د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

امریکا په افغانستان کې خپل نږدې شل کلن پوځي حضور پای ته ورساوه


ارشیف، یو امریکايي سرتیری
ارشیف، یو امریکايي سرتیری

امریکا په افغانستان کې خپل نږدې شل کلن حضور چې د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه یادیږي پای ته ورساوه.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ فرانک مککنزي د اګسټ په دېرشمه مازېګر مهال د دې ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

نوموړي وویل: "غواړم له افغانستانه زموږ د راوتلو او د امریکايي اتباعو، درېیمو هېوادونو وګړو او افغانانو د را ایستلو لپاره زموږ د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړم. وروستۍ سي ۱۷ الوتکه د اګسټ په دېرشمه د امریکا په وخت د ماسپيښين په درېیو بجو او ۲۹ دقیقو د حامدکرزي له نړیوال هوایي ډګر والوته."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې ګڼو نورو چارواکو هم د امریکايي ځواکونو د وروستۍ الوتکې د وتلو اعلان وکړ او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره کړل.

مجاهد په خپل ټوېټر ولیکل چې د شپې په ۱۲ بجو وروستي امریکایي عسکر د کابل له هوايي ډګر ووتل.

له کابله د امریکا د وروستۍ پوځي الوتکې په جګېدو چې په ځایي وخت د شپې شااوخوا دولس کېدې په خواله رسنیو ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس شوې چې ګواکې طالب وسله والو د خوښۍ ډزې کړي.

مجاهد په خپل ټوېټر ولیکل چې په کابل ښار کې د ډزو غږونه د خوشحالۍ دي، خو طالبان یې د کابو کولو په حال کې دي.

امریکا بیا دا پوځي ماموریت د یوه خاص هدف لپاره پیل او د جنرال مککنزي په خبره سر ته ورساوه: "د نن شپې راوتل هم د خلکو د رایستلو د بهیر د پوځي ماموریت ختم او هم د نږدې شلو کلونو د ماموریت پای ته رسېدل په ډاګه کوي چې افغانستان کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر له ۱۱مې لږ وروسته پيل شو. دا ماموریت چې د القاعده مشر اسامه بن لادن او نور ګڼ ملګري یې په کې له منځه یوړل شول یو ارزانه ماموریت نه وو. د ۲۴۶۱ امریکايي عسکرو او ملکیانو په وژل کېدو او د څه باندې ۲۰ زرو د ټپي کېدو په بیه تمام شو. بدبختانه په دې شمېر کې د امریکا ۱۳ هغه پوځیان هم شامل دي چې تېره اوونۍ د یوه داعش انتحاري بریدګر په برید کې ووژل شول."

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ فرانک مککنزي
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ فرانک مککنزي

تېر نږدې شل کاله چې افغانستانه په جګړو کې وو څومره کسان وژل شوي؟

که څه هم لا معتبره نړیوالو مراجعو خپلې وروستۍ شمېرې نه دي خپرې کړي، خو اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس څو ورځې مخکې په افغانستان کې د وژل شوېو کسانو شمېر په لاندې ډول خپور کړی و:

  • وژل شوي امریکایي عسکر: ۲۴۴۸ 'په دې ډله کې د اګسټ د ۲۶مې په چاودنه کې ۱۳ وژل شوي امریکایي عسکر نه دي حساب شوي.'
  • وژل شوي امریکایي قراردادیان: ۳۸۴۶
  • وژل شوي افغان ملي اردو او پولیس: ۶۶ زره کسان
  • وژل شوي نور متحدین، د ناټو د نورو غړو په شمول: ۱۱۴۴
  • وژل شوي فغان ملکیان: ۵۱۱۹۱ 'د اګسټ د ۲۶مې نږدې ۱۷۰ تنه په کې نه دي شمار شوي.'
  • وژل شوي مرستندویه خلک: ۴۴۴
  • وژل شوي خبریالان: ۷۲

ښاغلي مککنزي ډاډ ورکړ د هغو کسانو د را ایستلو لپاره به ډیپلوماټان فعاله پاتې وي چې غوښتنلیکونه یې ورکړي دي.

په ټوله کې امریکا او نورو ایتلافي ځواکونو وروسته له هغه له افغانستانه د خپلو خلکو او افغان همکارانو د ایستلو چټک بهیر پيل کړ چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد.

امریکا او ایتلاف له ۱۲۳۰۰۰ زیات کسان په شااوخوا دوو اونیو کې له افغانستانه وایستل.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ مککنزي د خلکو د را ایستلو د بهیر وروستي جزییات هم شریک کړل، خو ویې ویل ښايي شمېر راتلونکو ورځو کې لږ بدل شي.

مککنزي زیاته کړه: "د اګسټ له ۱۴مې د امریکا پوځي الوتکو څه باندې ۷۹ زره ملکیان د حامدکرزي له نړیوال هوايي ډګره را و ایستل. په دې کې شپږ زره امریکایان هم شامل دي او څه باندې ۷۳ زره نور یې افغانان او د درېیمو هېوادونو اتباع دي. په ټوله کې بیا امریکا او د ایتلاف الوتکو په ګډه ۱۲۳ زره ملکیان را وایستل."

امریکا داسې وخت له افغانستان ووتله چې طالبان له پنجشیر پرته په ټول افغانستان ولکه لري.

شل کاله دمخه د امریکا په رهبرۍ ایتلافي ځواکونو په اصل کې د القاعده د ځپلو لپاره افغانستان ته ورغلل خو د طالبانو رژیم یې هم ور ړنګ کړ.

د طالبانو د رژيم تر ړنګېدو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موقته، انتقالي او جمهوري دوره پیل شوه او ترهغه نږدې ۱۴ کاله وروسته واک د انتخاباتو له لارې محمد اشرف غني ته ورسېد.

ښاغلی غني تر نږدې اته کالو ولسمشرۍ بلآخره د اګسټ په پنځلسمه د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو وروسته افغانستان پرېښود او اوس د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې مېشت دی.

XS
SM
MD
LG