د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

ملکي تلفات؛ "د روان کال لومړۍ۶ میاشتې تر ټولو خونړۍ وې"


د هرات په روغتون کې یو شمېر ټپي شوي ملکي افغانان. May 24, 2021
د هرات په روغتون کې یو شمېر ټپي شوي ملکي افغانان. May 24, 2021

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د جګړې له امله د ملکي تلفاتو ۸۰ سلنه زیاتوالي اندېښمن کړی دی.

دغه کمېسیون په خپل راپور کې وایي، د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۷۷ کسان وژل شوي او ۳۶۴۴ نور ټپیان شوي، خو راپور کې راغلي چې د مرګ ژوبلې شمېر بیا د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۲۱۳ تنو ته رسېده.

د دغه کمېسیون ویاند او د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ وایي، په وروستیو میاشتو کې د جګړې زیاتوالي ته په پام سره د ملکي تلفاتو د زیاتیدو احتمال هم شته.

ښاغلي فرهنګ زیاته کړه: "د روان کال لومړۍ شپږ میاشتې تر ټولو خونړۍ میاشتې وې. له بده مرغه د جګړې له اصولو لا هم سرغړونه کېږي. د ۲۰۲۰ میلادي کال پرتله په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د ملکي تلفاتو شمېر ۸۰ سلنه لوړ شوی دی، د جګړې ښکېلې خواوې لاهم د جګړې اصول نه مراعتوي."

د راپورونو له مخې په وژل شوېو کې ۱۵۴ ښځې هم شاملې دي او ۱۷۱ نورې ټپیانې شوي دي.

همدارنګه په دې وژل شوېو کې ۳۳۷ ماشومان هم شامل دي او ۱۰۸۳ نور یې ټپیان شوي دي.

د دې وژنو عاملین څوک دي؟

دغه کمېسیون په سلو کې د ۵۶ سلنه وژنو پړه پر طالبانو، ۲۲ سلنه پر نامعلومو وسله والو او د ۱۵ سلنو پړه پر افغان ځواکونو اچوي.

د تخار په روغتون کې یو ټپي ماشوم
د تخار په روغتون کې یو ټپي ماشوم

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون په وینا ډېری تلفات په ځانمرګي بریدونو، موټر بم چاودنو، د سړک غاړې ماین چاودنو، هدفي وژنو، راکټي بریدونو او هوایي او ځمکني بریدونو کې دي.

د دغه راپور د خپرولو په غبرګون کې د ملي دفاع وزارت ازادي راډیو ته وویل چې د ملکي وګړو د ژوند ساتنه د حکومت لومړیتوب دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي: "طالبان د ملکي تلفاتو اصلي لامل دي. هغوی په قصدي او مستقیم ډول خلک په نښه کوي. دوی د خلکو کورونه د اډو په توګه او ښځې، ماشومان د ډال په توګه کاروي. د افغانستان خلک او نړۍ په دې پوهیږي. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ژوند او ملکیت د ساتنې مسوولیت لري او دوی دې برخه کې له هېڅ ډول هڅې دریغ نه دی کړی او دوی د عملیاتو پرمهال خورا احتیاط کړی."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون راپور او د دفاع وزارت ادعا رد کړه: "موږ د کابل ادارې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په نوم یوه اداره په رسمیت نه پېژنو، موږ دا د دښمن تبلیغاتي سازمان ګڼو، ځکه د دوی موندنې د هغو معلوماتو پر بنسټ دي چې د کابل استخباراتو چمتو کړي. دوهم تېره میاشت موږ ملکي تلفات ولیدل چې عامل یې د کابل اداره وه، لکه په کورونو، ښوونځیو او روغتونونو د هاوانونو او توپونو ډزې چې موږ یې راپور هم ورکړی دی."

آرشیف، د افغان ځواکونو عملیات
آرشیف، د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دواړو خواوو غږ کړی چې د جګړې اصول مراعات کړي.

کمېسیون پر ملګرو ملتونو غږ کوي چې افغانستان کې د ملکي شخړې پای ته رسولو لپاره خپلې ټولې وسیلې وکاروي.

کمېسیون دغه شان پر طالبانو غږ کړی چې د ملکي وګړو حقونو ته په درناوي سره د سولې خبرو ته کښیني، څو سیستماتیکې وژنې چې د کمېسیون په نظر جنګي جنایت او نسل وژنه ده بنده شي.

دې کمېسیون همدارنګه پر طالبانو هم غږ وکړ چې د عامه تاسیساتو ویجاړول ودروي او په دولتي ملکي کار کوونکو، د مدني ټولنې او د بشري حقونو پر مدافعینو، خبریالانو او علماوو باندې بریدونه ودروي.

XS
SM
MD
LG