خلکو د رواني خوندیتوب لپاره د ستونزو د حل لپاره لکه د بانکونو د خلاصون، د ښوونې او روزنې او د مرستو رسولو لپاره اقدمات ترسره شوي دي، لا دا هڅې روانې دي.

‎د طالبانو د فرهنګي چارو کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "په ټوله کې ویلی شو چې د کابینې له اعلان نه کم وخت تېر شوی، په راتلونکي کې به داسې ‌‌‌‌‌‌ډېر فعالیتونه وشي او خلک هم اړتیا لري چې نړیوال ورسره مرستې وکړي."

‎د خلکو د خوندیتوب د ټینګښت لپاره د طالبانو له ژمنو سره سره ځیني کسان لا هم د خپل ځان د راتلونکي لپاره اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG