د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

ملګري ملتونه: دا ډاډ باید وي چې د افغان مېرمنو د هیلو دروازې نه تړل کېږي


افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په بلنه د رابلل شوي کنفرانس له پای وروسته، د دې سازمان سرمنشي یو ځل بیا د افغان ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی.

انتونیو ګوتریش په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغان ښځې او نجونې غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې د دوی لاسته راوړنې له‌منځه نه ځي.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړې:"دا ډاډ باید وي چې د ښځو پر وړاندې د هیلو دروازې نه تړل کېږي، ځکه د ښوونې او روزنې په ګډون یې اړینو خدمتونو ته لاس‌رسی د هېواد او هر افغان لپاره مهم دی. "

د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان په اړه د بشري مرستو د راټولولو په اړه د جنیوا په جوړه شوې بېړنۍ غونډه کې هم مرسته کوونکو هېوادونو خپلې مرستې د طالبانو په عمل پورې مشروطې وبللې‌.

د ډېرو هېوادونو غوښتنه دا وه چې طالبان باید د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

افغانستان سره په بشري برخه کې د لویو مرسته کوونکو له ډلې امریکا، فرانسې، جرمني او جاپان ټینګار وکړ چې افغان نجونې ته باید د زده‌کړو او کار کولو اجازه ولري او تر خوا یې طالبان باید د ټول‌شموله حکومت او په نورو برخو کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

په افغانستان کې ډېر شمېر ښځې هم د خپلو حقونو خوندیتوب غواړي. دوی په وروستیو کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د خپل غږ پورته کولو لپاره لاریونونه هم کړي چې د طالبانو له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي.

خو لا هم یو شمېر افغان فعالانې د طالبانو په شوېو ژمنو شک ښيي او له دوی غواړي چې د ښځو حقونه او لاس‌ته راوړنې خوندي کړي.

د ښځو د حقونو فعالې رزما شېرزاد ازادي راډیو ته وویل: "دوی باید ښځو ته حق ورکړي، کابینه کې ونډه ورکړي، خو فکر نه کوم چې دا کار وکړي، ځکه د دوی فکر او ذهن ډېر تیاره دی. ما چې دوی سره خبرې کړي، دوی یوه خبره کوي، ښځې باید په کور کېني، ښځه ملکه ده. د شریعت له مخې باید په قانون کې نه وي، ځکه بیا قانون ناکامېږي."

طالبان بیا د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ځان ژمن ښيي.

ځینې نور افغانان بیا د طالبانو له‌خوا سخت‌دریځي له افغانستان سره په مرستو اغېزمنونکې بولي.

له دوی یو کمال الدین څپاند ازادي راډیو ته وویل، طالبان باید په خپلو ژمنو ودرېږي، څو د مرستو له روڼ وېش سربېره، دا بهیر و نه درېږي: "مدیریت نه‌شته، سیسټم ټول ولاړ دی. د ښځو حقونه، زده‌کړه، کار، رسنۍ او ازادي یو هم نه‌شته، یوازې په خوله دي. نو د طالبانو په زړه یوه ده، په خوله بله او په عمل کې بله."

خو طالبان د هر ډول مرستو د مدیریت ډاډ ورکوي.

د دې ډلې ویاند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "که افغانانو ته دا مرستې په ښه او شفاف ډول ورسېږي او یو څه پرې واخیستل شي او یا په مسقیم ډول همکاري وشي له مشروع لارو، دا به د افغانستان د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي او افغانان د دې ګامونو هرکلی کوي. "

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په بلنه د رابلل شوي کنفرانس د مخه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټین ګرېفېتس ویلي و، ګومان کوي چې د طالبانو مشران پوهېږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو پر حقونو ټینګار کوي او دغه راز غواړي چې د خیریه بنسټونو د فعالیت په اړه ډاډ تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG