د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

د اوسلو تر ناستې وروسته له طالبانو د اروپايي ټولنې او امریکا اساسي غوښتنې


ارشیف، کابل کې د مېرمنو د مظاهرې یوه څنډه
ارشیف، کابل کې د مېرمنو د مظاهرې یوه څنډه

د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه او امریکا د ناروې تر ناستې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دننه دې ټول بشري او د ښځو حقونه خوندي کړي.

دې خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته "جنورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه" خپره شوې په کې راغلي چې طالبان به د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل کوي.

په اعلامیه کې راغلي: "له طالبانو څخه غوښتل شوي چې د بشري حقونو د سرغړونو، خطرونو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره لا زیات کار وکړي، خپل سرې نیونې 'د ښځو د حقونو د فعالانو وروستي نیول کېدل هم په کې شامل دي'، په زور لادرکه کول، پر رسنیو فشارونه، د صحرایي محکمو له مخې وژنې، شکنجې، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګول، د نجونو زده کړې، کار او له نارینه وو پرته د سفر کولو ازادي اجازه دې ورکړل شي."

د دې خبرپاڼې خپرونکو غړو هېوادونو فرانسې، جرمني، ناروې، ایټالیا، انګلستان او امریکا ټینګار کړی چې له طالبانو سره یې لیدل کتل او د ناستو ترسره کول د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "له طالبانو سره لیدنې په هېڅ صورت کې د ۲۰۲۱م زیږدیز کال په سېپټمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د اعلان شوي مؤقت حکومت رسمي پېژندل یا مشروعیت ورکولو په معنی نه دي."

په دې ګډه اعلامیه کې د اوسلو ناستې د پایلو بېلابېلو ټکو یادونه شوې ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاندویانو نظر هم واخلي، خو د راپور تر خپرېدو يې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

طالب چارواکو د اوسلو په درې ورځنۍ ناسته کې د ګډون پرمهال که څه هم د ښځو او نجونو د کار، له بنده د ځینو نیول شوېو ښځو د ازادۍ په اړه مشخصاً کومه ژمنه ونه کړه خو ټینګار یې کړی چې د خبرو اترو له لارې به د شته ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

طالب چارواکو د اوسلو په درې ورځنۍ ناسته کې ټینګار کړی چې د خبرو اترو له لارې به د شته ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
طالب چارواکو د اوسلو په درې ورځنۍ ناسته کې ټینګار کړی چې د خبرو اترو له لارې به د شته ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

یو شمېر افغان ښځې وایي، سره له دې چې طالبانو دې ناسته کې د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره کومه ژمنه نه ده کړې، خو هیله مندې دي چې دا شان ناستې او نړیواله ټولنه او ملګري ملتونو پر دوی فشار راوړي چې دا مسایل مراعت کړي.

د ښځو د حقونو فعاله او د افغان معترضو ښځو ډلې غړې تمنا صدیقي ازادي راډیو ته وویل: "نړیواله ټولنه باید طالبانو ته دا ووایي او اړ یې کړي چې دا حقونه او مسایل په پام کې وساتي ځکه چې د ټولنې اصلي او اساسي حقونه دي، که طالبان غواړي چې حکومتوالي وکړي نو دا د خلکو اساسي حقونه دي چې باید یې خوندي او عملي کړي."

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل ټوېټر لیکلي:"د افغانستان د خلکو د پېژندګلوۍ او نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره دا ډېره اړینه ده چې طالبان بشري حقونو ته پوره درناوی وکړي او د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي."

وړاندې طالب ویاندویانو په بېلابېلو خبري ناستو او ازادي راډیو سره د مرکو پرمهال ویلي چې دوی د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دي او هڅه کوي شته ستونزې حل کړي.

د ناروې په پلازمېنه اوسلو ښار کې د حنورۍ په ۲۳مه نېټه د طالبانو د حکومت چارواکو، افغان معترضو ښځو او مدني فعالانو استازو، نړیوالو چارواکو او ډپلوماټانو تر منځ درې ورځنۍ ناسته کې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو چې بشري حقونه، د ښځو تعلیم او کار، د وروستیو نیونو او شکنجو پر مخنیوي، اقصادي ستونزو د حل، له افغانستان سره نړیوالې ټولنې بشري مرستو، د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوېو پانګو ازادولو په اړه بحثونه وشول.

په دې ناسته کې د افغان ښځو د حقونو ځینو فعالینو او معترضو ښځو استازو هم ګډون کړی وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG