د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

طالبان: نوي جوړېدونکي ملي پوځ کې به پخوانیو مسلکي کادرونو ته هم ځای ورکړل شي


د طالبانو بدري ۳۱۳ قطعه
د طالبانو بدري ۳۱۳ قطعه

د طالبانو حکومت وايي، ډېر ژر به نوی ملي پوځ جوړ او په‌کې به پخوانیو مسلکي کادرونو ته هم ځای ورکړل شي.

د طالبانو حکومت داسې مهال په نوې جوړېدونکې ملي اردو کې پخوانیو مسلکي کادرونو ته د ځای ورکولو خبره کوي چې یوه ورځ مخکې یې د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب ویلي، د یوه ملي او خپلواک پوځ پر جوړولو کار روان دی.

د طالب چارواکو له قوله، د نوې جوړېدونکې ملي اردو لپاره به ټول امکانات او اسانتیاوې چمتو شي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د ټولو هغو کسانو وړتیاوو ته به کتل کېږي چې غواړي د ملي پوځ برخه شي.

ښاغلی مجاهد د نوي ملي پوځ جوړېدل یو اړین کار بولي.

دی زیاتوي: "البته د دې پوځ په بدنه کې به طبعاً هغه مسلکي څېرې او مسلکي خلک چې په تېر نظام کې وو او صالح وي، استفاده وشي. بې له شکه چې وړتیاوو ته به کتل کېږي او د نویو ځوانانو جذب به هم وشي. همدا ډول به د اردو لپاره ټول لوازم چې اړین وي تیارېږي، څو یوه داسې ملي اردو جوړه شي چې د هېواد ملي ګټي او بشپړتیا وساتي."

ذبیح‌الله مجاهد وویل، د ټولو هغو کسانو وړتیاوو ته به کتل کېږي چې غواړي د ملي پوځ برخه شي.
ذبیح‌الله مجاهد وویل، د ټولو هغو کسانو وړتیاوو ته به کتل کېږي چې غواړي د ملي پوځ برخه شي.

خو ښاغلی مجاهد د کومو نویو ځوانانو په اړه چې دغه پوځ ته به جذب شي ډېر جزئیات نه‌ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو د حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب وویل، د یوه ملي پوځ په جوړولو کار کوي.

په هغه پیغام چې د ښاغلي محمد یعقوب په نوم رسنیو ته استول شوی ویل شوي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم خوندي کړي.

د دفاع سرپرست وزیر زیاتوي، دا پوځ به پرمختللې وسلې ولري او د افغانستان امنیت او پولې به خوندي کړي.

مولوي محمد یعقوب چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی دی، په خپل پیغام کې یو ځل بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې خاوره به‌یې د چا پر ضد ونه‌کارول شي، خو دا خبرداری هم ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهونکو پر وړاندې به لاس تر زنې پاتې نه‌شي.

له طالبانو مو د جوړېدونکې ملي اردو د سرتېرو د شمېر په اړه وپوښتل، خو ځواب مو ترلاسه نه‌کړ. د دفاع وزارت د سرپرست ملا محمد یعقوب په څرګندونو کې هم د پوځ د کره شمېر په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د طالبانو د واکمنۍ وړاندې افغانستان ۳۰۰ زره سرتېري لرل چې په مجهزو وسلو او تجهیزاتو او هوايي ځواک سمبال و.

د مخکېني حکومت د ملي اردو یو شمېر سرتېري
د مخکېني حکومت د ملي اردو یو شمېر سرتېري

دا خبره د امریکا جمهور رئیس جو بایډن کړې وه او ویلي یي و چې په مقابل کې د طالبانو د ځواکونو شمېر ۷،۵۰۰۰ ته رسېږي.

خو د طالبانو له‌خوا د افغانستان تر نیولو ورسته ډېری دغه ځواکونه نورو هېوادونو ته ولاړل او یو شمېر لا هم په هېواد کې دننه بې‌برخلیکه دي.

خو د راپورونو پر بنسټ اوس هم د دوی ځیني په هېواد کې دننه او په ګاوندي هېواد پاکستان کې د وژنې او تښتونې له ګواښونو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، که طالبان خپله ژمنه عملي کړي او د مخکېني نظام مسلکي پوځيانو ته په نوي چوکاټ کې ځای ورکړي، افغانستان به په سیمه کې یو قوي پوځ ولري.

شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل: "که دا کار وشي، دوه ټکي به د دې لامل شي چې ډېر ځواکمن پوځ جوړ شي. لومړی پخوانی پوځ د نړیوالو معیارونو سره د جبهه‌‌يي جګړو د توانمندۍ پر بنسټ جوړ شوی دی. که اوس ورسره طالبان یوځای شي، دوی د چریکي جګړو ډېره تجربه لري چې په سیمه کې به یو بې‌‌ساری ځواک رامنځته کړي."

افغان کارپوه باري عارض
افغان کارپوه باري عارض

د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم، د افغانستان یو شمېر مهم بنسټونه ونړېدل چې له دوی مهم‌یې ملي پوځ، ملي پولیس او استخبارات وو.

دې کار تر ډېره افغانان نهیلي کړل، خو طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په ځلونو دا ژمنه کړې چې د دې قوتونو د بیا جوړېدو لپاره به کار کوي.

خو پوښتنه دا ده چې طالبان به د خپلو ځواکونو د مالي تمویل لپاره بودجه له کومه کړي؟

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي، موږ په دې حد کې بودجه چې وکولای شي په بېلابېلو برخو کې وضعیت نورمال کړي، لرو.

نوموړی ادعا کوي چې په تېر نظام کې په دولتي ادارو په ځانګړي ډول نظامي برخه کې فقر د فساد له امله موجود و، کوم چې په دوی کې نه‌شته.

په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره امریکا او ناټو مالي مرستې کولې او ټول امکانات‌یې ورته برابر کړي وو. د افغان ځواکونو کلنۍ بودجه ۴،۵ میلیارده ډالر وه چې ډېره برخه‌یې امریکا او ناټو ورکوله.

XS
SM
MD
LG