د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

امریکا او د ناټو نور غړي د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکو پلانونو غږېږي


ارشیف، بروکسل کې د ناټو سازمان مرکزي دفتر
ارشیف، بروکسل کې د ناټو سازمان مرکزي دفتر

د امریکا په شمول د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیران او لوی درستیزان په خپله غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت هم غږېږي.

د ناټو د پوځي مشرانو غونډه د یونان په کوربه‌توب پرون پیل شوه.

د بحث په لومړۍ ورځ ټینګار وشو چې اوس وخت په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا را ژوندي کېدو مخنیوی د ناټو یو اصلي هدف دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي یو شمېر خبریالانو ته چې له ده سره د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره یونان ته تللي ویلي، وروسته له هغه چې ناټو له افغانستان راووتله او دا هېواد د طالبانو تر ولکې لاندې راغی دا دی د ناټو پوځي چارواکي په راتلونکو پلانونو باندې بحث کوي.

لوی درستیز جنرال میلي، دفاع وزیر لوېډ استېن او د امریکا استخباراتي چارواکو تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې القاعده یا د اسلامي دولت ډله کولای شي په افغانستان کې بیا راپیدا شي او په یو یا دوو کلونو کې متحده ایالاتو ته ګواښ پېښ کړي.

د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې دوی کولای شي د ترورېزم ضد څارنه ترسره کړي او که اړتیا وي، په نورو هېوادونو کې له مېشتو تأسیساتو به د بریدونو لپاره کار واخیستل شي چې د امریکا پوځ‌یې فوق افق بریدونو وړتیاوې بولي.

(ښی-کین) د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي او دفاع وزیر لوېډ استېن
(ښی-کین) د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي او دفاع وزیر لوېډ استېن

جنرال میلي یونان ته د سفر پر مهال وویل چې هغه به له خپلو پوځي سیالانو سره خبرې وکړي او وبه ګوري چې څه امکانات شته څو یې بېرته په کار واچوي.

دی زیاتوي: "موږ د فوق افق امکاناتو/ (له بهرنیو اډو څخه د بریدونو امکاناتو) په اړه بحث کوو او دا چې متحدان کله غوره ګڼي چې ونډه واخلي. موږ یقیناً چې دې ته لېواله یو. هلته فرصتونه شته چې متحدین کولای شي د فوق افق یا له بهر د شته امکاناتو په تړاو کار واخلي او له موږ سره له نږدې ګډ کار وکړي."

جنرال میلي زیاته کړه چې د ناټو متحدین د ترهګرۍ ضد هڅو په اړه اندېښمن دي او دا چې څنګه کولای شو د ترهګرۍ په وړاندې مؤثره دفاع ډاډمنه کړو.

د ناټو د دفاع وزیرانو او لوی درستیزانو غونډه د شنبې په ورځ د یونان په کوربه‌توب پيل شوې ده.

په دې غونډه کې د استخباراتي اطلاعاتو تبادلې او د ترهګرو ډلو د بیا رامنځته کېدو د مخنیوي لارې چارې د بحثونو اصلي موضوع‌ګانې دي.

د دوی د غونډې په پيل کې په دې ټینګار وشو چې د ناټو لپاره اوس وخت لومړیتوب دا دی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدلو مخه ونیسي.

د ناټو د پوځي کمېټې رئیس امیر البحر یا اډمیرال جنرال راب بویر د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په پيل کې وویل: "لکه څنګه چې سرمنشي په دې وروستیو کې ټينګار کړی دی پوځي ځواک د متحدانو د ازادۍ وروستی ضامن دی. ډیپلوماسي به د یوه قوي او باور وړ ځواک له موجودیت پرته ناکامه شي. په داسې حال کې چې پوځي انتخاب تل وروستی یو وي، ځیني وختونه یوازنی منطقي غبرګون هم وي."

(ښی-کین) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د ناټو د پوځي کمېټې مشر ادمېرال راب بویر
(ښی-کین) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د ناټو د پوځي کمېټې مشر ادمېرال راب بویر

اخوا د ناټو د غونډې پر مهال د یونان دفاع وزیر هم وویل چې د ناټو غړي باید په افغانستان کې له خطر سره د مخ پاتې افغانانو د ځان خوندیتوب ډاډمن کړي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

له کله چې د اګسټ په ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه شااوخوا ۱۲۴ زره افغانان، امریکایان او د نورو هېوادونو اتباع له افغانستان وایستل شول.

خو لا هم زرګونه کسان په افغانستان کې په دې لټه کې دي چې له دغه هېواد ووځي.

دوی په دې کار کې د بهرنیانو مرسته غوښتې ده.

د بشري حقونو سازمانونو او کډوالو له اروپايي ټولنې غوښتي له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې غواړي له افغانستان ووځي.

XS
SM
MD
LG