د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو وروستي چلند تند غبرګونونه پارولي


ارشیف: طالبان په کابل کې په ډزو سره د ښځو لاریون ګډوډوي
ارشیف: طالبان په کابل کې په ډزو سره د ښځو لاریون ګډوډوي

اروپايي ټولنه وايي، طالبانو د خپلو ژمنو پر خلاف د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو ټول حقونه نقض کړي دي.

معترضو مېرمنو د شنبې په ورځ د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د چلند په وړاندې په کابل کې لاریون وکړ.

دې لاریون ته د طالبانو لخوا په مرمیو ځواب ورکړل شو او وځپل شو.

مونسه مبارز چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی و، ازادی راډيو ته وویل، تر بل هر وخت دا ځل له اعتراض کوونکو مېرمنو سره د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي ډک چلند وشو.

هغه زیاتوي: "زموږ همکارانې يې ووهلې، ټپيان هم لرو. دومره ښکته یې فیرونه کول چې د مرمیو په کارتوسو یې زموږ د همکارانو لاسونه او غاړې وسوځېدې. زما په ګډون یې زما نورې همکارانې د درملو یوې کمپنۍ ته داخلې کړې او دروازه یې قفل کړه."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ښځو دا لاریون غیرقانوني بللی چې د دوی له حکومت سره همغږۍ پرته شوی.

له معترضو مېرمنو سره د طالبانو له تاوتریخوالي پر ډک چلند په ټولنیزو شبکو کې هم ډېرې نیوکې شوې دي.

د بشر حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره او د ښځو د حقونو فعاله شهرزاد اکبر ازادي راډيو ته وویل، طالبان د حکومت کولو یوازېنۍ لاره د زور او فشار اعمال ګڼي.

د بشر حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره او د ښځو د حقونو فعاله شهرزاد
د بشر حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره او د ښځو د حقونو فعاله شهرزاد

اکبر وايي: "طالبان د خلکو مشروع غوښتنو ته د ځواب ورکولو وړتیا نه لري، د حکومت کولو یوازېنۍ لار زور او فشار ګڼي خو په اوسنۍ نړۍ کې دا کړنې د منلو نه دي."

بله خوا د ښځو د حقونو فعاله وږمه توخي د طالبانو په وړاندې د عدالت غوښتلو لپاره د افغانو مېرمنو اعتراضونه د نړۍ لپاره یو مهم پیغام بولي.

توخي وايي: " نړیوالو اوس موږ هېر کړي یوو. باید دوی متوجه شي چې په نړۍ کې داسې یو هېواد هم شته چې نجونې یې حتا د تعلیم حق نه لري. دوی باید زموږ غږ واوري او پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو حقونه بېرته ورکړل شي."

په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني هم په یوه خبري غونډه کې له ښځو سره د طالبانو د حکومت په چلند ناهیلي ښودلې.

هغه وویل: "موږ د طالبانو د هغو چلندونو په اړه چې د افغان نجونو او مېرمنو په حق کې یې کوي، ناهیلي شوي یو او د طالبانو حکومت تشویقوو چې له دې کړنو لاس واخلي، د ټولو حقونو ته احترام وکړي او هر چا ته د زده کړو او کار حق ورکړي."

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د ښځو په وړاندې د طالبانو په محدودېتونو داسې مهال نیوکې کېږي چې تازه اروپايي ټولنې هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو نقضونکی بللی دی.

دا اعلامیه چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، په کې راغلي دي چې طالبانو د افغانستان جمهوري حکومت چې د اساسي قانون پر بنسټ رامنځ ته شوی و، په زور سقوط کړ، خو دوی بریالي شوي نه دي چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو غوښتنو ته پام وکړي.

اروپايي ټولنې ویلي: "په ښځو د طالبانو وضع شویو محدودېتونو هغوی له ټولنیزو او اقتصادي فعالېتونو منع کړي دي او دې کار کورني تاوتریخوالي او اجباري ودونو ته لاره هواره کړې ده."

خو د طالبانو حکومت چارواکي خپل حکومت تر جمهوري حکومت په مراتبو ښه بولي او د بشر حقونو د نقض په اړه د اروپايي ټولنې څرګندونې ردوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG