د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

نوی نظام؛ غزني میشتي: د توکو بیې لا لوړ شوي، سوداګر په خپل سر نرخونه ټاکي


د غزني ښار
د غزني ښار

د غزني اوسېدونکي وايي، که له یوې خوا کاروبارونه په ټپه درېدلي او ډېری خلک بې روزګاره شوي، نو بلې خوا ته هغومره څه نه شي ګټلی چې د کورونۍ ګزاره یې پرې اوسي.

دوی وايي، د توکو بیې ډېرې لوړې شوي او په ټکو یې سوداګر او هټیوال په خپل سر د توکو بیې ټاکي.

د محمدخیر په نوم یو ځوان وايي: "په غزني ښار کې کوچنی موټر چلوم، پخوا تېل په ۴۰ افغانۍ وو، موږ ته یې یو څه ګټه کوله، خو اوس یو لېټر تېل په ۶۵ افغانیو شوي، د ۵ یا ۶ سوه افغانيو تېل ور واچوو، تر مازېګره هغه په مټکې پوره کړو، دومره ګراني ده چې اندازه یې نه شته، پخوا به مو د ۳ یا ۴ سوه افغانیو تېل واچول ۸ سوه یا زر افغانۍ کار به مو کار وکړ، اوس ۶۰۰ افغانۍ بېرته نه شو پرې برابرولی."

۵۰کلن عبدالستار د غزني ښار د اوړو په منډي کې مزدوري کوي وايي، اووه تنه کورنۍ ورپسې ده، بل څوک د ګټې وټې نه لري.

عبدالستار زیاتوي، پر وطن طالبان حاکم شول، د اشرف غني حکومت یې نسکور کړ، خو ګراني او بې کاري ورسره خپره شوه: "ګراني بیخي بې اندازې لوړه شوې، کاروبار نه شته، خلک په سختو جنجالونو او ستونزو کې راګېر دي."

د درېیو لوڼو او پنځو زامنو پلار ۴۰کلن نوراغان د غزني ښار د غنمو په منډيي کې جوالیتوب کوي وايي، تردې وړاندې ښه و، دومره څه یې ګټلی شوای چې کورنۍ یې ساتلې وای، خو اوس د ګرانۍ له امله نه شي کولای چې د کور تر اودې ووځي، زیاتې ګرانۍ له خلکو لاره ورکه کړې ده.

نوموړی زیاتوي: "ګراني خپل اوج ته رسیدلې، کار نه شته، موږ له موجوده نظامه د بیو د کنټرول او د اړتیا وړ شیانو بېرته ارزانه کېدو غوښتنه کوو، د خلکو غم دې وخوري."

خو د غزني ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو عمومي مدیر عنایت الله عرفان وايي، هڅه کوي چې د بیو د لوړېدو مخه ډب کړي.

د غزني ښار یوه څنډه
د غزني ښار یوه څنډه

عرفان زیاتوي، د ډالرو لوړېدل او له هېواد سره د ګاونډیو هېوادونو لارې بندېدل هغه ستونزه ده چې د توکو بېې لوړې شوي: "هر څوک چې له ټاکلې نرخنامې څخه سرغړونه کوي قانوني چلند به ورسره کېږي، په تېر نظام کې موږ د سرغړونې په غبرګون کې د جرمې سیسټم درلود، خو اوس هغه نه لرو، اوس هغه کسان چې له نرخنامې سرغړونه کوي دوکان یې تړل کیږي."

ښاغلی عرفان زیاتوي، تازه وړاندیز دا شوی چې د جریمې سیسټم بېرته فعاله کړي.

که د غزني ښاروالي د بیو د کنټرول ډاډ ورکوي، خو ځیني نور کسان بیا دلته ډېری سوداګر او دکانداران په خپل سر د توکو د بیې په ټاکلو تورنوي.

بورجان کوچی چې د غنمو په منډيي کې کار کوي وايي: "دا بېخي غلطه خبره ده چې دوکانداران او سوداګر په خپله خوښه په مال باندې زیاتې پیسې اچوي، څو هغه په ګرانه بیه وپلوري."

غزنی هغه ولایت دی چې ډیری اوسېدونکي یې سختو جګړو ځپلي، بېوزله، غریبان او د دوو لاسو په خواریو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له راتګ سره پر ټول افغانستان د بېروزګارۍ او سختۍ ګرانۍ څپې راروانې دي.

XS
SM
MD
LG