د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د طالبانو حکومت د خپلو لیکو د تصفیه کولو لپاره کمېسیون جوړ کړ


کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

طالبانو د خپلو صفونو د تصفیې په نوم یو کمېسیون اعلان کړ، څو د دوی له لیکو هغه کسان وباسي چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي.

دا کمېسیون د طالبانو په مشرۍ حکومت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست له لوړپوړو چارواکو تشکیل شوی او د یوه کاري طرزالعمل له مخې به، په ټولو ولایتونو کې خپل کار مخ ته وړي.

د دې کمېسیون مشر لطف‌الله حکیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۱» د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، یو شمېر کړۍ شته چې غواړي د اسلامي امارت له نوم ګټه واخلي، خو ده وویل، کمېسیون به‌یې دا ډول خلک په نښه او د طالبانو له لیکو وباسي.

ښاغلی حکیمي زیاتوي: "دا کمېسیون ژمن دی، څو د اسلامي امارت صفونه لکه څنګه چې په پاکي، سپېڅلتیا او هر راز پاکوالي کې ښه شهرت او نوم لري چې دا خبره منل شوې او یو حقیقت هم دی، دا کمېسیون په همدې ډول کار وکړي او دا صفونه همداسې وساتل شي."

د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون مسؤل زیاتوي، د دې کمېسیون د جوړېدو بل هدف، د جوړېدونکې ملي اردو د لیکو لپاره د اهلو کسانو غوره کول دي.

یو شمېر وسله‌وال طالبان
یو شمېر وسله‌وال طالبان

دا کمېسیون ټولو هغو کسانو ته چې د خلکو په ځورونه، باج اخیستنې، فساد، تعصب او نورو تورن دي، خبرداری ورکوي چې د طالبانو له لیکو ووځي.

د صفونو د تصفیې کمېسیون لپاره یوه تګ‌لاره هم جوړه شوې چې درې فصله او ۱۲ مادې لري.

د طالبانو په مشرۍ د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي، په دې مادو کې د دې کمېسیون دندې مشخصې او هغه کسان تعریف شوي چې باید د طالبانو له لیکو وویستل شي او یا هم مجازات شي.

ښاغلی خوستی وايي: "کوم چې د ولس په ځورولو کې لاس ولري، د دین شعایرو ته ژمن نه‌وي، د خلکو حقوق‌یې تلف کړي، یا هم اوس تلف کوي. شخصي دښمني ولري، په قومي، سمتي، ژبني، مذهبي، عقیدوي یا توکمیزو تعصبونو کې وي، بده سابقه ولري یا د امارت له نوم بده استفاده کوي، یا هم د اربکي‌توب او پاڅون کوونکي په نوم پېژندل شوی وي. دا او دې ورته نور خویونه د دې لامل ګرځي چې د اسلامي امارت له مقدس صف څخه دغه شخص وویستل شي."

د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون خبرداری ورکوي، هغه کسان به هم ونیسي چې له دې ډول خلکو ملاتړ کوي.

د کابل قرغې سیمه کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
د کابل قرغې سیمه کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د دې کمېسیون په تګ‌لاره کې د شرعي جزا یادونه هم شوې، خو په دې اړه ډېر وضاحت نه‌دی ورکړل شوی.

طالبان داسې مهال د خپلو لیکو تصفیه پیلوي چې د ځینو ادعاوو پر بنسټ، د دوی یو شمېر غړو ملکي کسانو او دغه‌شان د مخکېني حکومت یو شمېر چارواکي او نظامیان شکنجه کړي دي.

نږدې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وېډیوګانې خپرېږي چې ښيي ځیني کسان چې ادعا کوي طالبان دي، خلک ځوروي یا یې هم شکنجه کوي.

وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې یو شمېر کسان د طالبانو په نوم د خلکو کورونه ته ننوځي او چور تالان کوي.

خو طالبانو په ځلونو دا رد کړې چې ګنې په لیکو کې یې دا ډول کسان شته.

اوونۍ وړاندې د طالبانو په مشرۍ د سرپرست حکومت رئیس‌الوزرا اعلان وکړ چې مسؤل کسان دې هغوی له خپلو لیکو وباسي کوم چې په ناوړه چلند او نورو تورونو تورن دي.

XS
SM
MD
LG