د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د پروانې له خوشې کېدو هرکلی شوی؛ فعالانې: نورې فعالانې دې هم خوشې شي


د طالبانو تر واک لاندې ژوند؛ د ښځو د حقونو اندېښمنې فعالانې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00

د طالبانو تر واک لاندې ژوند؛ د ښځو د حقونو اندېښمنې فعالانې

د ښځو د حقونو د فعالې پروانه ابراهیم خېل له خوشې کېدو ګڼو بنسټونو او فعالانو هرکلی کړی خو ټینګار لري چې نور بندي فعالان هم باید خوشې شي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټوېټ کې ویلي، سره له دې چې د پروانې له خوشې کېدو هرکلی کوي، خو د عالیې عزیزي په شمول ګڼ نور فعالان لا هم په بند کې دي.

هغې لیکلي، طالبانو وړمه ورځ جمعه(د سلواغې ۲۱مه) بیا په یوه سیمه چاپه وهلې او شااوخوا څلوېښت تنه چې په کې ۲۹ ښځې دي نیولي.

کومې خپلواکې ادارې د جمعې په ورځ د ۴۰ کسانو د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

اغلې امیري ټينګار کړی چې دا غیر عادلانه نیونې باید ودریږي.

د ویلو ده چې په دې اړه د رینا امیري ټويټ شنبه ناوخته د هغې له رسمي ټوېټرپاڼې شااوخوا دوه ساعته وروسته د نامعلوم دلیل لپاره پاک شوی وو.

امیري او د امریکا لوړپوړو ډپلوماټانو له هغې ډلې خاص استازي توماس وېسټ څه وخت مخکې د اوسلو په خبرو کې هم له طالب چارواکو غوښتي وو چې فعالان خوشې کړي.

د راپورونو له مخې د ښځو د حقونو فعاله او د کابل د مظاهرو یوه ګډونواله پروانه ابراهیم خېل د جمعې په شپه ناوخته خوشې شوې او خپلې کورنۍ ته سپارل شوې ده.

طالبانو د دغه راپور تر لیکلو پورې د پروانې د خوشې کولو په تړاو څه تبصره نه ده کړې، خو پروانې ابراهیم خېل ته نږدې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې چې هغه له درېیو اونیو لادرکې وروسته خوشې شوې او له طالبانو سره یې ژمنه کړې چې له رسنیو سره له خبرو به ډډه کوي.

تمنا زریاب پریاني
تمنا زریاب پریاني

د پروانې د خوشې کېدو له راپور سره سم داسې راپورونه خپاره شول چې طالبانو یوه بله فعاله تمنا زریاب پریاني او د هغې دوه خورګانې هم خوشې کړي خو وروسته دا راپورونه ناسم وبلل شول.

هاخوا ملګرو ملتونو هم د پروانې له خوشې کېدو هرکلی کړی.

په افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټويټ کې لیکلي، د څلورو لادرکه شوېو ښځينه فعالانو د خوشې کېدو له هڅوونکو راپورونو هرکلی کوي.

یوناما زیاته کړې چې د دغو ښځو سلامتیا او خوندیتوب یوه جدي اندېښنه ده. ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی چې د ټولو افغانانو د حقونو د ملاتړ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

همدا راز یو شمېر فعالانې ټينګار لري چې طالبان باید د ښځو د غږونو له غلي کولو لاس واخلي.

له دې ډلې نفیسې دانش ازادي راډيو ته وویل: "که دا مرجع خپله امارت و اوسي او دوی غواړي چې د یوه تهدید په شکل د ښځینه وو غږ غلی کړي، دا باالکل د انسانیت او شریعت خلاف کار دی. ځکه هېڅکله هم په شرعیت کې دا اجازه نه ده ورکړل شوې چې ښځینه یا نارینه د حق په نعره باندې غلي و اوسېږي"

یو شمېر فعالانې ټينګار لري چې طالبان باید د ښځو د غږونو له غلي کولو لاس واخلي.
یو شمېر فعالانې ټينګار لري چې طالبان باید د ښځو د غږونو له غلي کولو لاس واخلي.

طالبانو تر اوسه رسماً نه ده تایید کړې چې ښځینه فعالانې دوی نیولي، خو د طالبانو د حکومت ګڼ منتقدین ټینګار لري چې طالبان هغه غږونه غلي کوي چې د دوی پر ضد اوچتیږي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون له عبدالسلام رحیمي سره چې تېر حکومت کې په ډېرو لوړو څوکیو کار کړی وو په لیدنه کې د ځينو خلکو د نیول کېدو پېښې د ده په خبره طبیعي یادې کړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ځينو خلکو د نیول کېدو پېښې د ده په خبره طبیعي یادې کړې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ځينو خلکو د نیول کېدو پېښې د ده په خبره طبیعي یادې کړې.

متقي وویل: "له ما نه کله-کله پوښتنه وشي په دې خارجي سفرونو کې چې تاسې یا خبریال نیولی یا مو بل څوک نیولی. زه ورته وایم په دنیا کې داسې هېواد راوښیه چې په هغه کې دې یو کس هم نه نیول کېږي هغه که په هر نامه وي."

د تېر اګست له پنځلسمې د طالبانو په بیا واکمنېدو ګڼې ښځینه کارکوونکې په کورونو کېنول شوې او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم په اکثرو سیمو کې وتړل شول.

ګڼو ښځینه فعالانو لومړیو ورځو کې په علني توګه د دې پرېکړو په غبرګون مظاهرو ته ووتلې، خو وروسته د راپورونو له مخې د طالبانو له ممانعت سره مخ شوې او کار تر دې ورسېد چې د دغو مظاهرو ځينې مخکښانې لادرکه شي چې ګڼ غبرګونونه یې هم وپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG