د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

هویتفیلډ د اوسلو غونډې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

ټاکل شوې ده چې نن چهاشنبه (د سلواغې ۶مه) په نیویارک کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي.

د اغلې هویتفیلډ هېواد له تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه و.

دا لومړی ځل و چې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته لویدیځ ډپلوماټانو له طالبانو سره په رسمي غونډه کې برخه واخېسته.

د طالبانو پلاوی د یکشنبې په ورځ ناروې ته ولاړ په لومړۍ ورځ یې د افغانانو د مدني ټولنې له یو شمېر استازیو سره وکتل، په دوهمه ورځ یې د اروپا، امریکا، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او کوربه هېواد ناروې له ډپلوماټانو سره غونډې وکړې او پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) یې د بشري حقونو د سازمانونو په ګډون له نورو ټولو بهرنیانو سره ګډه غونډه لرله.

د طالبانو پلاوی د یکشنبې په ورځ ناروې ته ولاړ په لومړۍ ورځ یې د افغانانو د مدني ټولنې له یو شمېر استازیو سره وکتل
د طالبانو پلاوی د یکشنبې په ورځ ناروې ته ولاړ په لومړۍ ورځ یې د افغانانو د مدني ټولنې له یو شمېر استازیو سره وکتل

په پرونۍ غونډه کې افغانستان ته د بشري مرستو د رسېدو پر ستونزو خبرې وشوې.

دا غونډه په داسې وخت کې جوړه شوه چې مرستندویه ډلې او نړیوالې موسسې اټکل کوي چې افغانستان کې نژدې ۲۳ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي او نژدې نهه میلیونه د قحطۍ په درشل کې دي.

بل لورته طالبان له لویدیځه د افغانستان د نژدې لس میلیارډه کنګل شوېو ډالرو د خوشې کېدو غوښتنه کوي او د ناروې غونډو ته هم طالبان هیله مند و چې دا پیسې به ترلاسه کړي، خو د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې په دې برخه کې موافقه ونه شوه.

د دې سربېره د ناروې د کډوالو د شورا عمومي مشر یان ایګلنډ وایي چې د اوس لپاره لومړۍ درجه ستونزه دا ده چې د لویدیځ بندیزونو افغانستان ته د مرستو د لېږلو په لاره کې خنډ جوړ کړی دی. نو لویدیځ او طالبان باید خبرې وکړي او هغه بندیزونه چې د ملکیانو د زیان سبب کېږي لېرې کړي.

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي مشر یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو د شورا عمومي مشر یان ایګلنډ

خو لویدیځ هېوادونه د بندیزونو تر لېرې کېدو مخکې له طالبانو غواړي چې د افغانانو بشري حقونو ته په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي.

یان ایګلنډ پرون په اوسلو کې وویل چې طالبان په دې برخه کې پاتې راغلې دي: "طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، هلته باید د نجونو لپاره هم ثانوي زده کړې وي. دا زموږ لپاره سره کرښه ده. که موږ نجونې تعلیم ته پرې نه ږدو، هلکان هم تعلیم نه شي کولی. دوی باید پوه شي چې موږ د دوی د کلتور درناوی کوو، خو دوی باید وپوهېږي چې موږ هم کلتور لرو، موږ د یوه تمدن استازیتوب کوو چې د جنسیت د مساواتو پر بنسټ ولاړ دی."

تمه ده چې په نیویارک کې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې له افغانستان سره همدا د بشري مرستو پر مسالې خبرې وشي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي'یوناما' وایي چې ټاکل شوې ده د امنیت شورا په غونډه کې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز هم ګډون وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG