د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

په اوسلو کې د افغانستان په اړه ناسته؛ خلک: ماشومان مو وږي دي، نړۍ دې زموږ غږ واوري


داخلي بې ځایه شوي
داخلي بې ځایه شوي

په داسې حال کې چې د ناروې پلازمېنه اوسلو د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربنه ده، یو شمېر کابل مېشتي بې وزله کورنۍ له نړیوالو غواړي چې افغانان له اوسني اقتصادي ناورینه وژغوري.

عبدالمطلب وایي، له خپلې نهه کسیزي کورنۍ سره په اسمایي غره کې په یوه کرایي کور کې اوسي او ۳ میاشتې کېږي چې ډوډۍ له تریخ چای سره خوري.

نوموړې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې د خپل یو ملګري ټکسي موټر د میاشتې په لس زره افغانیو په کرایه کړی و چې د ټکسي چلولو له درکه یې د ورځې دوه درې سوه افغانۍ کور ته یو څه خرڅ ګڼلو.

خو عبدالمطلب وایي، له کله یې چې ملګري خپل موټر خرڅ کړی دی وزګاره او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

عبدالمطلب وایي:" دغه نن شپه چې راځي درېیمه شپه ده چې زما ماشومان وږي پاتې کېږي؛ د افغانستان وضعیت تاسو ته ښه معلوم دی، چې دغسې یو حالت دی؛ ژمی دی او واوره وریږي. کار و بار پسې ګرځمه کار هم نه پیدا کېږي."

په افغانستان کې ډیری بې وزله کورنۍ د ژمې له رارسېدو سره د سون توکي نه لري
په افغانستان کې ډیری بې وزله کورنۍ د ژمې له رارسېدو سره د سون توکي نه لري

صالحه د کابل ښار اوسیدونکې او هغه کونډه مېرمن ده چې له تېرو ۳ کلونو راهیسې خپلو درې ماشومانو ته ډوډۍ ګټي.

نوموړې، له دوه کلنو را پدېخوا په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکو لپاره اشپزي کوله.

خو د اګست له ۱۵مې وروسته، دغه خصوصي ښوونځی تړل شوی او صالحه هم وزګاره شوې ده.

نوموړې وايي، ماشومان یې ډیری وخت د شپې ډودۍ نه خوري او وږي ویدو کېږي، خو په خبره یې د سهار چای ته هم بیا په دسترخوان ورته څه نه لري.

د دې په خبره پخوا یې ګاوندیانو ورسره مرسته کوله خو بد اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې اوس یې ګاوندیان هم دومره وګټي چې خپل نسونه ماړه کړي.

صالحه وایي:" بله لاره راته نه ده پاتې اوس د خلکو جامې وینځم ، خو بیا هم خلک دومره پیسې نه لري چې ما ته یې راکړي. زه له نړیوالو غواړمه چې نور دې زموږ بیچاره افغانانو غږ واوري."

دا په داسې حال کې ده چې د ناروې پلازمېنه اوسلو نن د طالب چارواکو، د امریکا، د اروپايي ټولنې د یو شمېر استازو او د افغانانو د بیلابیلو قشرونو، ښځو، مدني فعالانو او خبریالانو په ګډون د یوې مهمې غوندې کوربه ده.

پرون ناروې ته د طالبانو ۱۵ کسیز پلاوی لاړ
پرون ناروې ته د طالبانو ۱۵ کسیز پلاوی لاړ

تمه دا چې دا غونډه تر سه شنبې دوام وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ناسته کې به د نورو موضوعاتو سربېره افغانستان کې د بشري وضعیت څېړل او شته ستونزو ته د حل لارو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکېن هوتفېلډ ویلي چې هېواد یې د افغانستان د روان بشري وضعیت له کبله ډېره اندېښنه لري ځکه د دې په وینا ملیونونه افغانان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم وايي، چې د طالبانو پلاوی به د اوسلو ناسته کې د مرستو د جلبولو لپاره د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره بحثونه او مجلسونه ولري.

ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته وویل:" د اسلامي امارت پلاوی به د مرستو او کمکونو د جلب په برخه کې هلته بحثونه او مجالس ولري او هیله مندي ډېره شته چې اړوندو هېوادونو سره چې پلاوی مجالس لري د هغوي کمکونه او مرستې راجلب کړي، دې زماني مقطع کې د مرستو راجلبول او د افغانانو سره د اقتصادي ستونزو په رفع کولو کې همکاري کول حیاتي ارزښت لري.زموږ هیله مندي ده چې پرمختګ به په دې برخه کې وي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان هم دې غونډې ته خوشبینه دي.

د اقتصادي چارو پوه تاج محمد تلاش وايي، نړیوال په دې هڅه کې دي، چې افغانان له بشری ناورین وژغوري.

تلاش وایي:" اوس افغانستان د اقتصاد له پلوه داسې پړاو ته داخل شوی چې باید وعدې په عمل بدل شي او افغانان د دې حس وکړي چې نړیواله ټولنه دوی ته بشري مرستې کوي، بانکي سیستم یې تقویه کوي او همدارنګه غواړي چې د افغانستان په جغرافیا کې نقدې پیسې او جنس تزریق کړي تر څو موږ له دې بشري ناورین څخه وژغورل شو."

د یادونې ده چې د روان زېږدیز کال د اګست میاشتې له پنځلسمې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې لوږه او بې وځلي ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده چې د نړۍ د هېوادونو او د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانونو اندېښنې یې هم راپارولي.

طالبان په افغانستان کې د رامنځته شوي اقتصادي ناورين یو لامل د امریکا له خوا د افغانستان د نېږدې ۹.۲ پیسو کنګل کېدل هم یادوي او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې د اسلو په ناسته کې به په دې اړه هم خبرې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ مخکې تر دې ویلي، دا یوه ډېره پېچلي موضوع ده او موږ په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په همغږۍ او همفکرۍ په دې اړه بحث کوو.

XS
SM
MD
LG