د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د سنا نیوکې؛ بلېنکن: د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمېدو وخت رسېدلی


د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن
د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن د خپل هېواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه کې د سناتورانو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندیز چې د ډموکرات ګوند غړی دی وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوه لویه تېروتنه وه.

هغه د ولسمشر جو بایډن له ادارې خپله غوښتنه مطرح کړه: "د بایډن له ادارې غواړم چې پر افغانستان متمرکز پاتې شي. ډېره مهمه ده، څو نړۍ هر وخت چې د طالبانو د سرغړونو شاهده وي، ممکنه اقدام وکړي."

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندیز
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب منندیز

د سناتورانو له انتقادونو سره- سره د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، اوس د دې وخت راغلی چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي او امریکا په افغانستان کې خپل حضور پای ته ورسوي.

بلینکن چې د سې شنبې په ورځ یو وار بیا د افغانستان د وضعیت په اړه د پوښتنو د ځواب ویلو لپاره کانګرس ته حاضر شوی و، تېره میاشت له افغانستانه د امریکايي وګړو او د هغوی د افغان همکارانو د وتلو د پروسې دفاع وکړه.

یوه سناتور جېمز ریچ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناببره وتلو پر موضوع انتقاد وکړ او دا یې یوه 'ناوړه ماتې' وبلله.

خو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دوشنبې ورځې په څېر چې د استازو جرګې ته حاضر شوی و، د ولسمشر بایډن د ادارې د پرېکړې دفاع وکړه.

امریکايي سناتور جېمز ریچ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناببره وتل 'ناوړه ماتې' وبلله.
امریکايي سناتور جېمز ریچ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناببره وتل 'ناوړه ماتې' وبلله.

هغه پرون د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، واشنګټن او متحدان یې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري: "طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده، اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په څېر د تروریستي ډلو مخه به نیسي چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د هغې د متحدانو امن ته ګواښ نه پېښېږي. له دوی سره به حساب کتاب کوو. په دې معنی چې یوازې به د دوی پر خبرو اکتفا نه کوو. تهدیدات ارزوو او د اړتیا په صورت کې به د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره په سیمه کې د ټرورېزم ضد عملیاتو د پیاوړي کولو اقدام کوو. هغه څه چې له پوځي ځواک پرته یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ترسره کوو."

پرون سې شنبه له دې سره هم مهاله د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم وویل چې دوی نه پرېږدي د افغانستان له خاورې پر کوم بل هېواد حمله وشي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

ځینو امریکايي سناتورانو پر پاکستان هم انتقاد وکړ چې د طالبانو ملاتړ کوي او دوی ته یې کلونه- کلونه په خپله خاوره کې پناه ورکړې وه.

د امریکا متحدو ایالاتونو تېره میاشت وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه، له افغانستانه د خپلو وګړو او افغان همکارانو د ایستلو بهیر پیل کړ.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د اګسټ میاشتې پر ۳۱مه بشپړ شو.

که څه هم د امریکا په مشرانو جرګه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناببره وتلو په اړه انتقادونه وشول، خو بیا هم ځینو سناتورانو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د دوو اوونیو په موده کې د خلکو د انتقال بهیر وستایه او یوه لویه هڅه یې وبلله.

XS
SM
MD
LG