د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د افغان مسلکي کادرونو تېښته؛ طالبان وايي یوازې يې سیاسي بستونه خپلو کسانو ته ورکړي


ارشيف، بوسنيا هرزګوېنا کې يو شمېر افغان ځوانان
ارشيف، بوسنيا هرزګوېنا کې يو شمېر افغان ځوانان

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ډېری ځوانان او مسلکي کادرونه چې زده‌کړې يې کړې وې او له بېلابېلو ادارو سره‌یې په مسلکي برخو کې کار کاوه، له افغانستانه وتلي یا هم په دې هڅه کې دي چې له هېواده ووځي او دا لړۍ روانه ده.

دا ځوانان وايي، په هېواد کې ژوند او راتلونکی یې خوندي نه ورته ښکارېده، ځکه‌یې له خپل وطن سره خدای پاماني وکړه.

دوی زياتوي، د طالبانو حکومت داسې یوه باوري فضا نه‌ده رامنځته کړې چې دوی ډاډه شي چې په افغانستان کې ژوند او کار کولای شي، بلکې ګوري چې هره ورځ مسلکي کادرونه ليرې کېږي او پر ځای یې هغه کسان مقررېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي یا د هغوی تبلیغاتي پلویان وو، خو د طالبانو ویاند بیا دا موضوع ردوي او وايي، اوس هم ډېر ځوان کادرونه د دوی په حکومت کې کار کوي.

يو له دغو ځوانانو د مالیې وزارت د شکایتونو ریاست پخوانی مشر نصرت‌الله وفا چې اوس په امریکا کې دی د ازادي راډیو د ځوان فکر خپرونې ته‌یې ویلي، طالبانو هغه باور رامنځته نه‌کړ چې مسلکي کادرونه په هېواد کې پاتې شوي وای، د نوموړي په خبره طالبان په ظاهره له مسلکي کادرونو غواړي چې په هېواد کې پاتې شي، خو په عمل کې ښيي چې یوازې خپلې ډلې ته ژمن دي او هره ورځ مسلکي کادرونه له دندو لیرې کوي او په نتیجه کې هغوی له داسې یوه برخلیک سره مخ کوي چې وظیفوي او امنیتي خوندیتوب نه‌لري.

وفا وایي: "په تېر کې داسې څه نه‌و کړي چې ځوانان پرې باور وکړي، کله چې ځوانان اوسنۍ بې‌وزلي او بې‌چاره ګي ویني، دوی نور خپل راتلونکی په افغانستان کې خوندي نه‌ګڼي. د دې ترڅنګ سره له دې چې دوی د عفوې اعلان کړی دی، اوس هم هدفي وژنې کوي او دوی په دې بریالي نه‌شول چې عمومي عفوه په سم ډول تطبیق کړي. طالبانو ځوانانو ته غېږه خلاصه نه‌کړه چې راشئ، په ګډه به کار کوو، په همدې خاطر ځوانان اړ شول چې هېواد پرېږدي."

په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان له هېواده ووتل چې ډېری یې مسلکي ځوانان ول
په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان له هېواده ووتل چې ډېری یې مسلکي ځوانان ول

طالبان که څه هم وايي، یوازې سیاسي بستونه‌یې د خپلې ډلې کسانو ته ورکړي دي او مسلکي کادرونه لا هم په خپلو دندو بوخت دي، خو د لوړو زده‌کړو وزارت پخوانی ویاند او د کابل پوهنتون استاد حامد عبیدي وايي، طالبانو حتی په لوړو زده‌کړو وزارت کې چې ډېر بستونه‌یې کادري دي او باید د پوهنتونونو استادان هلته مقرر شي، دوی یې پر ځای د خپلو لیکو هغه کسان مقرر کړي دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د دوی په لیکو کې جنګېدلي یا یې تبلیغاتي ملاتړ ترې کړی و.

عبیدي وایي: "دوی وویل چې له رئیسانو او متخصصینو سره کار نه‌لري، خو وروسته ولیدل شول چې هغه متخصصین او کادرونه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې هلته کار کړی وو، له دندو يې لیرې کړل او ملا یا قاري یې هلته ګومارلی دی چې هغه یوازې په دیني مسایلو پوهېږي، خو د لوړو زده‌کړو له ماهیته خبر نه‌دي، دا یوه لویه ستونزه په ټول نظام کې ده او ځوانان چې کډوالۍ ته مخه کوي، علت‌یې همدا دی."

خو د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد بیا دا موضوع ردوي او وايي چې لا هم مسلکي کادرونه په حکومت کې په دندو بوخت دي او په ډېرو کمو برخو کې بدلونونه راغلي دي.

مجاهد وایي: "دا خبره سمه نه‌ده چې په نظام کې د کادرونو لپاره ځای نه‌شته، په ټولو وزارتونو کې که شااوخوا ۸ سلنه نوي کسان مقرر شوي وي او پاتې ۹۲ سلنه هماغه پخواني ځوانان او کادرونه دي، دوی خدمت او کار کوي."

ذبیح‌الله مجاهد وایي، یوازې سیاسي بستونه مو خپلو کسانو ته ورکړي مسلکي او کادري برخو کې ټولو ته ځای شته
ذبیح‌الله مجاهد وایي، یوازې سیاسي بستونه مو خپلو کسانو ته ورکړي مسلکي او کادري برخو کې ټولو ته ځای شته

ښاغلي مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یوازې سیاسي بستونه‌یې د خپلې لیکې کسانو ته ورکړي دي او نورو مسلکي کادرونو ته‌یې په حکومت کې ځای شته.

خو د قلم لارې ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا وايي، د طالبانو حکومت ته په‌کار ده چې داسې یوه فضا رامنځته کړي چې مسلکي کادرونه پر دوی باور وکړي.

نوموړی زیاتوي چې یوازې په خبرو دا کار امکان نه‌لري، بلکې په عمل کې باید ثابته شي چې حکومت مسلکي کادرونو ته ارزښت ورکوي.

ویسا زیاتوي: "دا د دولت کار دی چې ځوانانو ته باور ورکړي، د هغوی د کلونو زحمتونو ته درناوی وکړي او په پوهنتونونو او مسلکي ځایونو کې یې وګوماري، په کابینه کې ځای ورکړي، ترڅو هغوی باوري شي او له افغانستان څخه ونه‌وځي."

مطیع‌الله ویسا وايي، د طالبانو حکومت ته په‌کار ده چې داسې یوه فضا رامنځته کړي چې مسلکي کادرونه پر دوی باور وکړي.
مطیع‌الله ویسا وايي، د طالبانو حکومت ته په‌کار ده چې داسې یوه فضا رامنځته کړي چې مسلکي کادرونه پر دوی باور وکړي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېرو ځوانانو په افغانستان کې دننه او له دغه هېواده بهر په بېلابېلو مسلکي برخو کې زده‌کړې وکړې چې تر یوه حده‌یې په هېواد کې د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي تشه ډکه کړې وه، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ډېری دا ځوانان له هېواد ولاړل او یا هم لارې ګودرې ګوري چې څنګه ووځي.

XS
SM
MD
LG