د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل؛ د امریکا پوځي چارواکي سختو پوښتنو سره مخ دي


د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو دوه لوړپوړي پوځي چارواکي په کانګرس کې په راتلونکو دوو ورځو کې د استازو جرګې د غړو او سناتورانو له جدي پوښتنو سره مخ شي.

د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه د طالبانو له‌خوا د کابل تر سقوط او له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د دفاع وزیر لوېډ استېن او د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي د کانګرس د دواړو جرګو غړو ته معلومات ورکوي او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وايي.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن او د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي
د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن او د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي

د جمهوري‌پال ګوند غړو چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ولسمشر جو بایډن پر ادارې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د ناببره وتلو په اړه انتقادونه کړي، ویلي چې دې اقدام متحده ایالات د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ډېر زیانمن کړی دی.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې غړي جېمز اینهوف د متحده ایالاتو د دوو لوړپوړو نظامي چارواکو د پوښتنو لېست ترتیب کړی دی.

په پوښتنو کې دا هم ده چې څرنګه د اګسټ میاشتې پر ۲۶مه د کابل پر هوایي ډګر ځانمرګی برید وشو.

سناتوران وایي، غواړي له پوځي چارواکو څخه د دې پېښې بشپړ توضېحات واوري.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نظامي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې یوه ځانمرګي برید د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون شااوخوا ۲۰۰ کسان ووژل.

د دفاع وزیر لوېد استېن او د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې د رئیس جنرال مارک میلي په ګډون ځینو امریکايي چارواکو په تېرو وختونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د پرېکړې دفاع کړې ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او له هغوی سره د کارکوونکو افغانانو د وتلو بهیر
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او له هغوی سره د کارکوونکو افغانانو د وتلو بهیر

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په اپرېل میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو امر وکړ. ده وویل چې دا پروسه به د اګسټ میاشتې تر پایه بشپړېږي.

خبري اژانسونو راپور ورکړی چې دا پروسه په جولای میاشت کې بشپړه شوې وه او یوازې څو سوه سرتېري له نظامي وسایطو سره په کابل کې پاتې شوي وو، ترڅو د ډیپلوماتانو، امریکایي وګړو او زیان منونکو افغانانو د ایستلو په پروسه کې مرسته وکړي.

متحده ایالاتو په اګسټ میاشت کې افغانستان ته شااوخوا ۵،۰۰۰ نور سرتېري هم ولېږل تر څو د کابل له هوایي ډګر څخه د خلکو د ایستلو په برخه کې مرسته وکړي.

په کانګرس کې د دوو لوړپوړو امریکایي پوځي چارواکو د حضور په باب دوو جمهوري‌پالو سناتورانو ټام کتان او ماریانیت مېلر میکس ویلي: "د جو بایډن ادارې ناتوانۍ، د امریکا اعتبار زیانمن کړی او دا هېواد یې د نړۍ پر مخ سپک کړ."

خو جو بایډن تل له افغانستانه د خپلو سرتېرو د بشپړ وتلو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې ده د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

ټاکل شوې نن هم "د میزان ۰۶" سناتوران په کابل کې د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د برید په اړه د متحده ایالاتو له لوړپوړو پوځي چارواکو څخه سختې پوښتنې وکړي.

کابل کې پر یوه کور د امریکايي ځواکونو د بې‌پیلوټې الوتکې برید
کابل کې پر یوه کور د امریکايي ځواکونو د بې‌پیلوټې الوتکې برید

د اګسټ په وروستیو کې د کابل په هوایي ډګر له ځانمرګي برید وروسته دغه حمله ترسره شوه چې د ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي په‌کې ووژل شول.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي دا پېښه یوه "ویجاړوونکې غلطي" وبلله او بخښنه‌یې وغوښته، خو د قربانیانو د کورنۍ غړو ویلي یوازې بخښنه کافي نه‌ده.

XS
SM
MD
LG