د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ناټو: پردې کار کوو چې څنګه طالبان د خپلو ژمنو په اړه حساب کتاب ته کینووو


ارشیف، قطر کې د طالبانو سیاسي استازي
ارشیف، قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

د ناټو عمومي منشي د دې ټلوالې د دفاع وزیرانو د دوهمې ورځې له غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې ناټو اوس مهال له خپلو متحدانو او شریکانو سره په دې برخه کې سلامشورې کوي چې څنګه د طالبانو رژیم حساب کتاب ته کېنوي، څو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

ینس سټولټنبرګ په ځانګړي ډول د طالبانو د هغو ژمنو یادونه وکړه چې له امریکا سره د سولې په تړون کې یې کړې وې: "اوس موږ د ناټو له متحدانو او شریکانو سره په دې اړه سلامشورې کوو چې څنګه د طالبانو رژیم د خپلو هغو ژمنو د عملي کولو لپاره حساب کتاب ته کېنوو چې د ترورېزم په برخه کې یې کړې وې- دا چې اجازه به نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل شي او همدا راز هغه ژمنه چې بشري حقونو ته به درناوي کوي او هغو کسانو ته به د خوندي وتلو اجازه ورکوي چې ژوند یې هلته په خطر کې دی."

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، ناټو پر دې کار کوي چې پاتې افغانان څنګه له افغانستانه وباسي او زیاته یې کړه چې د راوتلو افغانانو د ځای پرځای کولو کار روان دی.

سټولټنبرګ د ناټو د هغو متحدانو مننه وکړه چې زرګونه افغان کډوالو او د هغوی کورنیو ته یې پناه او ځای ورکړي.

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ وايي، پر دې کار کوو چې پاتې افغانان څنګه له افغانستانه وباسو.
د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ وايي، پر دې کار کوو چې پاتې افغانان څنګه له افغانستانه وباسو.

همدا راز د متحدو ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن خبریالانو ته په څرګندونو کې د هغو افغانانو د اېستلو په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی خو تراوسه هلته پاتې دي.

اسټن زیاته کړه: "موږ خپل کار ته دوام ورکوو څو دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه خلک چې له موږ سره یې همکاري کړې ده دا فرصت ولري څو په هغه صورت کې چې وغواړي، له افغانستانه ووځي. موږ په لومړي ګام کې په ۱۷ ورځو کې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه راواېستل او په دې کار ځکه وتوانېدو چې له موږ سره په دې ټلواله کې شاملو شریکانو او متحدانو مرسته وکړه."

تر اوسه دقیقه معلومه نه ده چې په کوم شمېر افغانان چې د امریکا او ناټو له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی، لا هم هلته پاتې دي خو د راپورونو له مخې له ځینو هوايي ډګرونو څخه د تخلیې بهیر اوس هم روان دی.

په دې ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ ۵۷ تنه افغانان چې ډېری په کې د افغانستان د فوټبال او باسکټبال د ټیمونو ښځينه غړې شاملې وې، قطر ته ورسېدل.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG