د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

پر افغانستان د طالب واکمني۶ میاشتنۍ شوه؛ ځینې مېرمنې: لاهم نامعلوم وضعیت کې یو


ارشیف، کابل کې یو شمېر مېرمنې
ارشیف، کابل کې یو شمېر مېرمنې

نن د فبرورۍ ۱۵ مه، هغه ورځ چې د افغانستان په تاریخ کې يې نوې ورځ ثبت کړه. هغه ډله چې نږدې شل کاله یې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام او د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړه، د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه د یکشنبې په ورځ وروسته له غرمې کابل ته ننوته.

په دې توګه په افغانستان کې نوی حکومت په واک شو.

اوس د دې حکومت ۶ میاشتې تېرېږي او افغان مېرمنې وايي، د طالبانو واکمنۍ تر ټولو زیات پر مېرمنو سیورۍ غوړلی دی.

یو شمېر مېرمنې او نجونې وايي چې طالبانو تېرو ۶ میاشتو واکمنۍ کې دوی ته خپل لومړني حقوق نه دي ورکړي نو له همدې امله افغان مېرمنې په نامعلوم وضعیت کې دي.

د شپږ دېرش کلنې فرحناز مېړه ۴ کاله مخکې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو چې له هغې را وروسته د خپل کور یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده.

شپږ میاشتې کېږي چې د کار اجازه نه لري او تراوسه یې یوازې د دوو میاشتو معاش اخیستی.

نوموړې وايي، که وضعیت همداسې روان وي، اړه ده چې خپلو بچیانو ته د ډوډۍ پیدا کېدو لپاره د خلکو کورونو کې کار کولو پیل کړي.

فرحناز زیاتوي: "وروسته له هغه چې طالبان راغلل، زه لاړم مالیې وزارت ته څو د نورو په څېرخپل کار ته دوام ورکړم،خو کله چې لاړم، د دې وزارت یو تن مسوول راته وویل، باید کور ته لاړه شم اوڅو چې دوی راته زنګ نه وي وهلی، کار ته را نه شم."

آرشیف، په کابل کې یوه معترضه مېرمن
آرشیف، په کابل کې یوه معترضه مېرمن

که څه هم د طالبانو په لومړنۍ خبري ناسته کې ژمنه شوې وه چې ټولو مېرمنو ته به شرعي حقوق ورکول کېږي او د دیني علماوو په وینا چې له کوره بهر د مېرمنو له خوا کار کولو د دیني اصولو خلاف کار نه دی، خو بیا هم د شپږو میاشتو په تېرېدو سره افغان مېرمنې یوازې اجازه لري چې د روغتیا او ښوونې په سکټورونو کې کار وکړي.

په همدې لړ کې طالبانو تازه ملالۍ فیضي د ملالۍ روغتون رییسه ټاکلې ده، نوموړې یواځینۍ افغانه مېرمن ده چې د طالبانو په حکومت کې د ریاست چوکۍ لري.

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د جمهوري حکومت کابینه کې درې مېرمنې وزیرانې وې، خو د طالبانو تر راتګ وروسته تر اوسه هېڅ مېرمنې د دوی کابینې ته لاره نه ده موندلې.

په ورته وخت کې بیا د طالبانو په حکومت کې د ښځو چارو وزارت د طالبانو له تشکیله لېرې شوی او ځای یې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ونیو.

دې وزارت له خپل فعالیت درې میاشتې وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ښار موټر چلوونکو ته وویل چې له شرعي محرم پرته مېرمنې په موټرو کې سپرې نه کړي.

د طالبانو په حکومت کې د ښځو چارو وزارت د طالبانو له تشکیله لېرې شوی او ځای یې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ونیو.
د طالبانو په حکومت کې د ښځو چارو وزارت د طالبانو له تشکیله لېرې شوی او ځای یې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ونیو.

د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه، خو څو ورځې وروسته بیا طالبانو د یوې توصیې نامې په خپرولو سره وویل چې مېرمنې دې له حجاب پرته له کورونو نه وځي.

د طالبانو حکومت داسې مهال شپږ میاشتنې کېږي چې د ادعاوو پر بنسټ تر اوسه هم یو شمېر معترضې مېرمنې د طالبانو په بند کې دي، مېرمنې او نجونې د کار کولو حق نه لري او نه هم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ په اړه کوم ښکاره لیدلوری موجود دی.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهزاد اکبر د طالبانو ۶میاشتنۍ واکمنۍ ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وايي چې ولایتونو کې د طالبانو له لوري د بندیزونو کچه متفاوته ده، خو ځینو ولایتونو کې شدید بندیزونه دي.

نوموړې وايي، د طالبانو له لوري د بندیزونو لګول د جنسیتي اپارتېد نښه ده: "دغه جنسیتي اپارتېد د نړیوالو له لوري پر رسمیت د طالبانو پېژندل هم له خنډ سره مخ کړي دي. له همدې امله اړین دي، چې طالبان د مېرمنو اسلامي او انساني حقوق په رسمیت وپېژني او زده کړو ته د مېرمنو لاس رسی اسانه کړي. باید یادونه وکړو چې افغانستان د نړۍ یواځینی هېواد دی چې نجونې يې لېسې ته نه ځي."

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهزاد اکبر
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهزاد اکبر

د یو شمېر افغان مېرمنو په خبره د طالبانو له خوا محدودیتونو دوی اعتراضونو ته اړې کړې، ان تردې چې دوی وايي، واټونو ته راوتلي او چادرۍ ته په اور اچولو سره یې دا محدودیتونه غندلي دي.

له دې اعتراضونو څو ورځې وروسته او نږدې درې اوونۍ مخکې یوې معترضې مېرمنې تمنا زریاب پریانۍ د یو ویډیوي پیغام له لارې خبر ورکړ چې طالبان یې کور ته ورغلي دي او غواړي چې له ځانه سره یې یوسي.

د طالبانو تر واک لاندې ژوند؛ د ښځو د حقونو اندېښمنې فعالانې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00

اغلې پریانۍ او درې خویندې یې هماغه شپه لادرکه شوي چې لایې هم برخلیک نه دی معلوم.

خو بله معترضه مېرمن پروانه ابراهیم خېل هم چې نږدې درې اوونۍ مخکې نیول شوې وه، د تېرې جمعې په ورځ له بنده خوشې شوه او باخبره سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې هغه له طالبانو سره بندي وه، خو طالبانو تر اوسه پورې د دې مېرمنو د نیولو په اړه چوپتیا غوره کړې.

تراوسه د مرسل عیار او زهرا محمدي له برخلیک هم کوم خبر نشته، دا هم معترضې مېرمنې وې چې تازه لادرکه شوي دي.

د افغان مېرمنو نیول کېدل له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ملګرو ملتونو او دغه شان د بشري حقونو سازمان په بېړني ډول د نیول شوېو مېرمنو د بېرته خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغان د ښځو او نجونو د حقونو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتونو ځانګړې استازې رینا امیري پر خپل ټویټر لیکلي: "که طالبان د ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو په هڅه کې وي، باید د افغانستان د خلکو په ځانګړي توګه د مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي."

بل خوا ازادي راډیو ته سرچینو تایید کړې چې طالبانو د شنبې په ورځ کابل کې پر یو امن کور برید کړی او د ۴ معترضو مېرمنو په ګډون یې ۲۹ مېرمنې له ځانه سره وړي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې اړه پلټنه کوي.

آرشیف، د افغانستان په یوه پوهنتون کې یو تن محصله
آرشیف، د افغانستان په یوه پوهنتون کې یو تن محصله

که څه هم د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره مېرمنو او نجونو ته د کار او زده کړو حقونو ورکول د نړیوالې ټولنې شرایط دي، خو تراوسه هم په ډېریو ولایتونو کې له ۶م ټولګي پورته نجونو ته ښوونځو ته د تګ اجازه نه ده شوې.

بل لوري ته بیا د افغانستان په ۶ تودو ولایتونو کې پوهنتونونه پيل شوي او نجونې هم ورځي، خو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د نجونو د زده کړو په اړه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

زهره د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو د درېیم صنف محصله ده. هغه چې شپږکاله کېږي پوهنتون ته نه ده تللې وايي چې راتلونکی یې ورته ګونګ برېښي: "په تودو ولایتونو کې درسونه پيل شوي، خو نورو ولایتونو کې د پوهنتونو د پیل هېڅ خبر نشته. نجونې دغو ولایتونو کې پوهنتونونو ته ځي، خو اوس هم د غه بهیر ګونګ دی چې ولې طالبان پوهنتون ته د نجونو د ورتګ په اړه څه نه وايي."

زهرا په کابل کې د ملالۍ لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده، نوموړې شپږ میاشتې کېږي چې ښوونځي ته نه ده تللې او لېسې ته بیا ورتګ ورته یوازې یو خوب ښکاري: "خپل ټولګي، ښوونکو او ټولګیوالو پسې خفه شوې یم. کله فکر کوم، که تر اخره ښوونځي ته د ورتګ اجازه رانه کړل شي او ونه شم کولی چې پوهنتون ته ولاړه شم، څه به کوم؟ داسې ژوند بې مانا دی، فکر وکړئ کله چې نجلۍ درس ونه وايي او کار ونه کړي، یو هېواد څنګه مخ ته ولاړ شي؟"

خو طالبانو ژمنه کړې چې د نوي کال په را رسېدو سره به مېرمنو او نجونو ته د زده کړو د پیل اجازه ورکړي او په دې اړه پر یوې تګلارې کار کوي.

په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني وايي، ممکن یو شمېر افغان مېرمنې د طالبانو له لید لوري، فکر او عقیدې سره همغږې وي او باید د محدود شمېر مېرمنو لید لوری پر ټولو افغان مېرمنو عملي نه شي.

په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني
په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني

اغلې رحماني زیاته کړه: "ولې باید د یو شمېر محدودو کسانو غوښتنې پر ټولو افغانانو چې دا غوښتنې نه لري تحمیل شي، ولې داسې یو نظر له افغانيت او اسلاميت سره سم وي او دغه شان د هېواد د پرمختګ لپاره وي ترتیب او پیګېري نه شي؟ دغه سیسټم په هېڅ یو اسلامي هېواد کې دود نه دی."

خو د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کې د جمهوریت پرتله مېرمنو ته زیات حقوق ورکړل شوي دي.

مجاهد وايي: "اسلامي شرعیت هغه څه دی چې زموږ ټولې خویندې ورته درناوی لري او هغه مني. موږ هڅه کوو چې په همدې چوکاټ کې مېرمنو ته خپل حقوق ورکړو او د هغوی نیمګړتیاوو ته رسېدنه وکړو. موږ ورو-ورو په همدې لوري ځو. نجونو او مېرمنو ته زموږ ډېره ګټه رسېدلې ده. څو میاشتې مخکې دغه مېرمنې بورې کېدې او یا یې هم بچیان وژل کېدل، عزت او ځانونه یې له خطر سره مخ وو، پر هغوی تېری کېده، خو اوس ټول دغه څه پای ته رسېدلي دي."

له دې ټولو سره-سره اوس لیدل شوي، هغه حقونه چې افغان مېرمنې يې غواړي په راتلونکي کې به ورته ورکړل شي او که نه او ایا نړېواله ټولنه به طالبان په رسمیت وپېژني او که نه؟ خو اوس هم د نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار کولو موضوع د نړیوالو له لوري د پاملرنې وړ ده او دغه شان په کور دننه هم دا ناره اوچته ده.

XS
SM
MD
LG