د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو د اقداماتو پر خلاف د عدالت غوښتنې کمپاين پيل کړی


طالبانو د تېر يو کال موده کې پر ښځو سخت او بېلابېلو برخو کې بنديزونه لګولي دي.
طالبانو د تېر يو کال موده کې پر ښځو سخت او بېلابېلو برخو کې بنديزونه لګولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د اقداماتو پر خلاف د عدالت غوښتنې کمپاین پیل کړی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې لاسلیک یې کړي.

د دې سازمان په خبره، طالبانو په خپله یو کلنه واکمنۍ کې، د بشري حقونو د ملاتړ مهم بنسټونه منحل کړي او د افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.

طالبانو لا د بښنې نړیوال سازمان د دې اقدام په باب کوم عکس العمل نه دی ښوولی.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو د کال تر پوره کېدو وروسته، د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانانو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د بښنې نړیوال سازمان په انټرنټ کې د عدالت غوښتنې یو لینک هم شریک کړی، چې خلک یې لاسلیک کړي او ورسره په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې بندې شي.

آغلې حميدي وويل: "غواړو چې په ټوله نړۍ کې د لاسلیکونو په راټولولو سره له طالبانو سره له بشري حقونو د څرګندو سرغړونو له کبله حساب کتاب وکړو. د دغې عدالت غوښتنې له لارې د طالبانو پر ډلې د نړیوالې ټولنې د فشار غوښتونکي یو."

د بښنې نړيوال سازمان نښان
د بښنې نړيوال سازمان نښان

سمیرا حمیدي زیاته کړه، چې له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونو په باب د لاسلیکونو ټولول به د ډسمبر میاشتې تر لسمې دوام وکړي، چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده.

د بښنې نړیوال سازمان دغې کمپاینرې طالبان تورن کړل، چې د ښځو او نجونو په وړاندې له تبعیض کار اخلي.

د طالبانو حکومت لا د دې راپور او د عدالت غوښتنې د کمپاین په باب کوم عکس العمل نه دی ښوولی، خو تر دې مخکې یې ویلي، چې ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکوي.

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو نړیوالو بنسټونو په وار- وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار، زده کړې، په سیاسي او ټولنیز مشارکت کې د برخې اخیستو اجازه ورکړي، خو د طالبانو له خوا کوم عملي اقدام نه دی شوی.

کال کېږي چې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلي دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هیدر بار ویلي چې په افغانستان کې ښځې د بشري حقونو له تر ټولو ناوړه بحران سره مخامخې دي.

هغې دا وضعیت د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر تله جدي ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG