د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ملګري ملتونه: طالبانو د افغان نجونو او ښځو په اړه شوې ژمنې ماتې کړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي طالبان پړه ګڼي چې له افغان نجونو او ښځو سره یې خپلې شوې ژمنې نه دي پوره کړي.

انتونیو ګوتیریش پرون ناوخته په نیویارک کې یوې خبري غوندې ته ویلي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د له‌منځه وړلو په معنی دي.

ګوتیرېش زیاتوي: "زه اندېښنه لرم چې د طالبانو له‌ خوا د افغان نجونو او ښځو سره شوې ژمنې تر پښو لاندې شي. ماتې شوې ژمنې د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره د دوی د هیلو د له‌منځه تللو لامل کېږي. له ۲۰۰۱ راهیسې ۳ میلیونه نجونو ښوونځیو کې نوم‌لېکنه کړې او د زده‌کړې اوسط له شپږو، لس کلونو ته لوړ شو. نجونې او ښځې باید د پاملرنې مرکز وي. د دوی زده‌کړې، کار، شتمنۍ او په وقار او حقوقو سره ژوند به یې پرمختګ مشخص کړي."

انتونیوګوترېش وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د له‌منځه وړلو په معنا دي.
انتونیوګوترېش وايي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د له‌منځه وړلو په معنا دي.

د ملګرو ملتونو دا لوړ پوړی چارواکي زیاتوي، دا سازمان به د ښځو د حقونو مساله له پامه و نه غورځوي او اداره یې هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي.

ښاغلی ګوتیرېش پر طالبانو غږ کوي چې د نجونو او ښځو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي او په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو له مخې، خپل مسوولیت ترسره کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تراوسه د یو شمېر محدودو ادارو پرته، ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

تر څنګ یې له بلخ، کندز او سرپل پرته په ټولو ولایتونو کې نجونې له شپږم ټولګې پورته او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري.

د طالبانو دې عمل په نړیواله کچه هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي او د دوی حکومت یې د بشر او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې په بې‌ عدالتۍ تورن کړی.

خو طالبان وايي، د یوې بنسټیزې تګ‌لارې له جوړېډو وروسته به، نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوېو څرګندونو په اړه هم د طالبانو په مشرۍ سرپرست حکومت وايي، دوی په ټولو برخو کې په خپلو ژمنو ولاړ دي.

د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې نړیواله ټولنه له دوی سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو ښاغلی کریمي دا هم وايي، افغانان حق لري چې د خپل نظام د جوړښت په اړه خپله پرېکړه وکړي.

کریمي وایي: "په دې اړه د نورو هېوادونو او سازمانونو اندېښنې ‌باید د دې لامل نه شي چې زموږ او د دوی اړیکې پیکه کړي چې دا بیا نه افغانانو او نه هم نړۍ ته ښې پایلې لرلای شي. "

د طالبانو په سرپرسته کابینه کې هېڅ یوې ښځې ته چوکۍ نه ده ورکړل شوې، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د افغانستان د اقتصاد ۸۰ سلنه برخه په غېر رسمي ډول چلېږي چې ښځې په‌کې مرکزي رول لري.

د ښاغلي ګوتیرېش له قوله، داسې هېڅ لاره نشته چې افغان اقتصاد او ټولنه د ښځو له ونډې پرته په ښه ډول فعاله شي.

د جمهوري نظام پر مهال یو ډېر شمېر ښځینه سوداګرې په وړو او لویو پانګونو سره توانېدلې وې، له ځان پرته ډېر شمېر نورو ښځو ته کارپیدا کړي، تر دې چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه یې درلوده.

خو اوس د دې ښځو له اقتصادي فعالیته کوم خبر نشته. د افغانستان د اقتصادي خوځښت په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي هم اندېښنه ښودلې او وايي، په‌کار ده داسې لارې ولټول شی چې د افغانستان اقتصاد بیا ساه واخلي، خو تر خوا یې نړیوال قوانین او اصول هم بایداغېزمن نه‌ شي.

دا چې د اقتصادي غوړېدا په نوي پړاو کې به د ښځو ونډه څومره او په کوم ځای کې وي، هغه پوښتنه ده چې نړیواله ټولنه یې له طالبانو دمثبت ځواب په هیله ده او تر ډېره دا ډول پرېکړې د دوی د مشروعیت لپاره د لار پرانیستنې په معنا بولي.

XS
SM
MD
LG