د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل؛ بایډن: سخته ده چې ټولو ته سپیناوی وشي


په ۳۰م د اګسټ وروستی امریکايي هم له افغانستانه ووت
په ۳۰م د اګسټ وروستی امریکايي هم له افغانستانه ووت

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي ماموریت د پای په اړه، په جمهور رییس بایدڼ له نیوکو سره-سره، هغه یو ځل بیا په دې اړه له خپلې شوې پرېکړې دفاع وکړه.

جمهور رییس جوبایډن چې د شنبې په ورځ یې د سېپټمبر د ۱۱مې ڼېټې په مناسبت د پنسلوانیا ایالت په شانکسویل سیمه کې جوړو شوېو مراسمو کې ګډون کړی و وویل، سخته ده چې له افغانستان د وتلو د پرېکړې په اړه ټولو ته سپیناوی وشي.

بایډن زیاته کړه: "د هغه څه له مخې چې ما ویلي، ۷۰ سلنه امریکایان فکر کوي، هغو لګښتونو ته په کتو چې شوي، له افغانستان د وتلو وخت و. خو څه شي چې دوی خوښ نه کړل، په بېړنۍ ډول وتل وه. سخته ده چې ټولو ته وضاحت ورکړو چې وتل څه ډول ممکن وه. "

جمهور رییس بایډن وايي، په افغانستان کې امریکايي عسکر هغه مهال خپلې موخې ته ورسېدل چې د ۲۰۱۱ میلادي کال د مې په ۲مه نېټه یې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژاه.

د امریکا د جمهور رییس جوبایډن حکومت له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو د څرنګوالي له امله، تر سختو نیوکو لاندې دی.

د هغه تر ټولو سخت منتقد، د جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې یې ټاکنیز سیال او مخکني جمهور رییس ډونلډ ټرمپ دی.

ټرمپ پرون نیویارک کې یوې غونډې ته خبرو کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو بهیر تر پوښتنې لاندې راوست او دا یې وتل نه، بلکې طالبانو ته تسلمېدل وبلل.

د امریکا د جمهور رییس جوبایډن حکومت له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو د څرنګوالي له امله، تر سختو نیوکو لاندې دی.
د امریکا د جمهور رییس جوبایډن حکومت له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو د څرنګوالي له امله، تر سختو نیوکو لاندې دی.

د امریکا او متحدینو یې لویه اندېښنه له دې ده چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د هغوی د متحدینو د نظامي ماموریت پای به، دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو، په ځانګړي ډول د القاعده په خوندي ځاله بدل کړي.

خو جمهور رییس بایډن پرون په دې اړه خبریالانو سره خبرو کې د پوښتنې په ډول مطرح کړه، ایا القاعده کولای شي چې افغانستان ته بیا را وګرځي؟ هغه خپلې دې پوښتنې ته د هو ځواب ورکړ او زیاته یې کړه، په دې اړه باید فکر وشي چې دا ډله له نورو ځایونو بیا راغلې.

د امریکا جمهور رییس په دې اړه چې تګ‌لاره څه ده، بیا د پوښتنې په ډول ځواب ورکړ او ویې ویل، هر ځای چې القاعده وي، موږ باید هلته برید وکړو او عسکر ولرو؟

افغانستان کې د القاعده شبکې بیا ځلي فعالېدل، یو له هغو احتمالي ګواښونو دی چې پنټاګون یې هم تاییدوي.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن د جمعې په ورځ په کویټ کې خبریالانو سره خبرو کې وویل، ښايي القاعده په افغانستان کې یو ځل بیا حضور پیدا کړي.

طالبانو بیا په ځلونو ژمنه کړې چې د دوحې د هوکړې له مخې به، هېڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي، خو دا ډله ورځ تر بلې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د خپلو ژمنو په ماتېدو تورنېږي.

تازه د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان طالبان د ژمنو په ماتولو تورن کړي او وايي، پاریس به د دې ډلې له حکومت سره هېڅ ډول اړیکه و نه ساتي.

ښاغلي ژان قطر ته له سفر وړاندې د فرانسې له ۵ خبري چینل سره خبرو کې ویلي، طالبانو ژمنه کړې وه چې بهرنیانو او افغانانو ته به د سفر اجازه ورکوي او ټول‌ګډونه حکومت به جوړوي، خو د ده له قوله، دې ډلې دروغ ویلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، هېواد به یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو او له دې ډلې سره د هر ډول اړیکو له نیولو ډډه وکړي. ده ویلي، طالبان باید مهم ګامونه واخلي، ځکه دوی اقتصادي پراختیا او له نړیوالې ټولنې سره اړیکو ته اړتیا لري.

طالبانو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرڅرګندونو ته زموږ له اړیکو سره سره غبرګون و نه ښود، خو د امریکايي عسکرو له وتو وروسته، وروستیو کې د کابل حامد کرزي له هوايي ډګر نږدې ۲۵۰ تنه بهرنیانو او افغانانو ته اجازه ورکړل شوې چې له افغانستان ووځي.

XS
SM
MD
LG