د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د افغانستان د مخکېني حکومت ځينې ښځینه پولیسې: له خطر سره مخ يو او نړيوالو هېر کړو


د افغانستان د مخکېني حکومت ځينې ښځینه پولیسې
د افغانستان د مخکېني حکومت ځينې ښځینه پولیسې

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د مخکېني جمهوري نظام پوځیان ځان خوندي نه‌بولي او دوی ته د متوجې ګواښ او خطرونو په اړه‌یې وخت په وخت خپل غږ پورته کړی دی.

تازه يو شمېر ښځينه پوليسې وايي، ژوند یې له خطر سره مخ دی او نړیوال‌يې بايد د خونديتوب لپاره ژر اقدام وکړي.

دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ليندۍ ۰۸» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل ژوند د نه‌خونديتوب په اړه اندېښنې شريکې کړې او وايي چې د طالبانو له راتګ وروسته نه‌شي کولای په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ګيتا قادري په تېر نظام کې ۱۱ کاله افسره او پوليسه پاتې شوې.

دا وايي، اوس‌يې ژوند له سختو کړاوونو او ګواښونو سره مخ دی: "د طالبانو په راتک سره له موږ څخه د کار، تحصيل او ژوند کولو حق اخيستل شوی، ما په سياسي علومو کې لوړې زده‌کړې کړي، خو اوس په کور ناسته يم او ژوند مې هم له ګواښ سره مخ دی، هېڅ‌څوک زموږ غم نه‌خوري، افغانستان يو وخت ډېرې مېرمنې په دفاعي او امنيتي برخو کې درلودې، که د ګوتو په شمېر وتې وي نورې ټولې په افغانستان کې بندې پاتې دي او د وېرې ژوند پر مخ بيايي."

اغلې قادري وايي، د دې په څېر په زرګونه نورې ښځینه پولیسې هم له ورته برخليک سره مخ دي.

د تېر نظام پولیسې
د تېر نظام پولیسې

د مخکېني جمهوري نظام بله ښځينه پولیسه د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وايي، نړيوالو دوی هېر کړي او ژوند یې ورته ارزښت نه‌لري.

د دې په خبره، په تېر حکومت کې پر موږ زيات لګښت وشو، خو اوس بې‌برخلیکه یو.

دا وایي: "د طالبانو له حاکميت وروسته اوس په سختو شرايطو کې له ګواښ ډک ژوند کوو، موږ اوس له ياده ويستل شوي يوو، هغه هېوادونه چې موږ يې دغې لارې ته وهڅولو اوس ترې غواړو چې موږ يوازې پرېنږدي."

د یادونې ده چې د مخکېني جمهوري نظام د پوځیانو دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته او د دوی د حکومت له‌خوا د عمومي عفوې له اعلان سره سره د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې یو شمېر پخواني پوځیان د وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.

طالبانو په ځینو مواردو کې ویلي چې دا کار د دوی نه‌دی، خو په ځینو مواردو کې یې د څېړنو خبره کړې چې بیا یې جزئیات نه‌دي شریک شوي.

ارشیف؛ افغانه افسره چې د نامعلولو وسله‌والو له‌خوا برید کې ړنده شوې
ارشیف؛ افغانه افسره چې د نامعلولو وسله‌والو له‌خوا برید کې ړنده شوې

خو د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت بيا په ځانګړي ډول د تېر جمهوري نظام د ښځینه پولیسو اندېښنې بې‌ځايه بولي‌.

د دې وزارت وياند سعيد خوستي ازادي راډیو ته وویل، دغو پولیسو ته هېڅ ډول ګواښ نه‌دی موجود.

خوستی وایي: "هېڅ ګواښ دوی ته متوجې نه‌دی، د هېڅ لوري له‌خوا دوی نه‌ګواښل کېږي. که ګواښل کېږي موږ ته دې ووايي، دا ټولې مبهمې او مجهوله خبرې دي حقيقت نه‌لري."

د ښاغلي خوستي په خبره، نه‌يوازې دا چې دوی ته ګواښ نه‌شته، بلکې یو شمېر یې چې ورته اړتیا وه، بېرته خپلو اړوندو څانګو کې دندو ته هم راغوښتل شوې دي.

خو نوموړی د بېرته په دنده شویو ښځینه پولیسو شمېر نه‌شریکوي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د امنیتي بنسټونو د چارواکو د هغه مهال په خبره، دوی شااوخوا ۳۵۰ زره اردو او پوليس درلودل چې په څلورو کې يوه برخه‌يې مېرمنې وې.

د اګسټ پر ۱۵مه د طالبانو له‌خوا د پلازمېنې کابل تر نیونې وروسته یو شمېر دوی نورو هېوادونو ته ولاړل، خو یو شمېر یې لا هم په افغانستان کې دي او له یو نامعلوم برخليک سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG